په اسلامي خوځښت کې د تربيې څرنګوالی

پيليزه:
اسلامي خوځښت په اسلامي امت کې د دين د قيام او حاکميت لپاره راپورته شوی له نورو اسلامي منظماتو سره يې توپير دادی چې د امت د وحدت او تېر برم ته د رسېدو داعي له نوي او زاړه جاهليت سره يې مقابله ستره دنده تشکيلوي.

نورې اسلامي ډلې يا يوازې په عقيده او يا په ځينو اخلاقياتو ترکيز کوي مګر اسلامي خوځښت يو شامل بدلون غواړي پر همدې بنسټ په اسلامي خوځښت کې تربيه له نورو اسلامي منظماتو سره توپير لري دلته تربيه هراړخيزه او د يو ستر بدلون په خاطر ده

په اسلامي نهضت کې د تربيې مثال د روح د افرادو، قيادت او مادي وسايلو مثال د اسکلېټ دی په تربيې سره صف له ټوټه کېدو څخه ژغورل کېږي او هم له فتنو او آزمېښتونو څخه د وتلو يواځنۍ لاره ده.

د تربيې معنا او مفهوم:
د تربيت معنا پالنه، تدريجي لويول او مهذب کول دي د اسلامي خوځښت له نظره تربيه د يو مسلمان داسې جوړول چی د دين د اقامې لپاره کار وکړي او داسلام دقيق، شامل او وسطي فهم وپېژنی.

په اسلامي تحريک کی د تربيت مفهوم هراړخيز دی له تربيت نه د افکارو او اعمالو هغه هر اړخيز کوښښ مراد دی چی په نتيجه کې يې له الله تعالی سر ه د غړو اړيکه ټينګښت مومي، په اذهانو کې د آخرت فکر ترسېخ او په ايمان کې ځلا رامنځته کېږي، د افرادو ديني ولولې او احساسات تاند له اسلامه يې پوهه پياوړې، اخلاق يې لوړ، ديني بصيرت او د دين د اقامې جذبه يې نصب العين، په تنظيمي افکارو کې يې ژورتيا او يو مخيزتوب رامنځته او د حق لپاره خپل خواهشات، ګټې او ټول جذبات قربانوي.
د تنظيمي روزنې فردي خاکه:

اسلامي خوځښت د خپلوافردو دروزنی لپاره يو پلان ترتيبوي او هغه داچې:
• د فرايضو او واجباتو اداء کول.
• د کتاب الله تلاوت او د نبوي ا حاديثو پوهه.
• د نبوي سيرت مطالعه.
• د مسنونه اذکارو التزام.
• د نفل لمونځونو، تهجدو او نفلي روژو اهتمام.
• انفاق في سبيل الله
• د الهي اوامرو پابندي او له نواهيو اجتناب.
• د ورځنيو چارو محاسبه.
• توبه او استغفار

• له الله سره د خاصو اړيکو ارزونه لکه: اخلاق، د الله رضا، د الله څخه وېره، صبر، شکر، مجاهده، استقامت، محبت، توکل، توبه او انابت.

• د اخلاقو او معاملاتو اصلاح
• د دعوت او تحريک په چارو کې سر ګرمي.
• د دين په لار کې ايثا ر او قرباني.
• د تنظيمي اصولو پابندي.
• د نصب العين په حقانيت باور.
• له حکمت او پوهې سره سره په مينه د تحريک لپاره جد و جهد.
• د اجتماعيت د اهميت شعور.
• د يو ټيم په توګه د جد وجهد ملکه درلودل.
• د اجتماعي پرېکړ و درنا وی
• سمع او طاعت.
• د اطاعت فی المعروف التزام.
• فکري يووالی.
• ورورګلوي او محبت.
• د خپلو مامورينو سره د شفقت رويه او په ټو لنيزو چارو کې مشوره.
• په تنقيد کې احتياط.
• په ژبه کنټرول درلودل.
• له زړه سوي او شفقت سره موعظه او نصحيت.
• تواصي بالحق او تواصي بالصبر.
• تواصي بالمرحمه.
• په انفرادي او اجتماعي ټولو حالاتو کې تقوی او احسان.
• له ريا او تظاهر څخه اجتناب.
• اخلاص.

د تنظيمي روزنې نظام:
دغه پورتنی پروګرام د انفرادي روزنې لپاره دی چی په عملي کولو سره يې ډېر لوړ استعدادونه او لوړ ځواک څرګندېږي فرد خپل استعداد، صلاحيت، وخت، سرمايه او ځواک په پورتنيو چارو کې لګوي ددې کار لپاره مطالعه او د عبادت اهتمام، غونډې مطبوعات ديني او رفاهي سرګرمۍ د چارو محاسبه او د ټولنيزې اصلاح د بېلا بېلو پروګرامونو اهتمام کېږي.

په دين کې چې د فرض عبادت کوم نظم دی او د ژوند د تګلارې په ضمن کې چې د فرد، کورنۍ او معاشرې په هکله چی کومې لارښوونې ورکړی شوي دي همدارنګه په مجمو عي توګه چې د ټولنيز لادينه چاپېر يال کومې ناوړه اغېزې د فرد پر ژوند پرېوزي د تنظيمي تربيت په وسيله ژغورل کېدی شي.

د تنظيمي روزنې عنا صر:
تنظيمي روزنه درې عناصر لري

۱ـ باشعوره افراد.
۲ـ حکيمانه قيادت.
۳ـ سرم ګرم او ځان داره تنظيم.

تر کومه ځايه چې د اسلامي خوځښت غړیو پو رې تړاو پيدا کوي هغه د با شعوره او بااحساسه وګړو ډله ده چې د ايماني عزم ، اخلاقي ځواک، فکري اصابت، ذهني سکون، عملي ښکلا، ديني شوق او د تحريکي جذبې مجسمه وي د هغوی اجتماعي ځواک د تحريک لپاره حقيقی پانګه جوړوي چې د ستونزو په ګاللو او بشپړ صبر سره خپل خوځښت د بري تر ساحله رسوي.

د تنظيمي ځواک عناصر:
د تنظيمي ځواک عناصر په اوو ټکو کې رالنډولی شو

۱ـ ايماني عزم: ايماني عزم ددې خبرې غوښتنه کوي چې د اسلامي خوځښت غړي بايد په خپل ځان کې د زمري په څېر زړه پيدا کړي د طوفانونو د څپو بل لورته د اړولو ځواک او صلاحيت بايد ولري او د هر رنګه ګټو قربانولو ته تيار او لوړ عزم او حوصله ولري.

۲- د اخلاقي ځواک غوښتنه داده چې د اسلامي خوځښت غړي بايد بې داغه سيرت ولري د خپلو ښو اخلاقو په وسيله د خلکو زړونه لاسته راوړي او د خپل عمل په وسيله د دين ژوندۍ نمونه واوسي

۳- د فکر اصابت: په اوسني وخت کې چې د اسلامي عقيد ې او د اسلامي امت د نصب العين تشـريح چې په تنظيمي خپرونو کې ترسره کېږي په دغه لړ کې بايد په صف کې بشپړ پوخوالی موجود وي.

۴ـ ذهني او فکري تجرد:
معنا داچې د اسلام او د اسلامي بلنې په حقا نيت او د اسلام په بشپړ نظام يې بايد کلک باور وي د خپل کار او پروګرام په قانوني او اصولي اړخونو به يې ټينګ يقين وي چی د وخت انحرافات او طوفانونه به يې له خپل کار څخه د يو وېښته په اندازه هم بې لارې نه کړی شي

۵ـ عملي حسن او ښکلا:
ددې غوښتنه داده چې اسلامي تحريک پورې تړلي خلک به ټول نصيحت او د رحمت مجسمه وي په اسلامي احکامو او لارښوونو به نه يوازې پابند ، بلکې په خلکو به د منلو ځواک هم ورسر ه وي.

۶ـ ديني ولوله او عشق:
ددې مطلب دادی چې اسلامي خوځښت پورې تړلي خلک به په خپلو ويناوو او کړو وړو کې د ديني حکمت او پوهې او د اعتدال عملي نمونه وي د هغوی په چلند او مصروفياتو کې به د نېکو چارو او مسنونه اذکارو څرګندونه وي د هغوی په ټولنيزو مصـروفياتو او ديني سرګرميو کې به بشپړه همغږي وي هغوی به په الله هېر ونکي چا پېريال کې د نفس او ځان غوښتنو په فشارونو د شيطان په وسو سو او د ټولنيزو نااواريو په منځ کې د يوصالح مؤمن کردار تر سره کوي.

۷ـ تنظيمي جوش او ولوله:
ددې مطلب دادی چې د اسلامي خوځښت غړي به د اسلامي تحريک په رنګ کې بشپړ رنګ وي د هغوی ايمان، اخلاق، سلوک فکري تګلاره هر شی به داسې جوړوي چې څنګه د يو سوچه مؤمن او مخلص داعي لپاره په کاروي، په تحريکي جدو جهد کې به شپه او ورځ بوخت وي د هغه لباس، خوراک، څښاک او کورنی ژوند، اقتصادي فعاليتونه به ټول د تحريکي اهدافو تابع وي.

د تحريکي قيادت مقام او مرتبه د لارښود او مربي ده هغه د پلان جوړولو د افرادو او وسايلو د تنظيم او تربيت او په با وقاره توګه اهدا فوته د رسېدلو په چارو کې کار کوونکو ته د جهت ورکولو د چارو د پايلو، صلاحيتونو او استعدادونو ته ودې ورکولو او د چارو محاسبې مسؤوليت هم پرغاړه لري.

اسلامي تحريک له تربيت ځايونو ګټه پورته کوي چې په نتيجه کې ستر رجال او شخصيتونه د امت لارښوونې او قيادت ته وړاندې کوي چې له هغې څخه فارغ عناصر اسلام سم پېژني له دې سره سره داسې يو چا پېريال هم اړين دی چې د هغوی سيرت خاص اسلامي رنګ ولري په همدې توګه هلته کتابتون او يو داسې مربي هم اوسي چې نه يوازې پراخ نظره عالم، بلکې له دې سره سره يو رښتینی او بشپړ عملي مسلمان هم اوسي چی د صحبت له امله يې د کارکوونکو ژوند بدلون ومومي تر ټولو ستر کمی دا مهال د صحيحې اسلامي روزنې دی، اوسني ښوونځيو څخه خو ګيله په کار نه ده ځکه چې ښوونکي يې معياري شخصيتونه نه دي مګر زموږ په عربي ديني مدارسو کې هم روزنه نيمګړې ده هيله منديم چې د اسلامي تربيت په همدغو بنسټونو د افرادو يو داسې ټيم تيار شي چی د تحريک داړونده غړو لپاره په هره سطحه د تربيت او روزنې دنده پر مخ يوسي.

بشپړ خوځښت او جوړ تنظیمي چاپېر يال:
د تنظيمي تربيې درېيم عنصر د باهدفه او سرګرم، مضبو ط او پيا وړي خوځښت شتون دی.
تحريک په اصل کې د جوش، روښنايي او تودوخې څخه عبا رت دی – تحريکی چاپيريال په اصل کې د خوځښت د غړو لپاره د فکر او عمل او مجاهدې ډګر ګڼلی کېږي تحريک چی د خپلو غړو لپاره د کار ډګر د دعوتي جد و جهد او د ټولنيزو سرګوميو تر سرليک لاندې څه شی برابروي هغه د غړو د روزنې بهترينه وسيله ده.

اسلامی خوځښت چې د خپلو غړو د تکوين لپاره د عمل کوم ډګر پرانستی هغه د رسول الله صلی الله عليه وسلم
د مکي دور سره ورته والی لري په مکه کې د لومړي دور مسلمان تيارېده د هغو مسلمانانو لپاره خپل کور او کلی کوڅه او بازار تربيت ځای ؤ د ژوندانه آزمايښتو نو د دوی د جوړولو لپاره کافي ول د حق دعوت په منلو سره هغوی د ځینو اصولو او قواعدو د پابندۍ پرېکړه کوله د هغوی د روزنې لپاره کوم ځنګله او کوم غره ته د تللو ضرورت نه پېښېده او نه د هغوی د اخلاقو د جوړولو لپاره کومه ځانګړې اداره په کار وه هغه ټولنه چې دوی په کې ژوند سرته رساوه د هغوی له ژبې نه د حقه اصولو د پابندۍ او التزام اعلان اورېد ل کېده او د هغوی په ژوندانه کې ددې ا علان اغېز ه څر ګنديدله له دغسې تربيت ځای نه داسې وګړ ي راووتل چی په ډېرو لږو کلونو کې يې د نړۍ نقشه تغیير کړه همدغه سمه لاره ده، اسلامي خوځښت هم ددغې تګلارې پېروي کړې ده او په همدغې فطري لارې پسې اقتدا کول اړين دي.

کله چې په تنظيم کی څوک شاملېږي له هغه څخه دغه ژمنه اخيستل کېږ ی چې هغه به د الله مطيع او فرمان برداره بنده او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د لارښوونو پيروي به کوي او د دغه هدف لپاره به هلې ځلې کوي چی د الله دين په نړۍ غالب شي له دې نه وروسته چې هغه په کوم چاپېر يال کې اوسي هغه دده لپاره هراړخيزه تربيت ځای دی هغه د صبر، تحمل، ايثار او سرښندنې تمرين کوي او له خپل نصب العين سره يې مينه او په خپلو نفساني جذباتو يې د کنټرول ځواک تر لاس کړی او په هغه کې يې دغه قابليت رامنځته کړ چې کوم شی د حق په توګه وپېژ ني د هغه لپاره له بېروني فشاره پرته د ايمان د غوښتنو پر بنسټ خپل وخت او کوښښ هر څه په کار راولي هغه په ده کې دغه ځواک رامنځته کړی دی چې د خپل د هدف په لور تاوانونه وګالي او خطرونه وڅکي او د ستونزو مقابله وکړي د تربيت ددغه فطري کورس ممد درې شيان دي:

۱ـ د تبليغ او دعوت نظام.
۲ـ د جماعت نظام.
۳ـ د تنقيد روح ژوندی ساتل.

پوهنوال مولوي محمد شريف رحماني

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

د ښوونکي لارښود کتابونه
Back to top button
واسع ویب