پر ښځه مې بدګمانه يم څه وکړم؟

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

پوښتنه:

زما پوښتنه داده چې زما د واده تقریبا نه (۹) کاله کیږی او شپږ (۶) ماشومان هم لرم خو زه پر خپلې میرمنې شک کووم، حال داچې ما له واده مخکی خپله میرمن هم نه وه لیدلی.
او له واده مخکی به هم داسی شکونه راته لویدل چی زما میرمن چیرته بدلمنی نه وی او له چا سره خو به اړیکی نه لری خو چی کله می واده وکړ نو زما دا شک نور هم زیات شو زما میرمن له کوره بهر نه وځی په دا نهه کاله دوران کی ددی شک له وجی یی نه زه د پلار کور ته پریږدم او نه دا زړه ښه کوی چی لاړه شی، دوه یا دری ځلی به لاړه وی.

زما او زما د میرمنی ژوند ډیر په بد حالت کی دی، تعویزونه می هم وکړل خو څه نتیجه یی ورنه کړه او چې ریښتیا درته ووایم چی هیڅ داسی شواهد نشته چې زه د بد لمنی تور بری ولګووم، خو بعضی وخت داسی راته ښکاری چی دا زما ورور سره اړیکی لری او بعضی وخت داسی راته ښکاری چی زما له وراره سره یی لری او کله داسی راته ښکاری چی زمونږه کره کوم میلمه د پوښتنی ګیږنی لپاره راشی او دا ورته وګوری او یا یی په مخکی تیره شی نو زما شک نور هم زیات شی او یوبل علت می هم ځوروی هغه دا چی زه کله د ۱۰-۱۵ ورځو نه پس کور ته لاړ شم نو د هغی جنسی جذبه ډیره کمزوری وی او کله کله زیاته وی زما وزن ورځ په ورځ کمیږی او عصابی تکلیف می ډیر زیات شوی. کله کله یی د مرګ تر پریکړی ورسیږم خو هیڅ شواهد په لاس نه راځی ډیره زیاته څارنه می هم په مختلفو لارو پسی کړی خو هیڅ نتیجه یی نه ده ورکړی حتی تر دی چی په انټرنیټ کی یی عکسونه هم لټوومه که چیری چا تری اخیستی وی او انټرنیټ ته یی خیژولی وی چی کله هم کور ته لاړ شم نو پټ پټ ددی بکسونه ددی جامی او ددی د کالیو جیبونه لټووم او د کور دیوالونه دروازی او کړکی او داسی نور ځایونه تاویزونو او داسی نورو شواهدو د بیداکولو لپاره هر وخت لټووم له مانه نوره لاره ورکه ده او زړه می بیخی تسکین نه کوی بعضی اوقات په میاشتو میاشتو خبری ورسره نه کووم او نه د خپل ځان د حدمت موقع ورکووم
نو د اصلاح آنلاین مولوی صاحب او مفتی صاحب نه هیله کووم چی د اسلام په رڼا کی ماته ددی مسلی د حل لاره وښایی چی زما زړه تسکین وکړی او زه مطمن شم او یا داسی لار راته وښایی چی زه خوب ووینم چی زه په حقه یم او که به نا خقه او یا په ژوندی بڼه د بدلمنی ښځی نښی نښانی راته وښایی.

ستاسو د مطمین ځواب په هیله
د.س.ا

ځواب :

محمد شعیب قریشي

وعليكم السلام ورحمة الله وبركاته.

الحمد لله ، والصلاة والسلام علی رسول الله ، وبعد :
الله جل جلاله مو کامیاب ، خوشحال او دالله پر دین ټنګ لره ، او الله مو له دې وسوسو او بدګمانیو څخه خلاص کړه.

تا چې کوم تصور وړاندې کړی له هغې نه داڅرګندیږي چې ته دشک په مرض ګرفتار یې ، او شک او بدګماني یو مرض دی چې شیطان یې دالله بنده ګانو ته ور اچوي ، نو ځکه الله جل جلاله شک او بدګماني حرامه ګرځولې ، الله فرمايي : : (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا اجْتَنِبُوا كَثِيرًا مِنَ الظَّنِّ إِنَّ بَعْضَ الظَّنِّ إِثْمٌ وَلَا تَجَسَّسُوا). الحجرات سورت / 12

ژباړه : [اې دایمان خاوندانو ! له ډیرو ګمانونو ډه ډه وکړئ ، ځکه چې اکثره ګمانونه ګناه ده ، او په چا پسې څار (تجسس) مه کوئ] او رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي : (إياكم والظن فإن الظن أكذب الحديث ولا تحسسوا ولا تجسسوا) متفق عليه.

ژباړه : [بد ګماني مه کوئ ، ځګه چې بد ګماني تر ټولو دروغجنه خبره ده او شک او څار (تجسس) هم مه کوئ] بخاری او مسلم.

دخاوند پر ښځې او یاهم د ښځې پر خاوند شک کول ظلم او مسلمان ته دزیان او تاوان رسولو معنی لري ، نو بل مسلمان ته ضرر رسول حرام دي، په ځانګړې توګه بیا هغه چاته چې هغه د انسان دژوند ملګري او تر ټولو ورته نژدې انسان وي .

شیطان د دوو انسانانو ترمینځ په شخړه او دښمنۍ ډیر خوشحاله کیږي ، او همیشه په دې هڅه کې وي چې ددوو مسلمانانو ترمینځ اختلاف او لرې والی راولي ، په ځانګړې توګه د ښځې او میړه ترمینځ شک پیداکول ، چې په نتیجه کې ډیر بد عواقب او نتیجې لري.

شیطان د دوو انسانانو ترمینځ په شخړه او دښمنۍ ډیر خوشحاله کیږي ، او همیشه په دې هڅه کې وي چې ددوو مسلمانانو ترمینځ اختلاف او لرې والی راولي ، په ځانګړې توګه د ښځې او میړه ترمینځ شک پیداکول ، چې په نتیجه کې ډیر بد عواقب او نتیجې لري.

نو په همدې لحاظ دمیړه او ښځې تر مینځ بدګماني او شک تر ټول بد شک دی ، ځکه چې په نتیجه کې شیطان خپلو هغو اهدافو ته رسیږي چې په ډیرو نورو وسیلو ورته رسیدل ګران کار دی :

•    په شک سر دښځې او میړه ژوند داسې خراب شي چې هغه لذت او آرامتیا چې الله جل جلاله د واده په نتیجه کې خپل بنده ته ورکوي ، له هغې نه محروم شي .

•    شک انسان په داسې بې بنیاده غمونو او اندیښنو کې راګیر کړي چې په حقیقت کې هیڅ هم نه وي ، نه له اولاد سره ښه خبره کولي شي او نه هم دهغوي تربیې ته پام کولي شي ، نه له لمونځ او عبادت نه خوند اخیستلی شي .

•    دا شکونه او بدګمانۍ پر اولادونو هم نیغ په نیغه اثر کوي ، په ځانګړې توګه چې کله دهغوی پر وړاندې دښځې اومیړه دعوه او جنجال جوړ شي ، چې دا په راتلونکی کې ددوی اولادونه هم شکاک او بدګمانه او بدخویه کړي.

•    اکثر پایله په طلاق شي ، چې په دې کې هم دښځې ژوند برباد شي او هم د اولادونو ، او اکثره وروسته له طلاق څخه بد اخلاقیو ته لاره هواره شي.

•    کله شیطان ددې شکونو په واسطه انسان دې ته هڅوي چې دی هم بد کاري او زنا وکړي ، او داسې ورته ښيې چې دزوجینو یو لوری دا کار کوي نو ته یې هم باید وکړې ، چې په دې سره د زنا او بدکارۍ لاره خلاصه شي ، چې یوه عظیمه ګناه ده.

•    دکورنۍ دخوشحالۍ یو مهم عنصر او اساس، دښځې او میړه ترمینځ ښه تعلقات دي ، چې کله هم دا په شک سره له مینځه لاړ شي نو بیا نه څوک خپله کورنۍ دنده په ښه توګه ترسره کولای شي او نه هم له کوره بهر خپله وظیفه. او همیشه دهمدې کورني شک پر بنیاد له نورو سره تعامل کوي او هیڅ ځای به خوښي نه تر لاسه کوي .

•    لکه څنګه چې تاسې اشاره کړې ، کله شیطان دشک کړۍ دومره تنګه کړي چې انسان ته د ناحقه قتل او وژلو مشوره ورکړي او په داسې بدبختي یې اخته کړي چې په دنیا او آخرت کې به یې عذاب ګالي .

•    دشک په نتیجه کې (صله رحم) له خپلوانو سره خپلولوي له منیځه ځي ، ځکه چې شکمن انسان بیا له ډیرو خپلو سره دشک پر بنیاد اړیکې ختموي او یايې کموي ، چې دا پخپله حرام کار دي ، په ځانګړې توګه له خسرګنۍ او نورو نژدې خپلوانو سره.
دې ته ورته نور ډیر بد او حرام کارونه دشک په نتیجه کې را مینځ ته کیږي ، نو مسلمان ته لازمه ده چې له شک څخه ځان وساتي .

دشک اسباب :

داچې انسان ولې پر نورو ، په ځانګړې توګه پر خپلې میرمنې شک او بدګماني کوي ، ډیر اسباب لري چې د هغې له ډلې څخه ځنې یې دلته ذکر کوو :

•    پر الله جل جلاله دایمان کمزورتیا او په عباداتو کې سستي او کسالت.

•    نفسي کمزورتیا او پر خپل نفس داعتماد نه درلودل .

•    اکثره شک کوونکي کسان په خپله ښه چال چلند نه لري په همدې اساس پرنورو هم د بدو ګمان کوي .

•    بې ځایه غیرت چې هغه غیرت نه بلکې ګناه وي.

•    له بدو ملګرو سره کیناستل .

•    په اوسني عصر کې ټلویزیوني چینلونه او ناوړه ډرامې، چې په هغو کې دښځې له بل چا سره اړیکې پر ګوته کوي او یا نارینه له پردۍ ښځې سره او نور داسې ناوړه پروګرامونه.

•    چې ښځه له خاوند نه په عمر کې ډیره وړه وي او میړه یې دزیات عمر لرونکی وي ، يا ښځه ډیره ښکلې وي ، شیطان داسې وسوسې خاوند ته وراچوي .

•    دمیړه پخوانۍ کورنۍ تربیه او هغه سلوک چې له خپل مور او پلار څخه یې لیدلي وي ، هغه مور او پلار چې یو پر بل شکونه کوي داولاد پر سلوک یې مخامه اغیزه وي او په راتلونکي ژوند کې هغوی هم شکاک را لوی شي. او داسې ډیر نور اسباب .

د شک او بدګمانۍ علاج :

•    له الله ویره ، او داچې پر هغو خبرو چې اصلا له حقیقته یې خبر نه دی باید پر نورو بدګماني ونه کړي ، الله جل جلاله فرمايي : (وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا).

او له هغه څه سره مه اودریږي چې پرې خبر نه یئ ، بې له شکه چې (انسان) دخپلو غوږنو (چې څه پرې اوري)، سترګو (چې پرې ویني) ، او زړه او ټولو مسوول دی.

•    داچې بدګماني یو حرام کار دی او باید ځان ترې وساتل شي.

•    خپل ګناهونه او غطۍ یې چې کړي ، همیشه هغه په یاد راولي او له الله تعالی څخه بښنه وغواړي او دې خبرې ته پام وکړي چې الله زمونږ پر دومره ګناهونو پرده اچوي او نه مو رسوا کوي ، په داسې حال کې چې هغه مو رب دی ، پیدا کړي یې یو ، روزي راکوي، ولې بیا هم زمونږ پرده کوي ، نو مونږ ته هم لازمه ده چې دنورو خلکو په اړه صبر او زغم ولرو.

•    الله جل جلاله پر ښځه او اولادونو نارینه ته برلاسي ورکړي او هغوي يې دده دلاس لاندې ګرځولي ، نو پر هغوی باید ظلم ونه کړو او شک او بدګماني ډیرغټ ظلم دی .

•    لکه څنګه چې دمیړه پر ښځې حقوق دي، همداسې دښځې پر میړه حقوق دي او دشک په حالت کې هغه ټول حقوق تر پښو لاندې کیږي ، چې دا غټه ګناه ده او باید الله ته توبه ترې وویستل شي.

•    باید له نیکو او عالمو کسانو سره ملګرتیا زیاته کړې او دهغو په مجالسو او درسونو کې ګډون وکړي.

•    له تعویذ او تعویذګرو ځان وساته ، هغوی په اصل کې دښځو او میړنو ترمینځ داختلاف اصل سبب دي او له دروغو پرته بل هیڅ هم نه لري او ستاسو شک نور هم زیاتوي.

•    له یو ښه نیک ، او با عمله عالم سره کینه او خپله ستونزه ورسره مطرح کړه ، ان شاء الله ښه لاره به در وښیي د وسوسي له خرابو عواقبو به دې خبر کړي ، خو بیا هم وایو چې دې تعویذګرو ، جادوګرو او کوډګرو ته لاړ نه شي چې ددنیا او آخرت تاون لري .

•    په دې وپوهیږه چې په دې نړۍ کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه پرته له هغه وروسته هیڅ انسان هم له ګناه او خطا پاک نه دي او که الله مه کړه چيرې ریښتیا هم ستا ښځې څه غلطي کړې وي نو توبه دې وباسي نورهیڅ هم نه شته ، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي : «كل ابن آدم خطاء، وخير الخطَّائين التوّابون». هر انسان ګناه کوي او ښه ګناه کار هغه څوک دی چې الله ته توبه اوباسي.

•    دا په یاد ولره چې درسول الله صلی الله علیه وسلم پر میرمنې او دمسلمانانو پر مور عائشه رضی الله عنها دمنافقینو له خوا تور ولګیده ، په داسې حال کې چې ټوله مدینه منوره کې او له مدینې نه بهر دا بهتانونو او تورونه خپاره شول، ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې سره بیاهم نه عائشې رضي الله عنها ته طلاق ورکړ او نه يې ووژله ، ترهغې چې الله جل جلاله دهغې دبرأت او پاکي په اړه رسول الله ته آیاتونه را ولیږل ، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه هیڅوک هم ډیر غیرتي او له الله تعالی ویریدونکې نه وو او نه هم شته او نه به پیدا شي ، په داسې حال کې چې په عائشې رضی الله عنها پسې منافقینو خبرې کولې ولې تاسې یوازې دشک پر بنیاد بې له دې چې له څه خبر شې او یایې هم ووینې خپل او دخپلې میرمنې ژوند خرابوې .

•    دخپل نفس او شیطان خبره مه منه او په ډیره مینه له خپلې ښځې سره خبره وکړه ، مینه ورسره پیل کړه ، ځکه چې ستا له خوا بې محبتي د هغې مینه هم له تاسره کموي او په طبیعي توګه ستاسو ترمینځ فاصله پیدا کیږي، او په دې کار سره تاسې خپله د غلطو کارونو لاره برابروئ.

•    له نن ورځې وروسته په ډیر خلاص زړه هغې ته دپلار کور ته دتلو اجازه ورکوه ، او خپله هم ورسره زه ، نور په هغې پسې څار مه کوه ، او دشیطان ټولې دسیسې شنډې کړه.

•    په آخر کې دا څلور علاجه تر ټولو مفید دې چې عمل پرې وکړې، او هغه لمونځ ، دقرآن کریم تلاوت ، دعا او دالله ذکر کول :

لمونځ : الله جل جلاله فرمایي : (واستيعنوا بالصبر والصلاة ) ، پر لمانځه او صبر کولو له الله مرسته وغواړئ.

دقرآن کریم تلاوت : الله تعالی فرمایي : (وننزل من القرآن ما هو شفاء ورحمة للمؤمنين) او نازل وو مونږ له قرآن ځنې چې هغه شفاء او د مؤمنانو لپاره رحمت وي.

ډیره دعاء کول : ځکه چې دعاء د مسلمان وسله ده او مسلمان په همدې وسله ځان له شیطان او نورو مصیبتونو نه ژغوري ، الله جل جلاله فرمايی : (وإذا سألك عبادي عني فإني قريب أجيب دعوة الداعي إذا دعان) اې ! پیغمبره کله چې زما بنده ګان زما په اړه پوښتنه وکړي ، نو زه ډیر نژدې یم دهر دعاکوونکي دعا ته ځواب ورکوم چې کله دعا وکړي.

ذکر کول : ځکه چې دالله جل جلاله پر ذکر او یادولو زړونه آرامیږي ، او هغه خوله چې دالله ذکر کوي او هغه فکر چې دالله په فکر کې مصروف وي ، هلته شیطان وسوسه نه شي کولی او له شک نه پاک وي.

الله تعالی دې مونږ ټول له شک او بدګمانۍ څخه وساتي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب