ولې ټوله شپه خوب نه درځي؟

که چېرته د شپې خوب نه درځي نو په دې بايد پوه شئ چې تاسو يوازينی کس نه یاست چې په دې ستونزه اخته شوی ياست. که چېرته د شپې خوب نه درځي نو په دې بايد پوه شئ، چې تاسو یوازينی څوک نه ياست،

چې په دې ستونزه کې اخته شوي ياست، د يوې نوې څېړنې له مخې داسې معلومه شوې چې د نړۍ يوه لويه برخه د دې ستونزې ښکار شوي دي او ورځ تر بلې په دې برخه کې اضافه والی راځي.
د انګلستان په يو طبی پوهنتون کې يوې نوې څېړنې داسې ثابته کړې، چې د بې خوبۍ ستونزه يوازې د پرمختللو هېوادنو ستونزه نه ده بلکې مخ پر پرمختګ هېوادونو کې هم ورځ تر بلې په ډېرې تېزۍ سره خپرېږي.
د ياد پوهنتون یو استاد ډاکټر سويريو اسټرينجس د دې څېړنې د راپور ليکونکی دی، هغه وايي له دې څېړنې يې موخه د اسيا او افريقا د اتو هېوادونو په هغه خلکو چې د بې خوبۍ په ستونزه اخته و یو شمېر کسانو څېړنې ترسره کړي، چې پایلي داسې ويلي دي.
دغه څېړنه د ګانا، تنزانيه، جنوبي افريقه، هندوستان، بنګله ديش، ويتنام، اندونيشيا او کينيا په ښاري سيمو کې ترسره شوې ده، ډاکټر اسټرينجس وايي چې په ټولو اتو هېوادونو کې ډېرو خلکو د بې خوبۍ ستونزه ډېره وه.
د څېړنې له پايلو پوهان داسې اندازه لګوي، چې په پرمختللو هېوادونو کې د بې خوبۍ په ستونزې اخته کسانو شمېر تر ۱۵ کروړه دی.
ډاکټر اسټرينجس وايي، په دې اړه پاخه او کره شواهد لري، چې بې خوبي د لوږې د له منځه وړلو او دماغي ناروغيو سبب کېږي، نوموړی همدارنګه وايي چې د دې ترڅنګ د بدن نور فعاليتونه هم تر اغېز لاندې راولي.
هغه وايي بي خوبي د انسان د بدن دفاعي قوه کمزورې کوي چې په له امله يې د مختلفو خطرناکو ناروغيو د پيدا کېدو لپاره لار اوره ولی شي.
ډاکټر اسټرينجس همدارنګه وايي چې ډېر خوب هم د بدن لپاره ښه نه دی او د مختلفو ناروغيو د پيدا کېدو سبب کېدی شي.
دا مهال په پرمختللو هېوادونو کې د بې خوبۍ په ستونزې اخته کسانو شمېر له ۱۵ کروړو اوړي.
ډاکټر وايي چې د سيګريټو څکول، غېر متوازن خوراک، نور داسې عادتونه چې روغتيا ته ښه نه وي د بې خوبۍ ستونزه زېږولی شي، نوموړی همدارنګه په غربي هېوادونو کې ۲۴ ساعته ژوند هم د بې خوبۍ د ستونزې د پيدا کېدو ستر لامل بولي او وايي چې د انټرنيټ غېر معمولي استعمالول هم د بې خوبۍ د ناروغۍ په رامنځته کولو کې ستره ونډه لري.
له اوږدو څېړنو وروسته داسې پايلې هم ترلاسه شوي دی چې اوږد مهاله ذهني فشار، وېره او نور روحي فشارونه هم په پرمختللو هېوادونو کې د بې خوبۍ ستونزې زېږولی شي، او داسې هم ويل شوي چې په دې هېوادونو کې د نارينه وو په پرتله مېرمنې ډېرې په دې ناروغۍ اخته دي.
د څېړنې له مخې په بنګله دېش، سهيلي افريقا او ويتنام کې ډېر زيات خلک د بې خوبۍ په ستونزه اخته وو، چې د ډاکټر اسټرينجس په وینا په دغو مملکتونو کې د بې خوبۍ ستونزه په عامه روغتيا روغتونونو کې يوه عامه مساله ګرځېدلې ده.
خو د دې برعکس په څېړنه کې داسې هم راغلي چې په هندوستان او اندونيشيا کې د بې خوبۍ په ستونزو اخته کسانو شمېر په هېجاني شکل کم و.
ډاکټر اسټرينجس خبرداری ورکوي چې په پرمختللو هېوادونو کې د بې خوبۍ د ستونزې ډېروالی به په دغه هېوادونو کې د ډېرو نورو ناروغيو پیدا کېدو ته هم لاره اواره کړي.
نوموړی وايي چې د بې خوبۍ د ستونزې له لرې کولو لپاره کومه اسانه لاره نه شته، او که وي هم نو دغه موضوع اوږدې مودې ته اړتيا لري، او که څوک غواړي، چې د دې ستونزې لپاره کوم لاره تجويز کړي، نو بايد په اوږده موده کې د هغه د ژوند کولو طريقه، او نورې روغتیايي اغېزې په پام کې ونيسي

داكتره مريم زينب

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب