ړوند فیمینزم

له څو ورځو راهیسې د کابل په مکرویانو کې د قرآن پوهنې اونیز درس ځینې برخې پر فیس بوک شریکوم. د درس په دریمه ورځ د حیا، حجاب او ستر موضوعاتو په اړه قرآني آیتونه شرح شول. په همدې ورځ مې پر فیس بوک ولیکل، چې “د سرک سر ځورونو حل لاره قرآن کې ده؛ قرآن وايي ښځې دې ځانونه پټ کړي (اسلامي حجاب دې وکړي)، ځوریږي به نه.”

دې خبرې ځینې ښاغلي او آغلي راپارولي وو؛ هوا (مستعار نوم) لیکلي، “خدای دې وکړي چې داسې عینکې راووځي چې سړي یې واغوندي (په سترګو کړي) او ښځې ورته ښکاره نه شي. په اسلامي نړۍ کې که ښځې پټ کالي هم واغوندي بیا هم ځورول کیږي خو په غرب کې که لوڅ هم واغوندي څوک ورته نه ګوري. ستونزه د ځینو سړو په سترګو کې ده نه د ښځو په کالو کې. په افغانستان کې خو جینکۍ او ښځې ټول پټ کالي اغوندي. “

هوا، د امریکا تابعیت لرونکې افغانه لیکواله او د ښځو فعاله ده، چې اوس مهال له کورنۍ سره د امریکا په واشنګټن ښار کې اوسیږي. هغه د درس د دې برخې په اړه، چې “ښځه دې په شریف چال په لاره ګرځي، د سړیو پام دې ځان ته نه اړوي” لیکي، “سړي هم باید خپلې سترګې ښکته واچوي او ښځو ته دې نه ګوري (او) هغوی ونه ځوروي.” نوموړې همدارنګه وړاندیز کوي، “راځئ ښځې پریږدو چې په خپلو مسایلو په خپله وغږیږي. “

په همدې اړه بهیر (مستعار نوم) لیکلي، “که دومره خبرې چې ښځو ته کیږي سړیو ته وشي ایله به ترې د سړي زامن جوړ شي او بیا به پردیو ښځو ته نه ګوري. “

لومړۍ دا، چې زما له خوا شریکې شوې خبرې د چا قول نه، بلکې د قرآن آیتونه دي، چې کیدای شي دا ښاغلي او آغلې ترې خبر نه وي. دوی د (ړندو) فیمنستانو په څیر د ښځې په اړه هره ښه او بده خبره، له تحلیل پرته، ردوي او د ښځو لپاره له هر ډول قیدونو ازادي غواړي. بله دا، چې له فیمینستانو د ړوند تقلید په پایله کې، هره مسئله کې د ښځې او نر تر منځ جګړه ویني او هڅه کوي، چې ښځه پکې بریالۍ ثابته کړي، که څه هم دا بریا د ټولنیزو او دیني ارزښتونو څخه د خلاصون په قیمت تمامه شي.

قرآن د ټولنې د سمون لپاره ښځو او نرو ته لارښوونې کوي، کله د ښځو مسایل جلا بیانوي، کله د نرو مسایل بیل راځي او کله دواړه یو ځای راغلي. دا له عقله لرې خبره ده، چې له قرآنه د ښځو اړونده آیتونه وباسو او یواځې ښځې یې په اړه بحث وکړي. په افغاني ټولنه کې، چې ښځو ته د لومړنیو زده کړو امکانات ندي برابر، ښځې څنګه کولای شي دین په خپله، د نرو (يا نورو ښځو) له مرستې پرته زده کړي؟!

د سرک سر ځورونو مسئله د یو اجتماعي ستونزې په توګه له سړیو او ښځو ځانګړی پام غواړي او قرآن دې دواړه ته اشاره کوي. له یوې خوا سړي ته وايي، چې پر لاره ځي سترګې ټیټې کړي او له بله پلوه ښځې ته امر کوي، چې پر لاره داسې قدمونه نه اخلي، چې د سړیو پام ځان ته واړوي.

اوس نو که څوک دا ستونزه یواځې نارینه یا ښځو پورې تړي، دا به ډیره سادګي وي. د نړۍ په کچه ګڼ شمیر تحقیقونو ښودلې، چې دا ستونزه د سړیو ذهنیت او د ښځو د چال چلن پورې تړلې ده.

دا، چې د سرک سر ځورونې یواځې په اسلامي ټولنو کې کیږي، یا د لیکونکي ناخبري ښيي او یا یې غرب ته له حده ډیره ژمنتیا. اوس له هیڅ چا پټه نده، چې په غرب او امریکا کې ښځې تر بل هر ځای ډیرې ځوریږي. افغاني او اسلامي ټولنه کې کیدای شي د ځورونو عام ډول بې ځایه کتل او ناوړه خبرې وي، خو په لویدیځ سیکولر هیوادونو کې د ځورونو ساده ډولونه داسې دي، چې په لیکلو یې شرم راځي.

په زړه پورې دا ده، چې په افغاني ټولنه کې د سرک سر زورونو په اړه ډیر بحث او جدال هغه میرمنې او ښاغلي کوي، چې له هیواده بهر اوسیږي. ډاروونکي، یې هغه قضاوتونه دي، چې همدا میرمنې یې د افغاني ټولنې ټولو سړیانو په اړه کوي. حبیبه (مستعار نوم)، بهر کې اوسیدونکې افغان میرمن، څه موده وړاندې پر ټویټر لیکلي و، چې له ۵۰ کلونو مشرې نیا ته یې د ننګرهار په ښار کې هلکانو اشارې کولې.

مدثر اسلامي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب