آيا د نظرلګېدل شته دی؟

دنظر په باره کښې معلومات راکړﺉ یعنی د چا نظر لګیږي او د مخنیوي لپاره یې کومه دعا صحیح ده.

په درنښت
وفا وږمه

ځواب:

د نظر په اړه اسلامي شريعت وايي چې نظر حق دى، رسول الله صلى الله عليه وسلم په دې اړه فرمايي “العين حق” يعنې نظر حق دى.

عَنْ أَنَسٍ قَالَ رَخَّصَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه وسلم فِى الرُّقْيَةِ مِنَ الْعَيْنِ وَالْحُمَةِ وَالنَّمْلَةِ.رواه مسلم.
له انس رضی الله عنه روایت دی، وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه کړې ده چې نظر، لړم چیچلی او پر چاچې دانې راوخیژي، دم کړای شي.

خو دم او دعاء به په قرآني آیاتونو او مسنونو دعاګانو وي، نه داچې له ځانه به یوه لاره جوړوي.

او دا په تجربه هم ثابته ده چې نظر تاثير هم لري او د دې د مخينوي لپاره دوې لارې دي، لومړي لاره د هغه چا لپاره ده چې نظر يې تاثير کوي او هر مسلمان چې يو ښکلى شى وويني بايد ووايي “ماشاء الله” يعنې دا هغه څه دي چې د الله تعالى په اراده شوي دي.

او دويمه لاره يې د هغه چا لپاره ده چې په هغه نظر تاثير کړى وي، د ماشومانو ددمولو لپاره رسول الله صلى الله عليه وسلم دا دعاء ويله: اعوذ بکلمات الله التامات من شر کل شيطان و هامة و عين لامة” او همدارنګه نور دعاءګاني هم شته، بله دعاء چې په عامه توګه د هر چا لپاره د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه رانقل شوى دى دا ده “اللهم اذهب حرها و بردها و وصبها” د قرآنکريم دا آيت هم د نظر ددمولو لپاره رانقل شوى دى “و ان يکاد الذين کفروا ليزلقونک بابصارهم لما سمعوا الذکر و يقولون انه لمجنون”الايه. همدا راز په یو حدیث کې راځي:  عن أبى سعيد أن جبريل أتى النبى -صلى الله عليه وسلم- فقال يا محمد اشتكيت فقال « نعم ». قال باسم الله أرقيك من كل شىء يؤذيك من شر كل نفس أو عين حاسد الله يشفيك باسم الله أرقيك. أخرجه الامام مسلم في صحيحه

له ابو سعید رضي الله عنه نه روایت دی چې جبریل علیه السلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او پوښتنه يې ترینه وکړه: ای محمده ناروغه یې؟ رسول الله وویل: هو. جبریل ورته وویل: باسم الله أرقيك من كل شىء يؤذيك من شر كل نفس أو عين حاسد الله يشفيك باسم الله أرقيك.

خو يوه خبره ياد ساتل پکار دي چې مسلمان بايد په دې هکله زيات تشويش هم ونکړي او له هر چا څخه يو قسم ويره ولري چې نظر مې نکړي او يا مې اولادونه او مال نظر کړي، بلکه په الله تعالى توکل وکړي او دا يقين ولري چې هر څه کېږي د الله تعالى له لوري کېږي، ځکه چې په دې سره د مسلمانانو په منځ کې مينه او محبت باقې پاتې کېږي او تر منځ يې تنفر ختميږي.

او كومه طريقه چې تاسې یاده کړې ده دا صحیح نه ده

والله اعلم

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب