په اسلام کی ولې څلورښځې روادي؟

داځواب مادجنوبی افریقا ویوې عیسایی میرمنې مریم یوحناته ورکړیدی.
۱: الله جل جلاله چې دڅلوروښځوجوازورکړی دی دائې دپوره حکمت پربنسټ کړیدی، اوهغه داچې دښځوشمیرنسبت ونارینه وته ډیردی داځکه چې دطب له نظره هغه نارینه ماشومان چې عمرئې د(۱- ۳) کلونوپوری وی ډیرخپل ژوندله لاسه ورکوی نسبت وښځوته، دعرادوپه ټکرونوکی، په جنګونوکی، اوداسی نورورناوړوپیښوکی نارینه نسبت وښځوته ډیرخپل ژوندله لاسه ورکوی نسبت وښځوته، اوزه به اوس په نړیواله توګه سره دځینوهیوادونواوسیمو دښځوشمیردنارینه ؤدپه نسبت درته بیان کړم:
دامریکاد(Census Bureau of America) ادارې په اندپه۲۰۱۱ کال کی په امریکا کی (۷۰۰۰۰۰۰) اووه میلیونه ښځې نسبت ونارینه ته ډیری دی، یواځی په نیویارک کی (۱۰۰۰۰۰۰) لس لکه ښځې ترنارینه وزیاتی دی، اوهمدارنګه په امریکا کی د(Gary Gatetes) په ویناڅلویښت لکه (۴۰۰۰۰۰۰۰) همجنس بازان دی، چی داهغه خلک دی چی دهلکانوسره خپلې جنسی اړیکې ساتی اوودونه نه کوی، چې (۴۰۰۰۰۰۰۰) څلویښت لکه نوری ښځې له کاره وغورځیدی اواضافه شوی، چی دادښځوشمیردی، چې په امریکاکی په مجموعي ډول سره : :
(۱۱میلیونه) ښځې دنارینه څخه اضافه شوی، داپه هغه صورت کی په امریکا کی هرنارینه یوه یوه ښځه په نکاح کړی، په اروپا کی (۱۲ میلیونه) ښځې اضافه دی ترنارینه و،په جرمنی کی (۵ میلیونه) ښځې اضافه دی ترنارینه و، په روسیه کی (۹میلیونه) ښځې اضافه دی ترنارینه وو، په برطانیه کی (۴۰۰۰۰۰) څلورلکه ښځې ترنارینه وزیاتې دی، چې په مجموعی ډول سره په ټوله نړۍ کی:
په ټوله نړۍ کی اضافه ښځې+ همجنسبازان چې دښځوسره ودونه نه کوی=۳۰۰۰۰۰۰۰ دیرش میلیونه سره، چې مطلب داورڅخه راوځی که دنړۍ هرانسان یوه یوه ښځه په نکاح کړی نو(۳۰ میلیونه) ښځې لااضافه پاتې کیږی. چی دهیچاورته اړتیانشته.
نوداښځې به څه کوی؟؟؟؟
ایاداښځې به دحیواناتوپه شان ژوندپه هوټلونه، کارخانو، سُپرمارکیټونواوفاحش خانوکی تیروی ؟؟؟ ایاداښځې به دحیواناتوپه شان په ښارونوکی خرڅیږی؟؟؟ایاداښځی به یواځی اویواځی دنارینه وجنسی خواهشات پوره کوی؟؟ ایاداښځې به وژل کیږی؟؟؟ ایاداښځې به یواځی اویواځی دنڅاپه محفلونواوځایونوکی نڅیږی؟؟؟ایاداښځې داحق نلری چی یوښه ښکلی ژوندولری، عزت ئې خوندی وی، ښکلی خاوندولری، ښکلی ماشومان ولری، دښه جایداداودوستانوخاونده شی؟؟؟!!!
بلی هو!!!!
دادهری ښځې خواهش دی چی سوکاله او دعفت ژوندولری، دمینې اولورینې نه ډک ژوندولری، دګلوپه شان ماشومان ولری، اودژوندهرڅه ولری، اوددې مشکل حل په هیڅ دین کی نشته، ودې زیاتوښځوته هیڅ دین نجات نشی ورکولای بیله اسلامه، داځکه چې په اسلام کی دښځې حیثیت ډیرلوړدی،اسلام دښځې ډیرقدرکوی، اواسلام هغه دین دی چې وښځې ته ئې لوړمقام ورکړیدی، نوځکه اسلام دښځوعفت، عزت، نیکمرغې، ښه ژوند، سوکاله اینده، شرافت اوښې چارې غواړې نوځکه اسلام ددی مشکل دحل لپاره جوازورکوی چې تاسی داښځې سره دوې دوې کړی، که دامشکل حل نشونودرې درې ئې کړی، اوکه دامشکل حل نشونو څلورڅلورئې کړی، ترڅوښځې له لعنته اوحیواني ژوند څخه وژغورلې شي، دښه خاوند، کور، کهول اوماشومانو څښتنې شی، اودقرآن کریم په دی جوازکی داحکمت دی.
۲: په امریکا، اروپا، افریقا اودنړۍ په ګوټ ګوټ کی مهذب انسان(نارینه) هغه دی ددوی په اندچې دډیروښځوسره ئې جنسی اړیکې وي، چی کله داشمیرپه اوسط ډول سره د (۸- ۱۵) ښځوپوری رسیږی، چی دایولعنتی ژونددی، اوله همدی کبله د(ایچ ای وی)په شان یوه مهلکه ناروغی ومنځته راځی چې پایلی ئې مرګ دی، په داسی نامشروع اړیکوکله وژنې، تښتونې، وهل، ځان وژنې، غلاوې، طلاقونه ، اوداسی نورفسادونه زښته ډیرپه سرعت سره صورت نیسی، کله خوداسی هم وشی چی په داسی معاملوکی ښځې دحیواناتوپه شان ووژل شی اوداسی نور… نوکه اوس یومسلمان په شرعی ډول سره دڅلوروښځوخاوند شی نوڅه بدوالی به پکښې وی؟؟؟؟ چې له دې څخه نه (ايډز) پیداکیږی، نه جنګ پیداکیږی، نه رقابت پیداکیږی، نه تښتونه پکښې ده، اونه هم وژل شته.
۳: نارینه په طبعی ډول سره ترښځې طاقتوردی، نوځکه ئې جنسی رجحان هم نسبت وښځې ته اضافه دی، چی دایومنلی حقیقت دی، که داسی نه ده نوولی په نړۍ کی دزنابالجبرورځ په ورځ زیاتیږی؟؟؟ دامریکادعدلی ریاست (U.S Department of Justice) وایی چی په امریکاکی په هرودوودقیقوکی دیوې ښځې سره زنابالجبرکیږی، چې په یوه ساعت کی ۳۰ دزنابالجبرواقعې پیښیږی،اوپه یوه ورځ کی ۷۲۰، په یوه میاشت کی ۲۱۶۰۰، اوپه یوه کال کی ۲۵۹۲۰۰ داسی پیښې صورت نیسی، چې داهغه پیښې دی چی حکومت ورباندی خبراوورسره ثبت شویدی اوهغه چې ثبت شوی نه دی دهغوشمیرخوخپل پرځای پاته دی، ستاسوپه جنوبی افریقاکی هرکال (۵۰۰۰۰۰) پنځه لکه داسی پیښې صورت نیسی، اوبله لاداچی ستاسوپه سیمه (جنوبی افریقا) کی ۳۷٪ فیصده نارینه په زنابالجبربوخت دی، اوحال داچې دداسی زناوو، فحشاوو، اوجنسی اړیکوپایله هلاکت اوومرګ ته ښه راغلاست دی، اوهمداوجه ده چې هرکال په نړۍ کی (۳.۱ ) میلیونه خلک د(ایډز) مهلکه ناروغې وژنی، (۲۲.۹) میلیونه خلک یواځی په افریقاکی دې ناروغۍ وژلی دی، چې داشمیره لاورځ په ورځ پورته کیږی اوګراف ئې لوړیږی، په ۲۰۰۹ میلادی کال کی ۳۳.۳ میلیونه خلک په دی ناروغۍ اخته وه اوپه ۲۰۱۰ میلادی کال کی داګراف پورته شواو۳۴ میلیونو ته ورسیدی،دادڅومروانسانانوضایع ده، په دې انسانانوکی شتمن خلک، تعلیم یافته خلک، پروفیسران، انجینران، ډاکټران اودهرۍ رتبې خلک شتون لری، اواسلام هغه دین دی چې داخلک ژغوری، اوددي پرځای چې دوی لږدلعنت اودحیوانیت ژونداختیارکړی نوالله جل جلاله ودوی ته ښه درحمت ، عزت اواوږدعمرورکوی، چې ددې لپاره چې ددې لعنتی ناروغۍ څخه وژغورل شی نوالله ورته وایی چي تاسودوې،درې یاڅلورښځې وکی.
۷: که چیری یوانسان یوه ښځه ولری، نوودې ښځې ته ناروغې پیداکیږی، داښځه مړه کیږی، اویاهم میاشتنې ناروغی ورته پیداکیږی (حیض) اویاهم دماشوم دپیدایښت څخه وروسته ناروغه شی (نفاس) نو په دغه وخت کی جنسی اړیکې الله جل جلاله منع کړیدی، اوداپه ساینس کی ثابته ده چې داوخت ښځه ناروغه وی، ددردونوسره لاس اوګریوان وی، دښځۍ له بدن څخه فاسدموادراوځی، اوپه داسی حالت کی دښځې سره جنسی اړیکی ساتل دبي شمیره ناروغی عامل ګرځی هم دښځې لپاره اوهم دنرلپاره، نوپه دغه وخت کی که یوانسان دیوې ښځې پرځای دوی، درې یاڅلورولری نوڅه بدوالی به ولری؟؟؟؟ بلکې رحمت دی، داځکه داانسان دغیرمشروع اړیکوڅخه ژغورل کیږی، ترڅودهلاکت وکندې ته ورداخل نشی. چې دایی بله ګټه ده دیوې څخه دزیاتوښځو.
یادونه: داچې په ګران هیوادافغانستان ددریولسیزوراهیسی جنګونه روان دی اودیوې نړیوالې سروې له مخی هره ورځ په ګران هیوادافغانستان کی له ۵۰ زیات اوکم نارینه دمرګ ښکارکیږی یاپه جنګونوکی یاپه ټکرونوکی اویاپه نوروکی… نوپه دې ۳۰ کلن جنګ کی په لکونوخویندې کونډې شوی دی اولالړۍ روانه ده، دااوس په رسنیوکی پردې بحث پیل شوی دی چی له یوې ښځې څخه زیاتې ښه نه دی داداسلام دمبین دین سره په ټکرکی ده، ایاداکونډې خویندې به بې سرپناه وی؟ داسرتورخویندې به به اوره اوبې کوره وی؟ یتیمان به بې پلاره وی؟ له دې کونډوخویندوڅخه به فقیرانې جوړیږی؟ اویتیمان به بې تعلیمه په کوڅوکی معتادان جوړیږی؟ نه هیڅکله نه!!!! الله جل جلاله ددې اندیښنودځواب په موخه ویلی دی چې داسی مشکل راشی نوتاسی یی دوې دوې کړی، درې درې یی کړی اوڅلور څلوریی کړی ترڅوټولنه مواصلاح شی اوله ټولنې ناخوالې ختمې شي. ددې مشکل دحل لپاره الله جل جلاله داروایښت ورکړیدی.
په اسلامي پاکه مینه

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب