هغه څوک چې لمونځ نه کوي څه حکم لري؟

 په اسلامي ټولنه کې ډېر داسې مسلمانان پخپلو سترګو وینو چې دسستۍ (تکاسل) له امله لمونځ نه کوي او دا ورته ډېره وړه او اسانه خبره ښکاري او حال دا دی چې د الله جل جلاله تر ټولو ستر حکم ماتوي او د لوی خطر سره مخ دی او د هلاکت، بربادي لویه کنده کې لوېدلی خو ځان ته یې فکر نه دی.

رابه شو دې خبرې ته چې لمونځ د الله تعالی څومره ستر حکم دی؟

د دین تمام حکمونه د الله جل جلاله له لوري د جبریل علیه السلام په واسطه په پېغمبر صلی الله علیه وسلمَ باندې له اسمانونو څخه ځمکې ته راغلي او په مسلمانانو لازم شوي، خو یوازې لمونځ چې کله فرض کیده، نو الله جل جلاله خپل خوږ  پېغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمعراج په شپه خپل ځان طرف ته وغوښته او ددیدار مطهره نه وروسته یې ورته دپنځوس ۵۰ لمونځونو سپارښتنه وکړه چې دحضرت موسی علیه السلام په مبارکو هڅو سره پنځه لمونځونه په امت محمديه فرض شول. راځم دې خبرې ته چې لمونځ پرېښودونکی داحادیثو په رڼا کې او د څلورو نومیالیو امامانو دمذاهبو له نظره څه حکم لري؟

امام مسلم رحمه الله په خپل کتاب صحیح مسلم کې ددې باب لاندې  [باب کُفرُمنْ تَرَکَ الصَّلاةَ ] یو حدیث شریف راوړی [عنْ ابي سفیان قال: سمعتُ جابرا یقول: سمعتُ النبيَّ صلی الله علیه وسلمَ  یقول: انّ بین الرجل والشِرْکِ والکفرِ ترک الصّلاة ] ژباړه: دابي سفیان څخه روایت دی چې ما له جابر رضي الله واورېدل هغه له نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه چې ویل یې دمسلمان او دشرک، کفر منځ کې فرق دلمونځ پرېښودل دي  کتاب الایمان حدیث نمبر [۸۲]

امام ترمذي رحمه الله هم په خپل کتاب سنن ترمذي کې یو حدیث راوړی چې یوه تُکړه یې داده [من ترکَ الصلاةَ فقد کفرَ] ژباړه: چا چې لمونځ پرېښود کفر یې وکړ، او بیا وایي چې: [هذا حدیثٌ حسن صحیح غریبٌ ]ابواب الایمان

حدیث نمبر [۲۶۲۱]

دې ته ورته حدیثونه امام نسائي امام ابي داؤد امام ابن ماجه امام احمد بن حنبل امام دارمي رحمهم الله په خپلو کتابونو کي راوړي دي چې ټول دصحت په درجه کې دي .

دڅلورو امامانو مذهب او نظر:

۱-امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله وایي چې: څوک لمونځ نه کوي کافر نه ده خو فاسق ده حکمرانان به یې بندي کوي او وهي تر څو چې توبه وباسي او یا مړ شي، [الدرالمختار مع حاشیته ابن عابدین الشامي ] جلد ۲ [صفحه ۸] مکتبه رحمانیه.

۲–امام شافعي رحمه الله فرمایي: چې قتل دې شي دایې حد ده او یو قول یې داده چې دکفر له امله باید قتل شي او دغه یو قول دامام مالک او امام احمد بن حنبل رحمهم الله هم ده “مخکنۍ مرجع.

۳—امام مالک رحمه الله وایې: سلطان یې باید دقتل حکم صادر کړي .

۴—-امام احمد بن حنبل رحمه الله فرمایي: چې لمونځ نه کونکی: کافر، مرتد ده له اسلام څخه، او حکم یې دا ده چې قتل یې کړئ او نه به غسل ورکوئ او نه کفن اونه به یې دمسلمانو هدیره کې خښوئ  [حکام العبادات] ابراهیم سلقیني رحمه الله .

یادونه: دې مسأله کې دامام اعظم رحمه الله مذهب کې توسع (اسانتیا)ده .

دپورتنیو حدیثونو او دمذاهبو اربعه و نه” د لمونځ نه کونکي باندې سختې شدیدې نیوکې ” دلمونځ اهمیت څرګندوي ، دفقهاءو او عامو محدثینو په اند دلمونځ پرېښودل په هیڅ صورت کې نه شته که په ولاړه یې نه شې کولای په ناسته دې وکړي که په ناسته یې نه شي کولای په ملاسته دې وکړي کنه په اشارې سره دې تر سره کړي  بغېر دحایضې او نفاسې زنانه و څخه چې هغه شریعي عذر لري. اخر کې دا وایم چې لمونځ پرېښودونکي ته به څه په لاس ورشي؟ بلکې ددنیا او اخرت له نعمتونو څخه به محروم شي.

ټولو مسلمانانو ملګرو نه دا ګذارش کوم او سپارښتنه ورته کوم چې دا پیغام دنړۍ ټولو مسلمانو ته ورسوئ، زما مسؤلیت تر تاسو پورې رسول او ها خوا ستاسو مسؤلیت ده ترڅو چې یومسلمان دلمونځ اهمیت نه خبر شي او ستاسو له پاره ذریعه دخیر او باعث داجر وګرزي .

وما علینا الابلاغ المبین

لیکوال: مولوي احمدالله حسین خیل

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب