ویټامینونه Vitamins او ډولونه یې

ویټامینونه Vitamins

د ویټامینونو له کشف څخه مخکې خطرناکي ناروغۍ موجودې وي. دلیل یې معلوم نه و؛ خو د غذا او چاپېریال تر خاصو شرایطو لاندې راښکاره کیدلې او آن د خلکو د مړینې لامل کیدلی. څه نا څه ۵۰۰ کاله پخوا به د اوږد واټن مسافرین د ورویو د وینې کېدو او د خولې د ټپونو په ناروغیو اخته کیدل. خو کله چېبه مېوه او سابه ورته ورسېدل، نو د وریو وینې کېدل به یې ودرېدل او د خولې ټپونه به یې ښه شول. څه موده وروسته دې نتیجې ته ورسیدل، که چېرې د سفر په وخت کې لیمو، مالټه، کېنو او رومي وخوړل شي، په دې ډول ناروغیو نه اخته کېږي. ډیر وروسته معلوم شول، دغه ناروغي د وېټامن C د کموالي له کبله منځته راځي چې د سکروي په نامه یادیږي. وروسته وروسته خلک د ويټامینو په اهمیت پوه شول.

د ویټامینونو ډولونه

ویټامینونه په دوو ګروپونو وېشل شوي دي،

په اوبو کې منحل ویټامینونه او په غوړو کې منحل ویټامینونه.

په اوبو کې منحل ويټامينونه 

دا ویټامینونه د ويټامين C او د ويټامين B د کورنۍ له یوولسو مختلفو ویټامینونو څخه عبارت دي. دا ویټامینونه د وینې په پلازما کې منحل دي او اضافه اندازه یې د پښتورګو له لارې اطراح کېږي. له همدې کبله دا ویټامینونه په بدن کې نه زیرمه کېږي. په اصل کې په اوبو کې منحل ویټامینونه له انزایمونو سره وصلیږي او د حجرې هغه داخلي تعاملونه زیاتوي چې انرژي زیرمه کوي او حجروي مواد جوړوي. ویټامینونه انرژي نه تولیدوي، خو موجودیت یې په بدن کې اړین دی. لاندې د دغه ويټامينونو د دندو، سرچینو او د کموالي په صورت کې بدن ته د زیان په اړه بحث کوو.

  1. ويټامين (Thiamin) B1

ويټامين B1 په موم پلي، دانې او سابو کې پیدا کېږي. دغه ويټامين د کاربوهایدریت په میتابولزم کې برخه اخلي او د زړه او اعصابو د دندو په سرته رسولو کې مرسته کوي. په بدن کې یې کموالی د بري بري ناروغۍ لامل کېږي، په دې حالت کې ناروغ په عصبي ناراحتیو اخته کېږي او د زړه د سکتې خطر پیدا کېږي.

  1. ويټامين B2(Riboflavin)

ويټامين B2 په لبنیاتو، غوښه، هګۍ او سابو کې پیدا کېږي. د میتابولزم په تعاملونو کې برخه اخلي او ترڅنګ یې د پوستکي صحت او د انساجو په ترمیم کې مرسته کوي. په بدن کې یې کموالی د پوستکي د ناروغیو سبب ګرځي.

  1. ويټامين B3(Niacin)

ويټامين B3 په غوزانو، غوښه، کچالو، او باټینګر کې پیدا کېږي. مهمې دندې یې د پوستکي سالم ساتل او د کاربو هایدریت میتابولزم دی. په بدن کې کموالی د پیلا ګرا د ناروغۍ سبب کېږي. که په بدن کې له ټاکلې اندازې زیات شي نو ځیګر ته زیان رسوي او د پښو او لاسونو د پرسوب سبب ګرځي.

  1. ويټامين B6(Pyridoxine)

ويټامين B6  په غوښه، کېله او سابو کې پیدا کېږي. د امینو اسیدونو په میتابولیزمي تعاملونو کې مرسته کوي. کموالی یې په بدن کې عضلاتي او عصبي ناراحتي رامنځته کوي. په بدن کې یې زیاتوالی د پښو بې حسي له لاسونو نه همغږي او د مغزي اعمالو غیر طبیعي کیدل رامنځته کوي.

  1. ويټامين B12(synacobalamin)

ويټامين B12 په غوښه، شېدو او لبنیاتو کې پیدا کېږي. دغه ويټامين د وینې د سرو حجرو په جوړولو کې مرسته کوي. په بدن کې یې کموالی د وینې د کموالي او عصبي ناراحتۍ سبب ګرځي.

  1. ويټامين C(Ascorbic Acid)

ويټامين C  د ستروس د کورنۍ میوې، ګلپي، باټنیګر او کچالو کې پیدا کېږي. مهمې دندې یې د اوریو ساتنه او د بدن د مقاومت زیاتول دي. په بدن کې یې کموالی د سکروي ناروغۍ سبب ګرځي او زیاتوالی يې د معدې او کولمو د نارغۍ او د بدن د معافیت د سیستم کمزوري کیدو لامل کېږي.

په غوړو کې منحل ويټامينونه:

هغه ویټامینونه چې په غوړو کې منحل دي، له A, E, D, K څخه عبارت دي. دا ویټامینونه په بدن کې مختلفې دندې سرته رسوي، چې لاندې یې په اړه بحث کوو:

  1. ويټامين A

ويټامين A په شيدو، لبنیاتو، ځیګر، هګۍ، ګازرو او باټینګر کې پیدا کېږي. د سترګو د حجرو په جوړښت کې برخه اخلي، په لیدلو کې مهم رول لري او د پوستګي په سلامتیا کې مرسته کوي. په بدن کې کموالی د شپکورۍ، د پوستکي وچېدل، د بدن د مقاومت د کموالي سبب ګرځي. که په بدن کې اندازه له ټاکلي حده زیاته شي پښتورګو، ځیګر او هډوکو ته زیان رسوي او کانګو، سرخوږي او د لید د خرابوالي سبب ګرځي.

  1. ويټامين D

ويټامين D په شیدو، د هګۍ په ژیړو او د کب په غوړو کي پیدا کېږي.ويټامين D ته د لمر د رڼا ويټامين هم وايي که چیرې د لمر رڼا زموږ په بدن ولګیږي، زموږ بدن دا ويټامين جوړولی شي. دروغو، سالمو، کلکو غاښونو او هډوکو د درلودلو لپاره ويټامين D اړین دی. په شحم کې منحل ویټامینونه په اوبو کې د منحل ويټامينیونو پر خلاف په بدن کې زیرمه کېږي. که چېرې د دې ويټامينونو اندازه په بدن کې زیاته شي، د بدن لپاره زیانمن دي، مثلا د ويټامين D زیاتوالی د ویښتانو توییدل، زړه بدوالي، د بندونو او هډونکو خوږ او آن د نس ناستي لامل کېږي

  1. ويټامين E

دغه ويټامين په نباتي غوړو، وچې میوې لکه بادام، پسته، غوزان او داسي نورو کې پیدا کېږي. د حجرو د غشا ساتنه کوي، ځیني نورې دندې تراوسه نه دي معلومې شوي. کموالی یې ښايي د وینې د سرطان او د شندوالی لامل شي.

  1. ويټامين K

ويټامين K په سابو، چای او غوښه کې پیدا کېږي. د وینې د پړن کیدو په وخت ک ېد پروتین په جوړونه کې عمده رول لري. که چیري په بدن کې کم شي نو ټپ په چټکۍ سره نه بندیږي او د زیاتې وینې د بهیدو لامل ګرځي. زیاته اندازه یې ځیګر ته زیان رسوي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب