آيا د سړي لپاره د سروزرو استعمال جايز دی؟

سوال: دوه کاله مخکی کله چی ما واده وکړو ، نو په واده کی ما ته خسر (زما د میرمنی پلار) یوه د سرو زرو چیله (ګوتمه) اخستې وه او ما ته یې راکړه ، نو ما بیا په کور کې کیښوده او تر دوو کالو پورې مې په ګوته نه کړه ، خو اوس د شک لرې کولو لپاره مجبور شوم چې په ګوته یې کړم او اوس ځینې خلک وایی چی د نر لپاره سره زر حرام او دی سره لمونځ و اودس او نور عبادت نه کیږی ، نو اوس له تاسو محترمو څخه هیله لرم چی د اسلام په رڼا کی راته جواب راکړی چی ایا په ریښتیا د سرو زرو استعمالول د نر لپاره حرام ؟

په درنښت

ځواب:
الحمد لله والصلاة والسلام علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه اجمعین، وبعد:
دټولو علماوو په اتفاق سره د سرو زرو (طلا) استعمال دنارینه لپاره حرام دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم د سروزرو او وریښمو په اړه وفرمایل: إِنَّ هَذَيْنِ حَرَامٌ عَلَى ذُكُورِ أُمَّتِي حِلٌّ لِإِنَاثِهَا ” أخرجه الترمذي ، والنسائي
ژباړه: دغه دوه شیان (وریښم او طلا) زما دامت پر نارینه وو حرام او ښځو ته حلال دي.

همدا راز په بل حدیث کې راغلي دي: عن ابن عباس رضي الله عنهما أن رسول الله صلى الله عليه وسلم رأى خاتما من ذهب في يد رجل فنزعه فطرحه وقال يعمد أحدكم إلى جمرة من نار فيجعلها في يده فقيل للرجل بعد ما ذهب رسول الله صلى الله عليه وسلم خذ خاتمك انتفع به قال لا والله لا آخذه أبدا وقد طرحه رسول الله صلى الله عليه وسلم رواه مسلم

ژباړه: له عبدالله بن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی هغه وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم دطلا یوه ګوته دیو سړي په لاس (ګوته) ولیدله نو هغه ګوته یې دهغه له لاسه نه را وویستله او لرې يې وغورزوله اوویې ویل: آیا ستاسې یو قصدا غواړي چې د اور یوه سکروټه په خپل لاس کړي، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له هغه مجلس څخه ولاړ نو یو کس دګوتي والا ته وویل چې ګوته یا چله دې بیرته را واخله او بله استفاده ترینه وکړه (خرڅه يې کړه یايې خپلې ښځې ته ورکړه) هغه وویل په الله مې دې قسم وي چې هیڅ کله به يې هم را وانخلم ځکه چې هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم غورځولې ده.

your ads

په دې اړه بې شمیره روایتونه راغلي دي چې دنارینه وو لپاره د سرو زرو حرمت پکې ثابت دي، نو دطلا استعمال دنر لپاره حرام دی او دښځو لپاره جواز لري.
والله اعلم

اصلاح انلاین

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب