دغو عادتونو پریښودلو سره مو پښتورګي وژغورئ

پښتورګي د انسان روغتیا لپاره ډیر اړین دی او په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري. پښتورګي له بدن څخه زهري مواد خارجوي، وینه فلټر کوي، منرالونه جذبوي او اسیدونه خنثی کوي.

د پښتورګو ناروغي تر څو کلونو پورې هم پټ پیدا کیدی شي ځکه که چیرې پښتورګي یوازې ۲۰٪ پاتې وي او نور له منځه تللی وي بیا هم خپل فعالیت ته ادامه ورکوي. له همدې امله د پښتورګو ناروغیو ته غلی ناروغي هم وايي.

په کافي اندازه اوبه نه څښل

پښتورګي د خپلو فعالیتونو ساتلو لپاره کافي اندازه اوبو ته اړتیا لري. په کافي اندازه اوبه نه څښل د دې لامل ګرځي چې زهرجن مواد په وینه کې ټول شي ځکه چې پښتورګي یوازې د اوبو په مرسته کولی شي زهرجن مواد له بدن څخه خارج کړي.

ادرار ځنډول

your ads

د زیات وخت لپاره ادرار ځنډول د ادرار فشار زیاتوي چې په پایله کې په پښتورګو کې د تیږې پیدا کیدو او یا هم په بشپړ ډول د پښتورګو کار پریښودلو لامل ګرځیدی شي.

د مالګې زیات استعمال

بدن خپل فعالیت ساتلو لپاره مالګه او سودیم ته اړتیا لري. خو ځینې خلک بیا له اندازې زیاته مالګه استعمالوي کوم چې په پښتورګو فشار اچوي او د وینې فشار اوچتوي. په ورځنی ډول باید له پنځو ګرامو څخه زیاته مالګه استعمال نشي.

د بورې زیات استعمال

هغه کسان چې په ورځنی ډول دوه یا له هغې څخه زیات بوره لروونکي مشروبات څښي د هغوي په ادرار کې پروټین د عامو خلکو پرتله زیاته وي. په ادرار کې پروټین د پښتورګو فعالیت زیانمنوي او د مختلفو ناروغیو لامل ګرځي.

د جاپان په پوهنتون کې یوې ترسره شوې څیړنې کې څرګنده شوې چې په ورځنی ډول دوه او یا له هغې څخه زیات بوره لروونکي مشروبات څښل د پښتورګو د ناروغیو خطر زیاتوي.

په ادرار کې د پروټین شتون د دې ښکارندوی دی چې پښتورګي زیانمنې شوي او خپل فعالیت په سمه توګه نشي ترسره کولی خو په دغه مرحله کې بیا هم پښتورګي د درملنې وړ وي .

په کافي اندازه خوب نه کول

د شپې لخوا په کافي اندازه او ارامه خوب نه یوازې دا چې د انسان روغتیا ته ډیر ګټور او اړین دی بلکه د پښتورګو لپاره هم ډیره ګټه لري. د پښتورګو حجرات د شپې له لوري بدلیږي چې له همدې امله په وخت نه ویده کیدل پښتورګي زیانمنوي.

د منرالونو او ویټامینونو کموالی

خپل خوړو کې د سبزیجاتو او میوو استعمال د بدن عمومي روغتیا او پښتورګو ته ډیره زیاته ګټه لري. کله چې بدن د منرالونو او ویټامینونو له کموالي سره مخ شي نو په پښتورګو کې د تیږې پیدا کیدل او د پښتورګو د کار پریښودلو خطر زیاتیږي. مګنیزیم او ویټامین بي ۶ د پښتورګو د ناروغیو څخه مخنیوي په برخه کې مهم رول لوبوي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب