د‌ انسان بريا پينځو خبرو کې

پنځه خبرې چې انسان بريا ته رسوي! دا پنځه داسې ارزښتناکه خبرې دي چې، که ورته پام وشي؛ نو ان شاءالله د انسان د بريا لپاره تضمين کوي.

①اوله خبر: -اعمل لدنياک بقدر ما تعيش فيها. ژباړه: -د دُنيا لپاره دومره کار وکړه څومره اندازه چې، ته په دُنيا کې ژوند کوې! د دُنيا ژوند ډېر لږ او بې باوره دی. که هر څومره اوږد هم شي، بيا هم ژر تېرېدونکی دی. مثال یې زمونږ تېر شوی عمر دی، کلونه ژوند مو تېر کړ؛ خو هیڅ پرې پوه نشوو، داسې تېر شو لکه د سترګو په رپ سره چې تېر شوی وي. حضرت نوح عليه السلام ته الله تعالی ډېر زيات اوږد عمر ور کړی وو، ۹۵۰ کاله يې دعوت وکړ، له دې پرته نور ژوند يې هم کړی دی. ځينې روايتونه داسې دي چې، دده ټول عمر ۱۶۰۰ شپاړس سوه کاله وو؛ خو د مرگ په وخت کې ملک الموت ترې پوښتنه وکړه: كيف وجدت الدنيا قال نوح: مثل دار لها بابان دخلت من هذا وخرجت من هذا (تفسير القرطبي ص: ۲۹۵ج: ۱۳) ژباړه: -دُنيا دې څنگه وموندله؟ نوح عليه السلام وفرمايل: د هغه سرای په څېر مې و موندله چې دوه دروازې لري، له يوې دروازې ور داخل شوم او له بلې راووتلم!! علامه قرطبي رحمه الله ليکي: بنى نوح بيتا من قصب فقيل له: لو بنيت غير هذا فقال: هذا كثير لمن يموت (تفسير القرطبي ص: ۲۹۵ج: ۱۳) نوح عليه السلام له کړکانو څخه کور جوړ کړی وو، چا ورته وويل: که دې بل (ښه) کور جوړ کړی وی، ښه به وی! نوح عليه السلام ورته وفرمايل: څوک چې مړ کېږي، د هغه چا لپاره دا زيات دی!!

②دوهمه خبر: -واعمل لآخرتک بقدر ماتعيش فيها. ژباړه: -د آخرت لپاره دې دومره کار وکړه څومره چې ته ژوند پکې کوې! د آخرت ژوند تلپاتې دی؛ نو د عقل تقاضاء دا ده چې د تلپاتې ژوند لپاره ډېرې هڅې کول ضروري دي.

③دريمه خبر: -واعمل لله بقدر حاجتک اليه. ژباړه: -د الله تعالی لپاره دومره کار وکړه، څومره چې ورته اړتيا لرې! الله تعالی ته د انسان اړتيا په هر څه کې ده، ځکه د الله پاک له ارادې پرته څوک هيڅ نه شي کولی. په هر څه کې انسان ورته محتاج دی. نو عقلمندي دا ده چې بايد د الله تعالی د رضاء لټون ته تر هر څه لومړيتوب ورکول شي.

④څلورمه خبر: -اسأل عن الذی لايحتاج الی احد. ژباړه: صرف له هغه چا څخه سوال کوه، چې چاته محتاج نه دی!! هغه الله تعالی دی، چې خزانې يې ډکې دي، په سوال او غوښتنې خوشحالېږي او په ورکړه یې خزانو کې کمښت نه راځي.

⑤پنځمه خبر: -واعمل للنار بقدر صبرک عليها. ژباړه: -د اور لپاره دومره کار وکړه، څومره چې پر اور صبر کولی شې!! يعنې څومره چې د عذاب طاقت لرې، په هغه اندازه گناوې وکړه! د اور طاقت هيڅوک نه لري. کله چې طاقت د اور نه لرو؛ نو بايد د الله پاک له نافرمانيو څخه ځان وساتو. ګرانو ورونو او خویندو! دغه پنځه ارزښتناکې خبرې که په پام کې ولرو، ان شاءالله دا به مو د بري لامل شي او له گناهونو څخه د ځان ساتنه به راته آسانه شي. الله پاک دې د عمل کولو توفيق راکړي. آمين…

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب