څنګه کولای شو چې الله هېر نکړو؟

مومنان پوهېږي چې الله (ج) هره شېبه دوی ويني او غږ يې اوري او هر هغه څه چې دوی ته ورپېښېږي هغه پيدا کړي دي. دوی بايد د ژوند په هره لحظه کې د هغه په اړه فکر کول هېر نکړي. دوی د دې کار د کولو لپاره خپله وروستی هڅه کوي چې الله (ج) د دوی په ذهن کې وي، تر څو پوه شي چې هغه هر څه او هره پېښه چې منځ ته راځي پيدا کړی ده. تر څو په دې غور وکړي چې په دې پېښو کې د هغه څه موخه ده، تر څو کوښښ وکړي او د خلقت په پټ مفهوم پوه شي، او نورو خلکو ته د دې ټولو په اړه ووايي.  الله (ج) موږ ته په قران کې فرمايي چې هغه د مومنانو تل په زړه وي:-
الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللَّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَى جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذَا بَاطِلا سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ (١٩١)

(با هوشه خلک) هغه دي چې الله(ج) په ولاړه، په ناسته او ملاسته يادوي، او د آسمانونو او ځمکې د پيدايښت په اړه فکر کوي.(وايي) زموږ ربه تا دا بې ځايه ندي پيدا کړي. پاکي ده تا لره نو موږ د دوزخ له اوره وژغوره. (العمران:۱۹۱)
په يوه حديث کې محمد رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د الله  ذکر په لاندې ډول تشرېح کوي:

الله (جل جلاله) فرمايلي:- کله چې زما بنده زما په اړه فکر کوي نو زه به د هغه په اړه (فکر وکړم). زه د هغه سره يم که هغه ما ياد کړي. که زه هغه د ځان لپاره وربللم نو هغه به زه د ځان لپاره راوبولم، که هغه په يوه ډله کې ماته غږ وکړ نو هغه به زه په خپل حضور کې د هغه نه په ښه ډله کې وشمېرم. که هغه ماته يوه خپړه رانږدې کېږي نو زه به هغه ته د يوه لاس په اندازه ورنژدې شم. که هغه ما ته يو لاس رانژدې کېږي، زه به هغه ته څو چنده ورنژدې شم. که هغه ما ته ورو ورو راځې نو زه به هغه ته په منډه منډه ورځم. (بخاری او مسلم)

ليکنه:- هارون يحيى
ژباړه:- عبدالله جهادوال

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب