قاید او مشر باید کومې ځانګړتياوې ولري؟

۱- كوم وګړي چې د نورو خلكو د لارښوونې وړتيا لري هغه كله هم د خپل لاس لاندې كاركونكو او مرستندويانو د نيمګړتياو او بي پروائۍ څخه شكايت نه كوي.

۲- قائد كله هم خپل لاس لاندې وګړي نه ذليله كوي قائد خپلې برياوې او لاسته رواوړنې خپلو ملګرو اولاس لاندې افرادو پورې تړي ،قائد د خپل ګروپ سره كار كوي او تل د (مونږ) لفظ كاروي ، قائد تل خدمت خپل دنده ګڼي ،قائد له الله جل جلاله څخه ويريږي اود عامه ګټو لپاره كارونه سرته رسوي ، قائد چې په محنت ګوري د ګروپ وګړي يې هم خپله وينه اومحنت يو كوي او كاركوي.

۳- قائد په خپلو ملګرو كې د كار جذبه اوتلوسه پيدا كوي او د هغوى په كارونو د هغوى حوصلې لوړوي، دهغوى له خطاو تيريږي ، د خپلو ملګرو پسې شاه هم د هغوى ستاينه كوي ، دخپلو ملګرو شخصيت لوړوي اود هغوى د وركو وړتياو دروازو د ټكولو كوښښ كوي، دهغوى په خوښيو او غمونو كې برخه اخلي او زړونو ته يې ژوند بښي.

۴- قائد په خپلو ملګرو كې د اعتماد تعمير جوړوي ، هغه په ځان اعتماد هم لري او د خپلو ملګرو اعتماد يې هم حاصل كړى دى، د دې سره سره هغه په خپلو ملګرو كې په ځان د باور احساس د لوړولو هڅه كوي ، هغه د خپلو ملګرو د ذات درنښت هم كوي ، هغه د خپلو ملګرو مناسبه اندازه روزنه هم كوي ، كومو ملګرو ته يې چې څه كار وركړى وي هغه ورپه زړه كوي هم تر څو كار د پروګرام سره سم وشي.

۵- قائد په خپل ذاتي علم اوتجربې او احساس په ذريعه خپل ملګري اغيزمن او سره متفق كوي.

your ads

۶- هغه د خپلې دندې دغوښتنو په پيژندلو كوښښ كوي ، اوپه تير وخت كې په دغه منصب د وړاندې خلكو كړه شوي پر هغو هم د علم حاصلولو كوښښ كوي.

۷- د قائد فكر صاف او تيز وي هغه خپله خبره په آسانۍ سره په عام فهمه توګه بيانوي.

۸- هغه بي طرفه ، له تعصب ليرې او منصفانه رويه لري ، هغه له صبر نه كار اخلي ، خلكو سره په تعامل كولو پوهيږي ، دهغه شخصيت متوازن او منضبط وي او په ده كې نرم خوى وجود لري.

۹- قائد نوښت خوښونكى وي هغه يو كار په روايتي او زړه طريقه د كولو كوښښ نه كوي بلكې په كار كې د افاديت او دخپلو ملګرو د وړتياو په ښيرازه كولو په كوښښ كې نوې نوې طريقې پلانوي اوپه هغې عمل كوي.

۱۰- قائد د كلكې ارادې څښتن وي چې ورسره د يو مقصد اود هغه د لاسته راوړلو په اړه د زړه لګيدل هم شته ، هغه د خپلو وړتياو سره سم دهغه د لاسته راوړلو لپاره په ګڼو لارو چارو كوښښ كوي.

۱۱- قائد خپل ځان پيژني اوخپله ټولنه هم پيژني.

۱۲- قائد په تعامل پوهه ، عالم او انسان دوست وي.

۱۳- هغه په خپلې خوارۍ او د زړه په لګيدو ناسم حالات هم د ښوحالاتو په لور يې د تغيير كوښښ كوي ، قائد تل هيله من چاپيريال پيدا كوي كه حالات څومره خطري هم وي.

۱۴- هغه دروغ خبره نه كوي خپلو غلطيو او كوتاهيو ته حكمت اوتوكل نه وائي بلكې پر هغوى اعتراف كوي.


د (د نن داعي د سبا قائد) کتاب څخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب