بادام او د هغه روغتیایې ګټې!

څرنګه چي بادام يو خوندوره وچه مېوه ده او د ښه خوند تر څنګ ډيرې نورې روغتيايي ګټې هم لري، چې ځيني يې په لاندي ډول دي:

بادام د بدن اضافي وزن په کمولو او د زړه د حملې په کمولو کي له تاسو سره مرسته کوي، د ( Loma Linda Health Public of School ) د راپور له مخي په هفته کي پینځه واري خوړل يې ۵۰% ( پینځوس فيصده ) انسان د زړه له مختلفو ناروغيو څخه ژغوري.
دا وچه مېوه د مضرکليسټرول په له منځه وړلو، د وينې د فشار په کمولو او د شکر په کښته کولو کې مرسته کوي.
بادام فاسفورس لري، چې د غاښونو او د بدن دهډوکو په قوي کولو کې مرسته کوي، همدارنگه بادام د انسان حافظه پياوړې کوي او ددې تر څنګ عصبي سيسټم لپاره نورې زياتې ګټې هم لري .
که چېرې بادام په ورځنې ژوند کې د سپکو خوړو پرځای استعمال شي، نو دغه خواړه په بدن کي د ميتابوليزم فعاليت کنټرولوي او د زړه رګونه له مختلفو ناروغيو څخه ساتې.
د بادام د غوړو منظم استعمال کولاى شي، د پوستکي توري الغې، ټپونو او د ګونجو په له منځه وړلو کې، له تاسو سره مرسته وکړي، د بادام غوړي مو وېښتانو ته ښکلا او ټینګوالې ورکوي.
پر پورته ګټو سربېره بادام د پوستکي د ښکلا او صحت لپاره، د سرطان د ناروغۍ مخ نيوي، د بدن د اضافي وزن د کمولو او د قبضيت د له منځه وړلو لپاره ګټور دي، د پاملرنۍ وړ ده، که چیري دغه خواړه تر اندازې زيات وخوړل شي، د مختلفو ناروغيو لامل کېداى شي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب