زده کوونکي ولې درسونو کې پرمختګ نشي کولای؟

ولې ګڼ شمېر زده کوونکي خپلو درسونو کې پرمختګ نشي کولاى!؟

مونږ ګن شمېر زده کوونکي وينو، چې د زده کړې پر مهال له خپلو درسو ناخوښ برېښي. که زده کوونکي او زده کړيالان همداسې ناخوښ پاتې شي، کېداى شي د ژوند په هر برخه کې ناکام پاتې شي.

حال دا چې د زده کوونکو او زده کړيالانو لپاره د شخصيت جوړونې په برخه کې همدا اساس وخت دى؛ خداى مه کړه که بې غوري وشي، امکان شته چې راتلوونکى ژوند به څه نا څه ورته ستونزمن شي.

لاندې مواردو ته نه پام کول، کېداى شي د زده کوونکو او زده کړيالانو لپار په درسونو کې خنډونه رامنځته کړي.

د اهدافو نه درلودل:

يو شمېر زده کوونکي او زده کړيالان شته چې خپلو درسونو ته پام نشي کولاى؛ لا په دې هم نه وي خبر چې څنګه د خپلو درسو لپاره مشخص اهداف و ټاکي.
حال دا چې بريالي زده کوونکي او زده کړيالان د خپلو درسو لپاره ښه اهداف لري او د اهدافو په لرلو سره مخ په وړاندې ځي.

که تاسو غواړئ چې خپلو درسو کې پرمختګ وکړئ، نو د ځان لپاره مشخص اهداف وټاکئ؛ ځکه د اهدافو ټاکل تاسو سره مرسته کوي او لا مو د خپلو درسونو په وړاندې هڅوي چې پرمختګ وکړئ.

له ناوړه کسانو سره ناسته:

زمونږ په ټولنه کې زيات شمېر زده کوونکي او زده کړيالان له داسې کسانو سره ناسته کوي چې د ناستې وړتيا نه لري. که تاسو غواړئ چې خپلو درسو کې پرمختګ وکړئ او د پرمختګ سره سره لا ښې لاسته راوړنې ولرئ، نو له ناوړه کسانو سره ناسته مه کوئ.
په ياد ولرى، که تاسو د بدو خلکو پر ځاى له ښو خلکو سره ناسته او ولاړه وکړئ؛ دا په ډاډ سره وايم چې ستاسو راتلونکى به روښانه وي، ځکه د ښو خويونو خاوندان تاسو ته ښه لاره ښي او د ښې لارې ترڅنګ، نه مو پرېږدي چې تاسې ناوړه کارونه وکړئ.

د وخت په ارزښت نه پوهېدل:

په مکاتبو او پوهنتونونو کې يو شمېر زده کوونکي د وخت په ارزښت نه پوهيږي. پوهان وايي: (( وخت سره زر دى. ))
وخت يو داسې شتمني ده، که چيرې په سمه توګه ونه کارول شي له منځه ځي؛ کله کله له وخت نه سمه ګټه نه اخيستنه زده کوونکي په خپلو درسونو کې وروسته پاتې کوي.

پرلپسې درسونه نه ويل:

تر زياته حده د زده کوونکو او زده کړيالانو د زده کړو د کمزورى دليل دا کېداى شي، چې دوى تېر درسونه په سمه توګه نه وايي، حال دا چې زده کوونکو ته د تېر درس په نه ويلو سره زياتې ستونزې را ولاړېږي، ځکه تېر درس د راتلونکي درس بنسټ جوړوي.
همدارنګه که تېر درسونه تکرار نه شي؛ کېداى شي په راتلونکو درسونو کې زده کوونکو او زده کړيالانو لپاره زيات خنډونه پيدا شي.

د درسونو په ويلو کې لټي ( تمبلي ) کول:

لټي يوه ناوړه ناروغي ده، چې په افغانستان کې په دې ناروغى زيات شمېر کسان اخته دي؛ له بده مرغه چې د دغو کسانو له ډلې څخه زياته برخه، زده کوونکي او زده کړيالان دي.
همدارنګه هغه زده کوونکي او زده کړيالان چې په خپلو درسونو کې د تنبلى احساس کوي.
حال دا چې د تنبلى له امله زده کوونکي نشي کولاى خپلو درسو کې بريالي شي؛ بلکې د دې امکان شته چې راتلوونکي درسونه به يې هم ستونزمن وي.

د درس ويلو لپاره منظم مهال ويش نه درلودل:

په مکاتبو او پوهنتونونو کې مونږ زيات شمېر بريالي زده کوونکي وينو، چې د درسونو لپاره ډېر ښه منظم پلان لري او خپل ورځني درسونه د پلان مطابق وايي، هم دا دليل ده چې بريالي زده کوونکي خپلو درسو کې ښې لاسته راوړنې لري.

خو د دې برعکس ناکام زده کوونکي د خپلو درسونو لپاره ورځنى پلان نه لري او په دې هم نه پوهيږي چې خپله کورنۍ دنده او روزانه درسونه څه وخت او څنګه ووايي؟

د ورځنيو درسونو په وړاندې منظم پلان درلودل له تاسو سره مرسته کوي او لا مو د درسونو په وړاندې پياوړي کوي.

نوټ:

پورته يادو شوو موضوعګانو تر څنګه نورې موضوعګانې هم شته، که زده کوونکي يې درک نه کړي، کېداى شي په درسونو کې ورته يو لړ ستونزې را منځته کړي!.

لیکوال: محمد اصف ” احمدزى “

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب