ویټامین ای پېژنئ؟ Vit A

څیړنو ښودلې چې اي ویټامین Vit-A د ګڼ شمیر ناروغیو په وړاندې د بدن په ساتلو کې مرسته کوي .
د بدن ژونکې یا حجرې له زیان موندلو ژغوري او د پیاوړتیا سبب ېې ګرځي .
اي ویټامین د ډول ډول سرطانونو په وړاندې د بدن ساتنه کوي .
او همداراز د کلوسترول د خطر ناکې بڼې له امله د شریانونو له بندښت څخه مخنیوئ کوي او وینه لخته کیدا ته نه پریږدي .
اي ویټامین د ناروغیو په وړاندې د بدن مقاومت او دفاعي کچه زیاتوي .
په دیابیټ د اخته خلکو د زړه د ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره ګټور دي د ژونکو یا حجرو د زړښت پروسه هم سستوي او د ژونکو د ځوانو پاتې کیدو لامل ګرځي . د پوستي ناروغیو په درملنه کې ګټور دي او د جنسي قوت د زیاتیدا لامل ګرځي .

ویټامین اي په چهار مغز یا غوزانو ، بادام ، د ګل آفتاب پرست په مندکو یا خستو ، سویا ، د غنمو په پوټکي او په نویو شنه شویو غنمو او همدارنګه په کچالیو یا آلو ګانو کې شتون لري .
ویټامین اي ګولې یا ژیلې هم شتون لري چې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰۰ یونټو ویټامین اي لري .
ویټامین اي زهري نه دي خو تر ۱۲۰۰ یونټو زیات ېې د اسهال او استفراق سبب ګرځیدلئ شي .
که د ویني د لوړ فشار او یا د ویني رقیق کوونکي درمل خورئ نو د اي ویټامین په خوړلو کې احتیاط وکړئ .
له سپورت یا درانه فیزیکی فعالیت وروسته د ویټامین اي خوړل د حجرو یا ژونکو په زر تر زره ترمیم او رغونه کې رول لري او بدن ځواکمنوي .
ویټامین اي یو قوي انتي اوکسیدانت ګڼل کیږي او له دې سر بیره د پوست او ویښتو د وچوالي په له منځه وړلو کې هم مؤثر دي .
دي چې ROVIGON او EVIANE 200 400 600 IU بازاري بڼه ېې اي او اې ویټامینونه دواړه لري .

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب