مسلمان داعي ته درې سپارښتنې

(ادع ﺇلی سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هي احسن)

دداعي دملاتړ لپاره لانديني درې وسائل ډير مهم دي:

١- علم

٢- رفق (نرمي)

٣- صبر

your ads

١- علم: دداعي لپاره علم  ډېر   اړين  دی  ځکه چې دی دالله دين خلكوته رسوي كه دي خپله ﭙرې ونه پوهېږي نو نوروته به يې څنګه ورسوي اوكه  په  شك كي هم وي نوروته يې ويل جوازنلري  ځکه :(ولاتقف ماليس لك به علم,ان السمع والبصر والفواد كل اولئك كان عنه مسولا)

ترجمه:اومه كوﺉ ﭙيروي(تعقيب)دهغه كار  چې  تاته نه وي  په  هغه ﭙوهه(كه قول وي كه فعل), بيشكه غوږ اوسترګه او زړه هريوله دغو(درې واړو)دي له هغه څخه ﭙوښتنه كولی شي(دقيامت  په  ورځ  چې  تا ولې ګناه كوله.

دجاهل عابد داسې مثال دي لكه ديو فاجر عالم  چې  ضرر يي له ګټې زيات وي او الله د ګمان منلو خخه هم منع كري لكه  چې  فرمايي:

(ان يتبعون الاالظن وان الظن لايغني من الحق شيئا) ترجمه: (دوی له تش ګمانه پرته د بل شي پيروي نه کوي، او ګمان حق ته نه شي رسېدلی.) حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هم  په  يوه حديث كي  چې  مغيره بن شعبه روايت كړي او صحيح مسلم را اخستي فرمايي:(ان كذب علئ ليس ككذب احد, فمن كذب علي معتمدا فليتبؤا مقعده في النار)

ترجمه: په  تحقيق سره ﭘرما درواغ ويل داسي ندي لكه  په  نورو چې  ويل كيږي نوكه ﭼا ﭙرما ﭙسي عمدا درواغ وويل نو په  دوزخ كې دي ځان ته ځاي ولټوي.

معاذ فرمايلي:علم اوعمل لازم اوملزوم دي  ځکه   چې  الله يوعمل له دوه شرطو څخه بغير نه قبلوي اوهغه: چې  ﭙكي اخلاص وي اوسم وي يعني دقران اوسنت مطابق وي او يوازي دالله درضا لپاره وي شرك او ريا  ﭙكې نه وي لكه څرنګه  چې  الله فرمايي: (ليبلوكم ايكم احسن عملا)

الله فرمايي: (ومن احسن دينا لمن اسلم وجهه لله وهرمحسن واتبع ملة ابراهيم حنيفا)

فضيل ددي ايت  په  تفسير كي ليكي:له وجه څخه مطلب اخلاص اواحسان دي  چې  دشرع سره موافق عمل وكړي. حضرت محمدصلی الله عليه وسلم به دادعا  ډېر ه ويله :(اللهم اجعل عملي كله صالحا,واجعله لوجهك خالصا ولاتجعل لاحد منه شيئا)

سعيد بن جبير فرمايي :دقول اوعمل قبليدل په  نيت ﭙورې اړه لري,اودا دواړه دسنت دتوافق نه بغير نه قبليري.

٢- رفق (نرمي): ددې موضوع  په  اړوند درسول الله  ډېر  احاديث شته.  په  يوه حديث كې  چې  جرير روايت كړي رسول الله فرمايي:(من يحرم الرفق يحرم الخير)  په  يوه بل حديث كي هم رسرل الله فرمايي:(ان الرفق لايكون في شئ الا زانه, ولاينزع من الشي الاشانه, ياعائشة ان الله رفيق يحب الرفق مالايعطي عن العنف)

دالله دهغه قول معنی  چې  ويلي يې دي: (ادع الى سبيل ربك بالحكمة والموعظة الحسنة وجادلهم بالتي هي احسن ان ربك اعلم بمن ضل عن سبيله وهو اعلم بالمهتدين)

دانسانانو زړونه دشيشي  په  شان رقيق دي  په  غليظه خبره ماتيږي, نو له داعي څخه نفرت كوي ﭙدې وخت كي دې خپل مرام ته نه رسيري نوكه  چېرته داعي رقيقة,لطيفة اونرمه خبره كړي نو زړه ته ښه دننه كيري او زړه ويښوي, الله فرمايي:(فبما رحمة من الله لنت لهم ولوكنت فظا غليظ القلب لانفضو من حولك)

٣ -صبر: ددې لپاره  چې  داعي دسختۍ سره مخامخ كيږي ,اودی دخلكو د عقائدو مخالفي خبري كوي, دهغوي نظر ردوي نو ﭙدې اړوند الله تعالی دلقمان حکيم نصيحت  په  قران كې راخستي  چې  وايي ): يابني اقم الصلاة وامر بالمعروف انه عن المنكر والصبرعلئ ما اصابك ان ذالك من عزم الامور)

ﭙورتني قرآني نص  راښيي  چې  دامربالمعروف سره مشكلات وي او بايد دسختۍ  په  مقابل كې صبر وشي, الله هم انبياوو ته دصبر وصيت كړی دی او ويلې يې دي :(ولربك فالصبر), (فاصبر كما صبر اولو العزم من الرسل)

ليكنه: شهيد دكتورعبدالله عزام

ترجمه: زاهد جلالي

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب