په کور کې د پاتې کېدنې اړوند سپارښتنې

  • په کور پاتې كېدو لپاره باید داسې خونه پخلنځی، تشناب، حمام، کړکۍ او نورې اسانتياوې وي چې د اوسېدو پر مهال په مناسبه کچه خوراک، څښاک، عبادت، دعا، مطالعه، مالوماتو ته لاسرسی، بوختيا، ورزش، خوب او د تازه هوا جریان ډاډمن او د گڼی گوڼي مخه ونيول شي.
  • دکورنۍ غړي باید په کور کې يو له بله په ځانگړي ډول له گواښ لاندې خلکو څخه جلا وي که دا شونتيا نه وي لږ تر لږه يو متر واټن باید موجود وي او له اړتيا پرته لیدو کتو اوله يوځای کښيناستو ډډه وشي.
  • په کورکې د ناروغ او پاخه عمر لرونكي شخص او د کورنۍ د نورو غړو ترمنځ‌په ځانګړې ډول د خوراک، څښاک، خبرواترو، ښوونې او روزنې او لیدو کتو پر مهال د اړتیا پرته نږدې اړیکې صفر ته راښکته شي.
  • په کورکې ورځني کاريدو توكي لکه کالي، مسواک، ځان، مخ او لاس وچې، بستره، پايزار او نور باید سره بېل او پاک وي.
  • دکورنۍ روغ اشخاص بايد د شکمن يا اړمن شخص د څارنې، مرستې او چوپړ لپاره وگومارل شي.
  • ناروغ، شکمن یا اړمن کس ته چوپړ، مرستو، سلا او نورو لارښوونو پر مهال ماسک او د ککړتيا ضد درمل وكارول شي،
  • د ناروغ، شکمن او اړمن شخص خونې ته دورتلو پر مهال د خپلو لاسونو خیال وساتو، د خوړو چمتو کولو او وركولو وړاندې او وروسته خپل لاسونه پر صابون او اوبو پريولو.
  • که قرنطین شخص کې تر ۱۴ ورځو تېرېدو وروسته د ناروغۍ نښي نښانې راښکاره نه شوې، کولای شي گرځبنديز مات، او د نښو نښانو د راښکاره کیدو پر مهال باید روغتون يا اړوند مرکز ته ولاړ یا ولېږدول شي.
  • د ناروغ د افرازاتو، کاغذي دسمال، فضله جاتو د غورځولو پر مهال باید يو ځل کاریدونکو دستکشو څخه گټه پورته کړو.
  • د الكولو، کلورينـو او یا نورو کيمياوي مـوادو سره د استوگځي منځ، پیزار او کارېدونکي توکي ومینځو.
  • په خونو کې د هوا د سړولو وسایلو کارول د ویروس د خورولو لامل نه کيږي خو دخونو کړکیو پرانیستل گټور دي چې هوا جریان پېدا کړي. د هوا د پاكولو وسایلو فلترونه خامخا بدل شي.
  • د کور دننه د بېخایه بیروبار، ناهيليو، بېځایه آوازو خپرولو، تاوتريخوالي، گوتڅنډنو، لفظي شخړو ځځه د ځان ژغورنې په مټ خپله آرامتيا او خوښ ژوند ډاډمن کړو.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب