هوس څه ته وايي؟‌ د هوس ځانګړنې (Caprice)

انسانان بېلابېل ميلونه او تمايلات لري، له ټولنيزو اړيكو (دوستۍ)، ډول و سورڼي او نورو سره. هر ميل كېداى شي پر هوس بدل شي. هوس (Passion) له اندازې زيات ميل درلودلو ته وايي. د ارواپوهنې له پلوه له سخت هيجان سره عاطفې ته وايي. هوسيتوب ( Sensualism) هغو كړنو ته وايي، چې په هغو كې سړى يوازې د خپل ميل او احساساتو سره سم كار كوي. هوس خاصې ځانگړنې لري، چې له مينې سره توپير پيدا كوي.

د هوس ځانگړنې:

1- ژر تېرېدونكى او لنډمهاله وي. هغه اور دى، چې په چټكۍ سره د انسان په وجود كې پيداكېږي او هغه دې ته اړ كوي، چې د خپلې خاموشۍ يا چوپتيا لپاره هڅه وكړي.

2- د هوس موخه يوازې د لذت ترلاسه كول او ارضاء كېدل دي او په هغه كې پېژندنه او معرفت وجود نه لري. البته لذت اخيستل يوه ناوړه مسئله نه ده، بلكې د انسانانو له يوې ځانگړنې څخه ده. هغه څوك چې له ژوند نه خوند او لذت نه شي اخيستلاى، ښايي پر رواني ناروغيو اخته شي. لذت غوښتل كېداى شي له دوو اړخونو انسان ته تاوان ورسوي.
لومړى په لذت اخيستلو كې افراط، ځكه ډېره لذت غوښتنه د انسان د پرمختگ مخه نيسي او حتا انسان بېرته د وړكتوب دوران ته بيايي، ځكه انسان د لذت اخيستلو پر مهال ماشومانه كړنې كوي، مانا داچې ماشومانو غوندې چمونه كوي.
دويم دا چې انسان كولاى شي له منفي او ناانساني څيزونو هم خوند او لذت واخلي. د بېلگې په توگه يو سړى كه له خلكو سره له مرستې كولو لذت اخلي، كولاى شي خلكو ته له ازار او اذيت وركولو هم خوند او لذت واخلي.

3- چې هوس د انسانانو له احساساتو او دروني اړتياوو څخه منځ ته راځي. ټول انسان مخكې له دې چې د عقل او منطق له مخې رفتار وكړي، احساساتي وي او د احساساتو او عواطفو له مخې عمل كوي.

4- په هوس كې لنډمهاله او چټكې موخې دنبالېږي، دغه لنډمهاله موخې معمولاً كوم ځانگړى پروگرام نه لري او ډېر ژر بدلون مومي.

5- هوسناك وگړى په خپلو احساساتو كې د ډوبېدلو له امله له واقعيتونو څخه لرې كېږي. هر انسان احساسات او عواطف لري، خو په تصميم نيولو او وړاندوينو كې بايد د احساساتو له مخې پرېكړه ونه شي. احساسات كولاى شي پر پېښو باندې د پردې په غوړولو سره، واقعيتونه بل ډول وښيي او د يوه انسان د تېروتنې او ناسمې پرېكړې لامل شي. هوسناك يا په هوس كې ډوب سړى نړۍ په خپل ځان كې ويني او تر ځان بهر نړۍ پېښو ته هېڅ پاملرنه نه كوي.

6- په هوس كې عقل او فكر د احساساتو په ولكه كې لوېږي. په هوس كې تصميمونه د احساساتو له مخې نيول كېږي، عقل او فكر د پروگرامونو د عملي كولو د خدمت په توگه نيول كېږي. له بده مرغه د ډېرى ټولنو په ادبياتو او فرهنگونوكې عقل ته د مينې د مخالف ټكي په سترگه كتل كېږي او مينه يې د يوه شديد زړه غوښتونكي ميل په مانا يادوي، حال دا چې دا مانا، د مينې مانا نه ده، بلكې دا د هوس مانا ده.

7- په هوس كې اسارت او وابسته گي ليدل كېږي، هوسناك سړى د خپلو احساساتو او هوسونو په دام كې ښكېل وي او له دې څخه خلاصون ورته سخت او ستونزمن وي. هوسناك خلك خپلې موخې ته تر رسېدو او مړېدو وروسته د تشلاسۍ احساس كوي، ځكه دوى ته تر يوه ژر تېرېدونكي لذت پرته بل څه په لاس نه ورځي، دغه د تشلاسۍ احساس، په دوى كې د پښـېمانۍاوستړيا لامل كېږي. په همدې توگه هوسناك خلك له هوسونو نه د تېښتې لپاره نورو هوسونو ته مخه كوي او دا پروسه د دې لامل كېږي، چې دوى ورځ تر بلې په خپلو هوسونو كې لا ډوب او ښكېل شي.

8- هوس په ژوند كې د افراط او تفريط لامل كېږي. ځكه هغه هوسناك خلك چې خپلو هوسونو ته د رسېدو په تلاش كې وي، نورو خواوو ته پاملرنه نه كوي او يوازې د خپلو غوښتنو د پوره كېدو په فكر كې وي، دا كار د دې لامل كېږي، چې هوسناك خلك په خپل ژوندانه كې تر ډېره بريده افراط او تفريط ته مخه كړي، د ځان او نورو لپاره پنډې پنډې ستونزې را وټوكوي.

9- هوسناك سړى خپل هويت د خپلو هوسونو په ترڅ كې له لاسه وركوي او ځان ورك كوي. هوسناك سړى پرته له قيدو شرطه د خپل هوس د پوره كېدو غوښتونكى وي او دې لارې ته چې دى په كې خپل هويت او نور څه له لاسه وركوي، اهميت نه وركوي.

10- هوسناك سړى نسبت هغو څيزونو ته چې د ده هوسونه مړوي، د ډېر مالكيت احساس كوي. ځكه هوسناك سړى د خپلو هوسونو د پوره كېدو په خاطر د خپلو هوسونو په لومو كې بند دى او د هغه لپاره د هوسونو نه پوره كېدل ډېرسخت او دردوونكي دي. نو پر دې بنسټ د هغو څيزونو په مالكيت او واكمنتوب نيولو سره چې د هغه هوسونه مړوي، هڅه كوي په راتلونكي د خپلو هوسونو د نه پوره كېدو مخه ونيسي.

خان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب