د دوو  اخترونو په منځ کې واده  کول روا دی؟ 

پوښتنه: آيا د دوو اخترونو په منځ کې نکاح  يا واده  کيږي او که نه  ، که کيږي دليل يې څه دی او که نه کيږي دليل يې څه دی ؟

نوم : ممتاز عمرزی :

بسم الله الرحمن الرحيم

دا خبره چه د دؤ اخترونو تر منځ بايد واده ونشی بالکل غلطه ده .(د ابوالمختار حنفی فقه – فتاوی يوسفيه ج ۱ ص ۳۶۱ ) .

دا ځکه چې دا د جاهليت د وخت يوه زړه کاپی راپاتی شوي ده او له بده مرغه په ځنو خلکو کې لاهم شته .
د نکاح کولو په اړه په اسلام کې بې حده ذيات ترغيب راغلی دی حضرت محمدص اشاد مبارک دی چه : نکاح زما له سنتو څخه ده څوک چې زما له سنتو مخ وګرځوی هغه له ما څخه نه دی .

 

ولی داسې ندي  راغلی چه په فلانی وخت کې نکاح کول فضيلت لری او په فلانی وخت کې ښه نه ده  بلکی يو نيک کار دی هر وخت چې برابر شي کول يې پکار دي .

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب