څنګه خپل شخصيت اداره کولی شو؟

په ژوند كې دبرياليتوب لومړي شرط دځان اداره او دخپل نفس سره  په ښه توګه چلن كول دې، هغه څوك چې دځان په قابواو اداره كې ناكام شي، هغه غالباً ددنياوې او ډخروې ناكامۍ سره مخامخ كيږي .
الله تعالي فرمائې (اِنَّ اللَّهَ لَا يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُوا مَا بِاَنفُسِهِمْ… ).د الرعد سورت، ۱۱اّيت.
الله تعالي په يوقوم كې بدلون نه راولې ترڅوچې هغوۍ په خپلوځانونوكې بدلون نه وي راوستې .
دابدلون كله ښه اړخ ته اوكله هم ناوړه اړخ ته وي.

ليكوال : دكتور عوض القرنى
ژباړن :  دکتور شفيق الله امين

كله مونږ ته داسې ښكارې چې ځينې خلك دځان په قابوكې له ناكامۍ سره سره بريالې دې خودايووهم او غلطه خبره ده، ښكاره  يوڅه او د پردې ترشابل څه دې، او دلږټكان په پايله كې بيا حقيقت ښكاره شې او دبرياليتوب  هيڅ نښه نه وي، بلكې بدمرغې، پريشانې اوذلت ورسره مل وي كه څه هم لږه موده د زړه وړونكو منصبونو، عليشانو وسايلو اودلوي دولت څښتنان وي .

محترم لو ستونكيه، تاته ځينې هغه قواعد اوضوابط وړاندي كوم، كه انسان يې په خپل ژوندكې عملې كړي واقعاً هغه ته دځان قابو ويلاي شي:

1.    دالله تعالي دحقونو وركړه او له هغه څخه په هرڅه كې مرسته وغواړه (ږِيَّاكَ نَعْبُدُ وَږِيَّاكَ نَسْتَعِينُ) يا الله ستا عبادت كوواوله تا څخه مرسته غواړو، ځكه كه انسان له الله تعالي سره خپلې اړيكې جوړي كړي الله تعالي به ورته دژوند ټول كارونه جوړ كړي.
كه انسان خپل پالونكې دراحت په وخت كې وپيژنې، هغه به يې دسختۍ په وخت كې مرسته وكړي.
(احفظ الله يحفظك) حديث.
ته الله تعالي وساته هغه به تاوساتي، يعني دهغه اطاعت او بنده ګې په صداقت اوايما ندارۍ سره وكړه، هغه به دې دهرې ستونزې په وخت كې مرسته وكړې .
او چاچې دالله تعالي حقونه ابته كړل هغه دنوروحقونه هم ابته كوي . په هغه هيڅ باور نشي كيداي .
(نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ…) د التوبۍ سورت، ۶۷اّيت.
دوۍ الله تعالي هيركړ نوهغه هم دوۍ هيركړل.
يوالله بښلي شخص څنګه ښه ويلي دي : په زړه كې ګډوډي دالله تعالي خواته توجه يې راټولوې، يواځيوالې پكې دي چې له هغه سره نزديكت يې ختموې، خفګان پكې دي چې له هغه سره داشنايي اورښتينې چلن خوشحالې يې له منځه وړي.
ناكرارې پكې ده چې هغه ته پناه وروړل يې اراموې، فقيرې پكې ده چې يواځې دهغه محبت ذكر اواخلاص يې درمل دي، كه ټوله دنيا اوڅه چې پكې دي وركړي شي هيڅكله به دا بې  وزلې  اواړتوب له منځه لاړ نشي .

ته له الله تعالي سره اوسه هغه به له تاسره وې، او هيڅكله به دې هاند بې ځايه نه وړي ږن شاء الله.
2.    خپل فكر په هيله ډك كړه او دالله په امر دبرياليتوب هيله ولره، او تل دخوشحالۍ زيرې په خپل فكراوحس مسلط ساته (بشروا ولا تنفروا) حديث.
زيري وركړۍ دوۍ ته او كركجن كوه يې مه .

3.    ځان پدې روږدې كړه چې دهركارهدفونه اوموخې دې عالې او روښانه وي، لكه څنګه چې دمخه تيرشو .

4.    خپل ځان دژوند دهركار لپاره په منظم پلان جوړولو مكلف كړه، او كوښښ وكړه چې په چاروكې دګډوډۍ او بې نظمۍ مخه ونيسي زيار دې منظم كړه او دڅرګندهدف لورته پام واړوه او هدف ته درسيدو په لاره كې له بې نظمۍ نه ځان وژغوره.

5.    هدف ته درسيدو پروګرام دې په عملې ډګر كې پلې كړه دبي كارۍ او سستۍ نه ډډه وكړه، وروسته پدې اړه زيات تفصيل راځي.

6.    دخپل وخت دابته كيدو څخه ځان وساته، دهغه ضياع دژوند ضياع ده، كوښښ وكړه چې هره ورځ دخپل هدف لورته قدم واخلې، څوك چې په لاره ځې هرومرورسيږي.

7.    خپل كارونه دي دژمنوپه ليكلو اوپر هغوۍ باندي په پابندۍ منظم كړه او دمراعات هانديې وكړه.
او همدارنګه په خپل كور، كتابتون او موټركې دې ټول شيان داسې ترتيب او تنظيم كړه چې استعمال يې درته اسان  وي.

8.    له مهمو چاروڅخه دسا تيرۍ او لوبولورته دخپل ځان دتيښتې واګې راټينګې كړه.

9.    په ياد ولره چې كارونه دوختونو څخه زيات دي، زيار او باسه چې په كوچنيو اوبې ارزښته كارونوكې يې تيرنه كړي بلكې هر وخت سترواوارزښتناكوكارونوته لومړيتوب وركوه .

10.    دخيرپه چاروكې بيړه او هڅه خپل شعار وګرځوه . څه چې تير شو بيرته نه راځې، ژوندوړاندې ځغل اوسيالې ده، انتظار اولټۍ ته پكې ځاى نشته .

11.    كه په خپلو عادتونو كې دې دخپل پرمختګ خنډ وليد هغه درمل او دمنځه يوسه، عادتونو ته په ځان قابو مه وركوه، يواځې دګټورشي اوحق پلوې كوه .روږديوالې  دې ته وايې چې انسان يې بې فكره اوبې تكلفه هروخت تكراروې، عادتونه لاس ته راوړل كيږي، نوددې لپاره يې بدلون داړتيا په مهال شونې دي، دټينګ تصميم په توسه ډيرڅه اسانيداي شي.
انسان كولاي شي چې په ښواوګټوروچارواوياهم  په فساد بې كارۍ اولټۍ خپل ځان روږدې كړې، اوخپل عادت يې وګرځوې.

12.    خپل عقايد اوايډ يالوژي دهرڅه نه ارږښتناكه او هركار دهغې په چورليځ وڅرخوه، اوكه داسې دي ونه كړل-العياذبالله -نوزردي چې ځان درته سپك او بې معناښكاره شي، كه څه هم نور خلك دي درناوې او ستاينه هم وكړي.

13.    دحق لټون دې نصب العين وګرځوه، له منافقت څخه په هر څه كې ځان وساته، په صداقت او ادب سره دحق ويلو زياراو باسه . په دوولاروكې دحق او باطل ترمنځ دپريكړې كولوځواك  ځان كې پيدا كړه .

14.    دخپلوچارو پايلې په ميړانه، صبر، ثبات، حوصله او مسړليت سره قبولې كړه، دمصيبت اجر دالله څخه وغواړه، پدې پوه شه چې هرڅه دالله له پلوه دې، برخليكونه ليكل شوې، قلمونه پورته شوې اوصحيفې وچې شوي دي . له ډير شكايت او غصي څخه ځان وژغوره دادكمزورووګړو صفات دې، صابرانوته الله بي حسابه اجر وركوې.
(اِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ اَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ) د الزمرسورت، ۱۰ اّيت.
الله تعالي صبركوونكوته بې حسابه اجروركوي.

15.    خپل شخصيت دې دهينداري په څير مه روښانه كوه چې دننه ترينه هرڅه هرچاته ښكاره وې، په ژوند كې ډير بې كاره اومضر خلك شته، دخپل ځان ورونه دې مضبوط كړه، په مناسب وخت كې يې دمناسب ساعت لپاره، په مناسبه اندازه، او مناسبو خلكو ته  خلاصوه، او داړتياپه مهال يې بيرته بندوه.

ددې تقاضاداده چې خپل ځان داسرارو په ساتنه روږدې كړي اوهرچاته دخپلو افكارو او اسرارو دښكاره كولو څخه ډډه وكړي.
په سختو حالاتو كې په خپل ځان قابوولره، خبرې په احتياط وكړه، لنډه داچې هرڅه ته ښه فكر اوسوچ وكړه .

16.    د رسول الله صلى الله عليه وسلم -څوك چې په بشرې ټولنه كې ترټولو دلوړ مقام څښتن دې – سيرت دخپلې لارې مشال وګرځوه، دژوند په هراړخ كې چې اړتياوې دهغه د پاك سيرت په چوكاټ كې ورته حل شته، نود دې لپاره تل د نبوې سيرت مطالعه اودهغه دژوند دطريقو لټون وكړه.

17.    له زياتې پرته تل دخوشحالۍ اوټوكوټكالو مزاج ولره، كله چې ستونزې راشې ورته مسكې شه، دغم او قهر څخه ځان وساته، دادواړه انسان هلاكوې، بدن ستړي كوي او فكر خراپوي.

18.    دډيروخيالونواووهمي سوچونواوناهيلوڅخه ځان  وساته، منځومۍ  لاره ونيسه، چې خيال او حقيقت پكې ګډشوي وي، عاطفه په عقل قابو كړه او دعقل وړانګې دعاطفې په لمبو رڼاكړه، خيالونه دواقعيت او حقيقت تابع كړه، دخيالونو په رڼا اوپلوشوكې حقيقت ته ځان ورسوه.

19.    له  غيري ضروري شيانو څخه ځان وساته، خپلو هدفونوته درسيدو لپاره اړين شيان واخله، اوږې دې مه درنوه (ځان شډل اموخته كړه نعمتونه ډير دوام نلري ) څوك چې دخپلو خواهشاتو غلامې كوي هغه ته يې پريښودل مشكل وي اوتل دكمزوري ارادي او ټيټ همت څښتن وي.

20.    په پاي كې پوه شه چې په هرانسان كې دځواكمنتيا او كمزورۍ صفات شته، ته پخپله له نوروڅخه  خپل ځان ښه پيژني كه دعناد كبر او ناپوهۍ څخه كار وانخلي، عاقل هغه دي چې دځواك په صفاتو تركيز وكړي او دكمزورۍ له صفاتو څخه ځان لري كړي.

ډيرې ښائسته او سترګې بريښوونكې ملغلرې دسمندرونوپه تل كې ارامي پرتې دي، اوډير  ښكلې ګلان ددښتو او ميرو په منځ كې خپل زړه وړونكې بوي ابته كوي، كه دااو هغه  كشف شي څومره لويه ګټه به تري واخيستل شي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب