ویټامین ‌بي B د سږو د سرطان د کموالی سبب کیدلای شي!؟

داروپا یو تحقیقاتی اداری دی ته اشاره کړیده چه په وینه کی دویټامین بی دزیاتوالی کولای شی دسږودسرطان دکموالی سبب شی حتی دهغوخلګولپاره هم کوم څوک چی تمباکو څکوی.

دهغوتحقیقاتو په نتیجه کی چه پر۴۰۰سوه نفروباندی ترسره شول، دا وښودله چه دویټآمین بی ۶ او دامینو اسیډ میتایونین(amino acid methionine)استعمال کولای شی تر۵۰٪ په سلوکی دسږودسرطان دناجوړی دکموالی سبب شی دارنګه ویټامین په وچو میوو، مایانو اوغوښو کی پیداکیدلای شی.
څیړونکی وایی چه دابه دوخت څخه مخکی وی چه ثابته کړای شی چه همدارنګه ویټآمین سل په سلو کی دسږودسرطان مخنیوی کوی.اوهمدارنګه څیړونکی زیاتوی چه په وینه کی زیات مقدار ویټامین دښه ژوند ضمانت کوی.
که څّه هم دسرطان دنړیوالی څیړنی اداری دفتروایی چه په دی برخی کی لانوری څیړنی هم روانی دی.
اوسرطان دناروغیو دڅیړنو نړیواله ټولنه وایی چه ددی معنی دا نده چه دډیرو ویټامین بی خوړونکی خلګ باید سګریټ وڅکوی.
اوڅیړونکی وایی چه داڅیړنی په هغوخلګوباندی ترسره شوی چا چی مخکی سګریټ څکول اواوس یی پریښی وو اودوهمه کټوګوری هغه خلګ وو چاچی هیڅ سګریټ نه وو څکولی.
خو بغیر ددی څخه چه داذکرشی چه څوک سګریټ څکوی اوکه نه خوداثابته ده چه په وینه کی دویټامین بی۶ زیاتوالی په سږوکی دسرطان دکموالی سبب کیدلای شی.
څیړونکی وایی چه ۸۹۹دسرطان دناروغانو څخه ۱۲۹ناروغانو په وینه کی ویټامین بی۶زیات وو نسبت ۴۰۸مریضانو ته چه دهغوی په وینه کی دویټامین بی۶مقدارکم وو.
دسرطان دنړیوالوڅیړنو ددفتررئیس وایی چه راتلونکی څیړنی په داوښی چه ترکومه حده پوری ویټامین بی۶ دسږی دسرطان دمخنیوی سبب کیدلای شی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب