پر ښځه بدګماني

 بد ګمانه سړی:

ځيني سړي د خپلي بد ګومانۍ لامله  له خپل كور څخه داسي دوزخ جوړ كړي چي ژوند كول په كي نا شونی شي، په خپلي میرمن او د هغي په خبرو شك كوي او جاسوسي او بی ځایه ځارنه يى كوي او آن کله كله يى په خپل مال كي د خيانت تورنوی، كله خو ان تر بریده تیر شی او په اخلاقو او عزت باندي هم بد ګوماني كوي، د هغي هر حركت او د هغي د هر كار مراقبت كوي بلكه د هغي د تيلفون مراقبت هم شروع كړي او كله كله خو داسي هم كوي چي له خپلي وظيفي څخه د خپل ټاكلي وخت څخه مخكي راشي تر څو په هغي ناڅاپه ورننوځي تر څو وګوري چي میرمن يى څه كوي او په كوم حالت كي ده ه دا هر څه بي له كوم دليله كوي بلكه دا د شيطان وسوسې دي چي د كمزورو نفسونو انسانانو ته يى اچوي .

هوښيار سړي:

مګر هوښيار سړي خو هغه دي چي د خپلي میرمن د احساساتو احترام كوي او د هغي په عزت تور نه لګوي، د سړي غيرت بايد مثبت وي نه چي د شرعي حدودو څخه تجاوز وكړي، د سړي غيرت كوم عيب نه دي بلكه هر سړي بايد غيرتمنده وي ځكه بي غيرته سړي ته په حديث كي ديوث ويل شوي .مشهور صحابي حضرت سعد رضي الله عنه چي په ډير غيرت مشهوروو يو ځل وويل كه چيرته زه خپلي ښځي سره اجنبي سړي وګورم نو دواړه به له څټ خوا نه په توره حلال کړم. رسول الله صلي الله عليه وسلم هم د دي صحابي په باره كي فرمائي ايا تاسو د سعد غيرت ته تعجب كوي زه له هغي څخه ډير غيرتي يم او الله تعالي له ما څخه ډير غيرتمند دي. نو دا هغه غيرت دي چي الله او د هغي رسول يي خوښوي ځكه چي ددي بنسټ په حق باندي دي نه په اوهامو او شكونو .

بی پرواه سړی:

او د دي بر عكس ځيني سړي داسي دي چي د غيرت په معامله كي له ډيري سستي او لا پرواهي څخه كار اخلي حتي تر دي حده پوري ورسيږي چي غيرت يي مړ شي او له سړيتوبه هم خلاص شي په دي يى پرواه نه وي چي ميرمن يى له پرديو سړو سره اختلاط كوي په دى دليل چي ګوندي هغوي يى يا خپل دي او يا يى د وظيفي ملګري او همكاران دي. ځان په دى ډاډه كوي چي هغه په خپله ښځه اعتماد لري د دغه رنګه سړي د الله تعالي حكم هير دي چي فرمائي: وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ  [الأحزاب : 53] ژباړه: كله چي له غواړي چي له ښځو څخه د څه په هکله پوښتنه وكړي نو د پردي تر شا یی وپوښتي ځكه چه دغه عمل  ستاسو د زړونو د پاكوالي لپاره بهتره دي او هم د هغوي د زړونو د پاكوالي لپاره.

د ښځو اختلاط:

او همدارنګه د رسول الله صلي الله عليه السلام د هغي حديث نه هم سرغړونه كوي كوم كي چي فرمائي :(لا يخلون احدكم بإمرأة الا مع ذي محرم)ژباړه: هيڅ يوي ښځي ته جايزه نه دي چي سړي سره يواځي شه مګر دا چي هغه سړي محرم وي.
اي خاونده ايا ته په دی نه پوهيږي چي د ښځو او سړيو اختلاط ډير افتونه مينځ ته رواړي او تر ټولو خطرناكه خبره دا ده چي سړي خپلي میرمنی ته اجازه وركړي چي پردو سړيو سره ناسته ولاړه وكړي او هغوي سره خبري او خنداګاني وكړي ، نو اي خاونده دا هغه نه سړيتوب او ديوثي او بي غيرتي ده چي رسول الله صلي عليه وسلم ورڅخه منع كړي.

عقلمنده او هوښيار سړی:

سړي هغه دي چي نه خو بي ځايه غيرت كوي او همدارنګي له بي غيرتي څخه هم ځان ژغوري او په دي كوښښ كي وي چي خپلي ښځی او کورنی ته د ديني اخلاقو تعليم وركړي تر څو ځان په پرده كي وساتي او د پاكدامني په ښايست ځان ښكلي كړي.

عقلمندې او هوښيارې میرمنې:

همدارنګي میرمن ته هم پكار ده چي د خپل ميړه د احساساتو او مشاعرو احترام وكړي او د هغي غيرت ته د احترام په سترګه وګوري ځكه چي غيرت د ميني نښه ده او هغه داسي چي كوم سړي ته خپله میرمن ډيره نيږدي وي  د هغي ډير ښه غوښتونکی وي نو ځكه يى له ناجايزواو ناروا كارونو څخه منع كوي.
د حضرت اسماء بنت ابوبكر رضي الله تعالی عنها په باره كي چي څومره يى د خپل خاوند د غيرت احترام كولو امام بخاري يو حديث روايت كړي : حضرت اسماء فرمائي چي ما د زبير بن العوام رضی الله تعالی عنه سره واده وكړ په داسي وخت كي چي هغه ډير غريب وو هيڅ مال متاع يي نه درلوده غير د يو اس او اوښي نه چي ما به ورته واښه اچول او اوبه كول به مي او خپله به می وړه اخكل ولی د ډوډي په پخولو نه پوهيدم نو ځكه به د انصارو ښځو راته پخولي يوه ورځي پداسي حال كي چي د ډوډي شكور مي په سر وو او په سخته ګرمي كي كور ته روانه وم چي رسول الله صلي الله عليه وسلم چي د خپلو څو ملګرو سره په لاره تيريده زه يى وليدم خپله اوښه يى راته ودروله تر څو پري سپره شم ليكن ما ته حياء راغله او د خپل خاوند غيرت راپه ياد شو نو په اوښه سپره نه شوم ، حضرت زبير ورته وفرمايل :په الله مي د قسم وي چي ستا په سر ګرم شكور ما ته د رسول صلي الله عليه وسلم سره د سپريدو نه ډير سخت ښكاري .
نو حضرت اسماء دا غوره كړه چي په ګرمي كي ګرم شكور په سر پيدل مزل وكړي ليكن د خپل خاوند د غيرت يي احترام وكړ او په اوښه باندي سپره نشوه.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب