په روژه کې دې د ځان لپاره هدف ټاکلی دی؟

د ارزښتناک ژوند د لرلو لپاره په ژوند کې د هدف ټاکل او هغې ته د رسیدو لپاره هڅې کول اړین دي. هغه انسان خپل عمر د باد په خوله ورکوي چې پخپل ژوند کې د ځان لپاره موخې ونلري او د هغوی د لاسته راوړو په موخه زیار و نه باسي. دا خبره د ټولو انسانانو په اړه ریښتنې ده که هغه مسلمان وي یا کافر. مګر د مسلمان لپاره دا ډیره ارزښتناکه موضوع ده چې د خپل ژوند تر ټولو مهم هدف یې د الله(ج) د رضا حاصلول او د جنت لاسته راوړل وي.

ځکه نو ریښتنی مسلمان باید پخپل ژوند کې د ځان لپاره هدف ولري. البته د ژوند په دواړو مرحلو کې، د پوره ژوند هدف او د هرې هغه دقیقې لپاره هدف کوم چې دی یې د ځمکې پر سر تیروي.
هیڅوک لدې انکار نشي کولای چې انسان د یوه ټاکل شوي هدف لپاره پیدا شوی، د هغه هدف لپاره کوم چې الله پاک یې پدې توګه بیانوي. (ما ندي پیدا کړي جنیات او انسانان مګر دا چې زما عبادت وکړي) (سوره الذاریات 55)
الله(ج) خپلو بندګانو ته هر وخت موقع او فرصت ورکوي تر څو دوی د الله پاک لوري ته ستانه شي. چې یو له هغوی نه د روژې میاشت ده تر څو مسلمانان په نوموړې میاشت کې خپل نیک اعمال زیات او د ګناهونو څخه لاس واخلي، چې پدې توګه دوی ته د جنت د لاسته راوړلو زمینه برابره شي.

روژه هغه میاشت ده په کومه کې چې الله پاک د نیکو کړنو  بدله دوه چنده ورکوي او همدارنګه د روژې میاشت پر شیطان باندې د غالبیدو تر ټولو ښه چانس دی. نو د ځان لپاره هدف وټاکه او د هغې د لاسته راوړلو لپاره زیار وباسه. پدې میاشت کې داسې هدف و ټاکه چې د دوزخ له اوره د وژغوري او د الله(ج) د رحمت وړ دې وګرځوي.
نوموړي هدف ته کولای شې په لاندې توګه ځان ورسوې.

د روژې په نیولو سره:

په روژه کې دا د ځان لپاره هدف وټاکه چې د ټولو هغه شیانو څخه به ځان ساتې له کومو چې الله(ج) منع کړی یې.
نو د خیانت، درواغو، غیبت، غصې …. نه ځان وساته.
د روژې لپاره دغه درې کړنې ډیرې مشهوره دي.
۱ـ د خوړلو، څښلو او مقاربت نه ځان ساتل.
۲ـ له ګناهونو څخه د سترګو، غوږنو، ژبې، لاسونو، پښو …. ساتل
۳ـ زړه د بلې هرې مشغولتیا نه ساتل او یوازې د الله پاک یادول.
اوس نو کوم شیان دي چې تا الله(ج) ته ورنژدې کوي او یاده شوې دریمه کړنه درته محیا کوي.

د شپې لمونځ:

دا د ځان لپاره هدف و ګرځوه چې کم تر کمه به ۶ـ۸ رکعاته د تهجد لمونځ کوې. هیڅ عذر ته اجازه مه ورکوه چې تا د نوموړې کار څخه منعه کړي.

قران کریم:
دا هم د ځان لپاره خپل هدف و ټاکه چې کم تر کمه په روژه کې باید یوار د قرانکریم ختم وکړې. که د قرانکریم په لوستلو کې مشکل لرې نه یې شې لوستلای نو غوږ ورته ونیسه چې کولای شې دا کار د رادیو او یا نورو وسایلو له لارې وکړې.[irp][irp][irp]

خپلوي پالل:
د روژې په میاشت کې باید د خپلو خپلوانو سره راشه درشه زیاته  کړې، البته د هغو خپلوانو سره چې د ژوند مصروفیتونو ته د هغوی نه لرې کړی یې. د دې چارې تر سره کولو لپاره یوه اندازه پیسې بیلې کړه شاید ته وکړای شې د ۱۰۰ روپیو په مصرف سره ځان خپلو خپلوانو ته ورنژدې کړې چې پدې توګه د الله(ج) رضا هم لاسته راوړل کیږې.

صدقه:
د خپلو پیسو یوه اندازه دې د صدقې لپاره بیله کړه او د الله پاک په نوم یې مصرفوه. دا دې له یاده ونه وزې چې هر نیک عمل ته په روژه کې دوچنده اجر ورکول کیږي.
حضرت محمد(ص) فرمایي: د صدقې په ورکړې سره ځان د دوزخ له اوره وستاتی (تبراني)
که چرې دا د ځان لپاره ورځنی هدف نشې ټاکلی درته ستونزمن وي نو په ۱۰ ورځوکې د صدقې لپاره پیسې بیلوه او بیا یې یوه ورځ د الله (ج) په نوم ورکوه.

ذکر:
خپله ژبه د الله(ج)په یاد لمده وساته د ذکر په واسطه ځان الله پاک ته ورنژدې کړه کوم شی چې کول یې ډیر اسانه او اجر یې ډیر زیات دی.

دعا:
په هر حالت کې ریښتنی مسلمان باید د مؤمنانو نوموړې سلاح(دعا) استعمال کړي. په روژه کې ډیره دعا کوی ځکه چې په نوموړې میاشت کې مسلمان د عبادت په وجه الله(ج) ته ورنژدې وي او دعا یې قبلیږي. او دا هم له یاده مه باسه کومه دعا چې د زړه له خلاصه وشي الله پاک یې بې ځوابه نه پریږدي.

نو د روژې په میاشت کې خپلې دنیوي مشغولتیاوې کمې کړه او آخرت ته پام وکړه ترڅو ځان د دوزخ له اوره وژغورې.
په یادشویو ټکو عمل کول ډیر آسانه دي د هغه چا لپاره چې الله(ج) آسانه کړي وي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب