فاطمه المجریطیه| د اندلس ریاضي پوهه میرمن

فاطمه المجریطیه د مشهور ریاضي بوهه أبو القاسم مسلمة بن أحمد المجريطى لور وه، مسلمه د ریاضي، فلکیاتو او کیمیا ټول منلی عالم په مجریط (د اوسنۍ هسپانیه مډریډ) کې زیږیدلی و، قرطبه کې یې زده کړي کړې وې او د اندلس د ریاضي پوهانو امام او سرخیل بلل کیږي، د ( الحکم المستنصر) خلیفه په زمانه کې دی د اندلس تر ټولو ستر ریاضي پوهه بلل کیږي. بلکي هغه وخت کې د نړۍ وتلی ریاضي پوهه و، داراز فلکیاتو کې هم هغه خورا لوی کارونه کړي دي، فلکیاتو کې یې د بطلیموس کتابونه عربي ته وژباړل، د المجسطي ژباړه یې ترتیب کړه او الخوارزمي جدولونه یې په نوې بڼه برابر کړل او د مساحت او مثلثاتو برخه کې یې نوښتونه رامنځته کړل.

فاطمه د همدې ریاضي پوه مسلمه لور ده، دې د لسمي میلادي پېړۍ پای او یولسمي پیل کې اندلس کې ژوند کړی دی، او هغه مهال ریاضي او فلکیاتو کې د نړۍ په سطحه منل شوې عالمه وه، چې په اړوند برخه کې یې خورا ستر کارونه ترسره کړي دي، المجریطیه ځکه ورته وايي چې دا د هسپانیه مجریط ( اوسنی مډریډ) کې ژېږيدلې ده.

فاطمه د خپل پلار شاګرده وه، هغه سره یې د هغه په مختلفو څېړنو او تجربه کې برخه لرله، د ریاضياتو او فلکیاتو علوم یې له خپله پلاره زده کړي و، د اندلس د حکومت پلازمینه “قرطبه” کې یې ژوند کاوه، هغه خپل وخت کې د فلکیاتو او ریاضي مشهوره عالمه وه او په دې علومو کې یې لیکني او کتابونه تصنیف کړي دي، په دې لړ کې یې د “تصحيحات فاطمة” په نوم کتاب ډېر مشهور دی، دا راز د اسطرلاب په اړه یې هم یوه رساله لیکلې ده، د هسپانیه د ( اسکوریال) په نوم کتابتون کې یې اوس هم دا کتاب شته.

هغې خپل پلار سره د الخوارزمي د فلکي جدولونو په څېړنه او تصحیح کې هم مرسته کړې ده، هغه مهال فاطمي او پلار یې د الخوارزمي فلکي جدولونه داسې برابر کړي وو چې د قرطبه ښار د زوال له کرښي سره په مناسبت همدا ښار د نړۍ د توقیت مرکز ګرځولی و، لکه څنګه چې موجوده زمانه کې ګرینویچ د نړیوال وخت پېژندلو مرکز ګرځيدلی دی. د اندلس د تاریخ یو ماهر مانویلا مارین د فاطمه المجرطیه په اړه وايي: هغه د اندلس میرمنو کې تر ټولو زیاته پوهه میرمن وه، هغه چې د انساني تاریخ جوړولو کې یې پوره ونډه لرلې ده.

د سوریه د فلکیاتو د ټولني مجلة (هواة الفلك) 100 ګڼه /تاند

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب