وزګار مه کېنه | مه خفه کـېـږه! ۱۰

په دنیا کې یوازې هغه خلک وزګار وخت تېروی، چې تل په تاویلو – ماویلو پسې ګرځی، دا ځکه چې دهغوی په دماغو کې هېڅ دکار خبره نه وی:
(  رَضُواْ بِأَن یَکُونُواْ مَعَ اٌلْخَوَالِفِ. )
”  هـــــغــــــوی پـــه کــــور نـــــاســــــتــــــو کـــــســـــانــــــو کـــــې شــــامــــلـــــېــــدل غـــــوره کــــړل.  ”

د انسان لپاره وزګار کېناستل ډېر بد زېری دی، ځکه چې دغه مهال د هغه ذهن د شیطان کور ګرځی.

د بې مهاره اوښ په څېر به هاخوا دېخوا ګرځی را ګرځی، کله چې وزګار کېنې، نو غمونه، فکرونه او اندېښنې به دې په ذهن کې ځالې وکړی، د ماضی، حال او مستقبل دروازې به راخلاصې شی، او ډول ډول خیالونه به دې ذهن ته راشی، چې له امله به یې په ستونزو کې پرېوځې.

د داسې خلکو لپاره زما نصیحت دا دی، چې وزګار مه کېنئ، د وزګار کېناستلو پر ځای یو ښه کار ته لاس واچوئ، ځکه وزګار کېناستل د انسان وړتیاوې او صلاحیتونه له منځه وړی، ژوندی انسان له مړو سره برابروی، د وزګار کېناستلو مثال داسې دی، لکه څوک چې د زهرو کپسول تېر کړی  او په ټکه مړ شې، وزګارتیا او فراغت هغه تلپاتې عذاب دی، چې په پای کې انسان د بې پروایۍ په زندانونو کې د لیونتوب پولو ته رسوی.

وزګار کېناستل د بې پروایۍ دویم نوم دی، د وزګارتیا په وخت کې به ستاسې ماغزه د ناڅرګندو فکرونو او سوچونو ښکار شی، له دې امله کله چې وزګار یئ،  نو نفلی لمونځونه او تلاوت وکړئ، مطالعې ته مخه کړئ، یو څه لیکنه یا سپورت وکړئ، د دفتر ترتیب جوړ کړئ، یو کور پاک کړئ، د یوه بل چا کار وکړئ؛ خو وزګار مه کېنئ، فراغت او وزګارتیا د کار په چاړه حلال کړه، نو د نړۍ ۵۰% ډاکتران به ستا نېکمرغی تضمین کړی، دهقانان، مزدوران او نانوایان وګوره، چې د مرغیو په څیر خوښ او خوشحاله دی او یو ته یې چې په بستره پروت اوښکې تویوې، ځکه چې وزګارتیا چیچلی یې.

your ads

لیکوال: – دوکتور عائض بن عبدالله القرنی
ژباړه:- رحـــمـــت الله مـــومـــن  (مارزک)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب