د لمانځه وختونه – د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

پوښتنه: پلار جانه! ايا امکان لري چې راته د پنځه ګونو لمونځونو وختونه راوښيې او راته ووايې چې په کومو وختونو کې لمونځ مکروه دی؟

ځواب: ګرانه زويه! د سهار د لمانځه وخت د صادق سهار له سپرغې (سپېده دم) څخه تر سباوونه (طلوع) پورې دی.

د ماسپښين لمونځ د هغه وخت څخه چې لمر د اسمان له نيمايي اووښتی او لويدیز (مغرب) خوا ته نژدې شي، پیل کېږي او تر هغه وخت دی چې د یو شي سېره، دوه برابره شي.

د مازديګر لمونځ د ماسپښین لمونځ د ختمېدو څخه د لمر تر لوېدو (غروب) پورې دی.

د ماښام لمونځ دلمر له لوېدو (غروب) څخه د شفق تر لوېدو (غروب) پورې او د ماسختن لمونځ د شفق له لوېدو (غروب) څخه د صادق سهار تر سباوونه (طلوع) پورې دی.

خو په دريو لاندېنيو وختونو کې لمونځ کول که سنت وي او که فرض او که د تلاوت سجده هم وي، تحريمي مکروه دي:

۱ـ کله چې لمر راپورته کېږي تر هغه وخته چې زیړی يې بشپړ شوی نه وي او د لمر رڼا تر هغه چې بشپړه نه وي څرګنده شوې.

۲ـ د غرمې له ۱۲ بجو څخه تر هغه وخته چې لمر د ناستې (مغرب) خوا ته نه وي مايل شوی (زوال).

۳ـ په هغه وخت کې چې لمر ورو ورو سور رنګ اخلي او مخ په ناستې (غروب) وي.

يادونه: د سهار په لمانځه کې لومړی دوه سنته او بیا دوه فرضه ویل کېږي، د ماسپښین په لمانځه کې لومړی څلور رکعته فرض او په پای کې دوه رکعته سنت ويل کېږي، د مازديګر لمونځ څلور رکعته فرض دی، د ماښام په لمانځه کې لومړی درې رکعته فرض او بیا دوه رکعته سنت ترسره کېږي د ماسختن په لمانځه کې لومړی څلور رکعته فرض، بیا دوه رکعته سنت او په پای کې درې رکعته وتر واجب لمونځ ترسره کېږي.

کتاب: د ماشومانو لپاره اسلامي لارښود

ليکوال: سيد عبد الله ولی زی

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب