پاکوالی څه ته وایی؟

پاکوالی او ډولونه يې

پاکوالی په لغت کې له هر ډول خيرو او پليتيو څخه هغه که په سترګو ليدل کيږي لکه ډکې او تشې متيازې، وينه اوداسې نور او که نه ليدل کيږي لکه عيبونه ګناهونه ځان خلاصولو ته وايي .
او په اصطلاح کې د نجاست حقيقي چې ښکاره پليتي ده او نجاست حکمي چې غټه او وړه بې اودسي ده لرې کولو ته پاکوالی وايي .

پاکوالی په دوه ډوله ده

۱:ظاهري :

دغه ډول پاکوالی په اودس،غسل کولو سره راځي او دغه راز دجامو،بدن،کور او چاپېریا پاکوالی هم له اوبو سره رامنځته کیږي،اسلام دبدن،کالیو او دغه راز د چاپېریال  پاکوالي ته خورا ارزښت ورکړی .

ظاهري پاکوالی

اسلام ظاهري پاکوالي ته خورا ارزښت ورکړی او خپل پیروان تل د ځان، جامو او دغه راز  د خپل چاپېریال د پاک ساتلو لپاره هڅوي، په دنیا کې هیڅ یو داسې مذهب نشته چې هغه له اسلام  څخه زیات خپل پيروان ظاهري او باطني پاکوالي ته هڅولي وي، په دنیا کي هیڅ یو مذهب په پاکوالي باندې دومره ټینګار نه دی کړی، څومره ټنګار چې قرآن کریم کړی او  په خورا تفصیل سره یې د پاکوالي اړوند احکام بیان کړي دي،اسلام د طهارت او پاکوالي لپاره خپل اصول او احکام لري،محمد صلی الله علیه وسلم د خپلو تعلیماتو له مخي ددې حدود ټاکلي دي،کومو صحابوو چي به د پاکوالي اهتمام کاو د هغوی صفت الله په قرآن کریم کي بیان کړی .

الله وایي : فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَن يَتَطَهَّرُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ. توبه :۱۰۸

ژباړه :په هغه (ځای)کې داسې سړي شته چې غواړي پاک و اوسي او الله همدغه پاکي غوره کونکي خوښوي .

کله چې پاکوالی د الله د محبت ذریعه وګرزیده؛ نو څوک له دې لوی نعمت څخه مخ اړولی شي ؟

د کاليو پاکوالی

اسلام د کالیو په پاکوالي باندې ډېر ټینګار کړی،که د یو چا کالی پاک نه وي؛ نو هغه انسان د نورو خلکو د کرکې لامل ګرځي او دغه راز  د کالیو د چټلتیا له امله نورو مسلمانانو ته ازار  رسیږي؛ نو راځئ چې د پاکو کالیو په اغوستلو سره نور خلک له ازار څخه وژغورو،پخپله د اسلام ستر لارښود محمد صلی الله علیه وسلم پاک کالی خوښول او هغه څوک به یې نه خوښاو چا به چې د کالیو پاکوالي ته پاملرنه نه کوله .

په قرآن کریم کي الله وایي : وَثِيَابَكَ فَطَهِّرْ. مدثر۴
ژباړه : او خپلې جامې پاکي وساته .

په بل ځای کې الله وایي : يَا بَنِي آدَمَ قَدْ أَنزَلْنَا عَلَيْكُمْ لِبَاسًا يُوَارِي سَوْءَاتِكُمْ وَرِيشًا وَلِبَاسُ التَّقْوَىَ ذَلِكَ خَيْرٌ ذَلِكَ مِنْ آيَاتِ اللّهِ لَعَلَّهُمْ يَذَّكَّرُونَ . اعراف ۲۶
ژباړه : اې د آدم اولادې! تاسو ته مو جامې در نازلي کړې چې ستاسو شرم ځایونه پټوي او ښکلا هم ده او د تقوی جامه دا ډېره غوره ده دا د الله له نښانو څخه ده په کار ده چې خلک پند واخلي .

په یوه حدیث کې راځي : عن سَمُرَةَ بْنِ جُنْدَبٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ الْبَسُوا الْبَيَاضَ فَإِنَّهَا أَطْهَرُ وَأَطْيَبُ وَكَفِّنُوا فِيهَا مَوْتَاكُمْ .نسایي ،ترمذي،مرقاه شرح مشکوه ۸ ص ۲۱۲

له سمره رضی الله عنه څخه روایت دی چې محمد صلی الله علیه وسلم وایي : سپین کالي اغوندئ، ځکه چې دا ښایسته او پاک وي او له همدې څخه خپلو مړو ته کفن ورکوئ .

په یوه حدیث کې محمد صلی الله علیه وسلم خپل پیروان د پاکو کالیو اغوستلو ته داسې هڅوي :  عن عمرو بن شعيب عن أبيه عن جده قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم إن الله يحب أن يرى أثر نعمته على عبده .ترمذي،مرقاه شرح مشکاه ۸ ص ۲۲۳

د شعیب ځوی عمرو له خپل پلار څخه او هغه له خپل نیکي څخه روایت کوي چي محمد صلی الله علیه وسلم وایي : الله خوښوي چي د خپل نعمت اثر په خپل بنده باندي وویني .

په یوه حدیث کي محمد صلی الله علیه وسلم دیو چا  لیدلو ته ځي او هلته یو چا ته د کالیو په اړه داسي سپارښتنه کوي

عَنْ جَابِرٍ قَالَ أَتَانَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ زَائِرًا فِي مَنْزِلِنَا فَرَأَى رَجُلًا شَعِثًا قد تفرق شعره،فَقَالَ أَمَا كَانَ يَجِدُ هَذَا مَا يُسَكِّنُ بِهِ رَأْسَهُ وَرَأَى رَجُلًا عَلَيْهِ ثِيَابٌ وَسِخَةٌ فَقَالَ أَمَا كَانَ يَجِدُ هَذَا مَا يَغْسِلُ بِهِ ثِيَابَهُ .مسند احمد،مرقاه شرح مشکاه ۸ ص ۲۲۴

له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی چي رسول صلی الله علیه وسلم د لیدلو موخه زمونږ کور ته راغی،نو یو سړی یې ولید چي ویښتان یې انجړ(ګډوډ و) و نو ویې وویل : آیا دا په لاس کي داسې څه نه لري چي خپل ویښتان پرې سم کړي،او یو سړی یې ولید چي کالي یې چټل و،نو ویې ویل چي آیا دا سړی داسي څه نه لري چي خپل کالي پرې پاک کړي .

په یوه بل حدیث کي د محمد صلی الله علیه وسلم مجلس ته یو څوک راځي او هغه صلی الله علیه وسلم ورته د کالیو د پاکوالي په اړه داسي وايي :

عن أبي الأحوص عن أبيه أنه : أتى النبي صلى الله عليه و سلم في ثوب دون فقال له النبي صلى الله عليه و سلم ألك مال قال نعم من كل المال قال من أي المال قال قد آتاني الله من الإبل والغنم والخيل والرقيق قال فإذا آتاك الله مالا فلير عليك أثر نعمة الله وكرامته .سنن نسایي،مرقاه شرح مشکاه ۸ ص ۲۲۴

ابو الاحوص له خپل پلار څخه روایت کوي چي هغه محمد صلی الله علیه وسلم ته په داسي حالت کي راغی چي زړې جامې یې اغوستي وي،نو محمد صلی الله علیه وسلم راته وویل چې آیا ته شتمني لري؟ما ورته وویل چي هو!ده راته وویل کوم ډول شتمني لري؟ ما ورته وویل : هرډول شتمني لرم ،الله ماته اوښان،غواوي،ووزې،اسان او دغه راز مریان راکړي دي،محمد صلی الله علیه وسلم وویل :تاته چي الله ډېر مال درکړی،نو پکارده چي د الله د نعمت اثر په تا ولیدل شي .

ملا علي قاري وایي : د الله د نعمت اثر په تا ولیدل شي مانا دا چي :ښه کالي واغونده چي خلک وپوهیږي چي ته شتمن یې .

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍعَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ لَا يَدْخُلُ الْجَنَّةَ مَنْ كَانَ فِي قَلْبِهِ مِثْقَالُ ذَرَّةٍ مِنْ كِبْرٍ قَالَ رَجُلٌ إِنَّ الرَّجُلَ يُحِبُّ أَنْ يَكُونَ ثَوْبُهُ حَسَنًا وَنَعْلُهُ حَسَنَةً قَالَ إِنَّ اللَّهَ جَمِيلٌ يُحِبُّ الْجَمَالَ الْكِبْرُ بَطَرُ الْحَقِّ وَغَمْطُ النَّاسِ .مسلم ۱ ص ۳۰۶ ط : الطاف

عبد الله بن مسعود رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وایي :هغه کس  به جنت ته داخل نشي چې په زړه کي یې د زرې د یوې وړې برخې په اندازه کبر وي ،یوه کس وویل : بې شکه یو سړی دا خوښوي چې کالي او پیزار یې ښایسته وي،نو رسول صلی الله علیه وسلم وویل :بې شکه الله ښایسته دی او ښایست خوښوي،له حق څخه سرغړونه او خلک سپک ګڼل دا کبر دی .

۲ : باطني :

خپل زړه پاکول دغه ډول پاکوالی له اوبو سره نه راځي بلکې دغه ډول پاکوالی له زړه څخه د هغو بدو خویونو او ناروغیوپه لرې کولو سره راځي کومې ناروغۍ او بدخویونه چې د انسان مسلماني، اسلام او دغه راز آخرت ته  ګواښ پېښوي لکه په هغو کې لمړۍ درجه د کفر ده بیا شرک،کبر،حسد،نفاق،دروغ،په الله باور او توکل نه کول او دغه راز نورې ګڼي ناروغتیاوي او بد خویونه دي که انسان یې پروخت درملنه ونکړي؛ نو دغه انسان به په دنیا او آخرت کي له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان شي، له دې امله هر مسلمان باید له دغو ناروغیو او بدو خویونو څخه ځان، خپل اولاد او دغه راز خپله ټولنه وساتي .

پکار ده چې هر مسلمان د بدو خویونو په بدل کې ځان، اولاد او نوی کول د ښو خویونو په ګرانې او ارزښتناکې ګاڼه باندې سنبال کړي، لکه توحید، ایمان، رښتینولي، اخلاص، توکل، عاجزي، دغه ښه خویونه په انسان کې هغه وخت راتلای شي کله چې انسان ددې کلک تکل وکړي او ورسره ورسره  د الله په دربار کې له ګناهونو څخه د زړه له کومې په توبه ایستلو، په  زیاته اندازه باندې استغفار کولو، د الله یادولو او دغه راز د الله په مخلوقاتو کې له سوچ او فکر کولو سره د انسان په زړه کې پاکوالی راځي .

الله په قرآن کریم کي وایي : إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ التَّوَّابِينَ وَيُحِبُّ الْمُتَطَهِّرِينَ 22۲.سوره البقره.
ژباړه : بې شکه الله بیابیا توبه کونکي خوښوي او ځان پاک ساتونکي خوښوي .

په بل ځای کې وایي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا تُوبُوا إِلَى اللَّهِ تَوْبَةً نَّصُوحًا عَسَى رَبُّكُمْ أَن يُكَفِّرَ عَنكُمْ سَيِّئَاتِكُمْ ،۸ سوره التحریم
ژباړه : اې مؤمنانو! الله ته توبه وباسئ،سوچه توبه،ښایي چې رب مو بدۍ درنه ورژوي .

په حدیث کي راځي : عن ابی مالک الاشعری قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم الطهور شطر الإيمان .رواه مسلم ۲ ص ۳

له ابو مالک الاشعری څخه روایت دی چې محمد صلی الله علیه وسلم وایي : پاکي د ایمان برخه ده .

باطني پاکوالي په اړه د کتاب په سر کي یوڅه لیکل شوي دي، دلته د ظاهري پاکوالي په اړه یو څو ټکي د پام وړ دي .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب