ولې مسلمانان څو ښځې په نکاح کوي؟

دتعددازواج په اړه اسلام یواځینی دین دی اوقران یواځینی دینی اومذهبی کتاب دی دځمکی پرمخ چی وایی یوازی له یوی ښځی سره واده وکړی. خدای پاک په سپیڅلی قران پاک کی فرمایی (په نکاح سره واخلی تاسی (نوری) هغه ښځی چه خوښی(حلالی) وی تاسوته له ښځودوه او دری اویاڅلور،نوبیاکه وویریږی تاسی چی عدل (انصاف او برابری) به ونه کړی شی (دښځوپه منځ کی په نفقه،نوبت اونوروکی ) نویوه (اصیله کوی).

ژباړه : عبدالجمیل ملاخیل

دډاکټر ‌ذاکرنایک له لکچرڅخه

یواځینی دینی اومذهبی کتاب چی وایی که تاسو وویریدی چی عدالت به ونشی کړی په منځ دښځوکی نوله یوی سره واده وکړی هغه قران دی. که چیری مونږ وګورو تورات ،انجیل ،بګوت ګیتا ،ویدا اودهندویزیم نور کتابونه اجازه ورکوی هرڅومره ښځی چی دچاخوښه وی په نکاح یی اخستلی شی .يواځی پدی وروستیوکی دعیسویانودکلیساله خوادښځوپه تعددباندی چی یوسړی یی په نکاح اخستلی شی بندیزولږیده. دشری رام پلارچی دهندویزم له لیدرانوڅخه دی دری ښځی یی لرلی. شری کریشن د شپاړلس زره یوسلواته (۱۶۱۰۸) ښځولرونکی ؤ. په انجیل کی راغلی دی چی ابراهیم علیه السلام دری ښځی لرلی. سلیمان ع داوه سوه ښځولرونکی وه .


اوس راځی چی دتعددازواج ترشادلایل وڅیړوچی ولی اسلام اجازه ورکړی چی یوکس کولی شی څلورښځی په نکاح واخلی.
۱-که چیری مونږله هرداکترڅخه پوښتنه وکړودنارینه اوښځینه ماشومانوشمیره چی نوی زیږیږی مساوی دی مګرښځینه جنس له نارینه جنس نه قوی دی پدی معنی چی ښځینه ماشومان دامراضو،مکروبونو،بکترویاواووایرسونوپه مقابل کی ښه مقاومت کوی بنا‌ءنارینه اطفال دښځینه اطفالوپه پرتله ډیرمړه کیږی.نوځکه دښځوشمیره په نړی کی دنارینؤپه پرتله زیاته ده.

your ads

۲- ښځی دنارینوو په پرتله اوږدعمرلری یعنی دښځود‌ژوندموده دنارینؤپه پرتله زیاته ده نوځکه دښځوتعدادپه نړی کی دنارینؤپه پرتله زیات دی.
۳-دموټرودټکر،جنګ،په نشی توکوداعتیاداوروږدی کیدو،الکهولواونوروحادثاتوپه نتیجه کی ډیرنارینه مری نسبت ښځوته نوځکه دښځوتعداددنارینؤپه پرتله زیات دی.

۴-يوازی ددریمی نړی په ځینوهیوادونوکی دمثال په توګه په هندکی دنارینؤتعدادنسبت ښځوته زیات دی چی علت یی دمورپه رحم کی دښځینه جنین و‌ژل دی اوهغه ځکه چی په هندکی ولوردنجلی له خواورکول کیږی.نوکه چیری دسقط جنین دغی پروسی ته دپای ټکی کیښودل شی حتی په هندکی به هم دښځوتعداددنارینؤپه پرتله لوړشی.

۵-احصایوښودلی ده چی یواځی دامریکی په متحده ایالاتوکی( ۷/۸) میلیونه ،په انګلستان کی (۴)میلیونه،په جرمنی کی(۵) میلیونه،اوپه روسیه کی (۹)میلیونه زیاتی ښځي نسبت نارینؤته ژوند کوی.اوخدای پوهیږی چی په ټوله نړی کی به دښځوشمیره د نارینؤپه پرتله څومره زیاته وی.همدارنګه یواځی په امریکی کی( ۲۵) میلیونه همجنس بازان یاهغه نارینه چی په خپلومنځوکی سره جنسی اړیکی نیسی اونه غواړی له ښځوسره ودونه وکړی موجوددی.

۶-دامریکی داحسایی دیپارتمنت همدارنګه ښودلی ده چی په امریکی کی هرشخص مخکی له دی چی خپل عادی ژوندجوړکړی اوله یوی ښځی سره واده وکړی په اوسط ‌‌ډول اته ښځي چی ورسره جنسی اړیکی نیسی لری نو ولی مونږ مسلمانان په طبیعی اوسوچه واده سره څلورښځی ونه لرو.
۶-په غربی نړی اودیموکراسی کی دنارینه واده له نارینه سره اودښځی واده له بلی ښځی سره قانونی بڼه غوری کړی خوچی کله د طبیعی او سوچه واده خبره دنراوښځی تر منځ ته راځی نوبیا مشکل ده ولی؟.
۷-همدارنګه احصایوښودلی ده چی په غربی نړی کی( ۵۰٪) ودونه په طلاق سره پای ته رسیږی نوسوال دادی چی که چیری یواځی اویواځی له یوی ښځی سره واده کول د مشکل حل وی نوبیاولی دطلاق سلنه په غربی نړی کی دومره لوړه ده.

په پای کی غواړم یادونه وکړم چی تعددازاوج کوم چی اسلام ورته اجازه ورکړی اواعظمی حدیی ورته څلور ټاکلی یواځی اويواځی ددی لپاره ترڅودښځودعفت ساتنه وکړی اوښځی په عامه شتمنی بدلی نه شی.که چیری موږدغربی نړی دبشردحقوقوله ټیکه دارانوسره پدی موافق شو چی یونارینه یواځی اويواځی له یوی ښځی سره واده کولی شی اوبس، ښځی بی له دی چی په عامه شتمنی بدلی شی بل څه لاس ته نه راځی.دمثال په توګه، که چیری یونارینه یواځی او یواځی له یوی ښځی سره واده وکړی نویواځی په امریکی کی به( ۷/۸) میلیونه ښخی پرته له دی چی د ژوند شریک پیداکړی پاتی وی.نوځکه هره باحیاښځه به داغوره وګڼی چی له هغه چاسره واده وکړی چی مخکی یی بل واده کړی وی نه داچی په عامه شتمنی بدله شی.

ژباړه : عبدالجمیل ملاخیل

دډاکټر ‌ذاکرنایک له لکچرڅخه

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب