د اميرحبيب الله خان د واکمنۍ پرمهال ښوونه او روزنه

د امیرحبیب الله خان په وخت کې معارف ته ډیره پاملرنه وشوه، چې د هیواد ښوونې او روزنې د پرمختګ په لورې ګامونه پورته کړل. دده په وخت کې رسمي او غیرې رسمي زده کړې موجودې وې غیرې رسمي زده کړې د پخوا غوندې په مسجدونو کې ترسره کیدلی که څه هم په مسجدونو کې د ماشومانو درس د رسمي ښوونځیو غوندې تیار شوی و او د رسمي ښوونکو تر څارنې او مراقبت لاندې و. د رسمي زده کړو په پرتله ډیر بدلون وموند یوازې د افغانستان په یوولسو ښارونو کې د تحفیظ القران یوولس مدرسې تأسیس شوې چې په هغو کې ۱۴۰ تنه زده کوونکې او ۱۴تنه ښوونکې په تدریس بوخت وو ددې مدرسو ټول مصارف ددولت په غاړه وو، چې په لومړۍ دوره کې يې ۳۰ تنه زده کوونکې فارغ کړل او په هغوې کې بینا او نابینا دواړه ډوله شامل وو. دنوموړي امیر په وخت کې ځینې ښوونځي پرانیستل شول چې عبارت دي له : حبیبیه ښوونځي څخه چې دا لومړنی ښوونځی دی چې د امیر حبیب الله خان په دوره کې په ۱۹۰۳م کال کې تأسیس شو دغې ښوونځي درې درجې یعنې ابتدائیه، رشیدیه او اعدادیه در لودې.
1) په ابتدائیه دوره کې چې څلور کاله وه دینیات، دری، حساب، جغرافیه ، مشق او لیک مضمونونه تدریس کیدل.
2) په رشیدیه دوره کې چې درې کاله وه دینیات، تاریخ، جغرافیه، لسان (دری، پښتو، انګلیسي، اردو یا ترکې) رسم او حفظ الصحه مضمونونه لوستل کیدل.
3) په اعدادیه دوره کې چې دا هم درې کاله وه دینیات، دری، تاریخ ، جغرافیه، جبراو مقابله ، مثلثات، تحلیلي هندسه، جرالثقال، طبیعي حکمت، کیمیا او انګلیسي مضمونونه لوستل کیدل. همدارنګه د حبیبې ښوونځي نورې څانګې د ښار په مختلفو برخو کې په لاندې نومونو وې. ۱- باغ نواب ۲- تنورسازی ۳- پرانچه ها ۴- خدام حضورعالی ۵- د هندوانو ښوونځی.
د کابل نه علاوه یوازې په نورستان ولایت کې شپږ ابتدايي ښوونځي پرانیستل شول چې ۲۵۰ تنه شاګردان يې لرل، چې ۱۲ تنو استادانو او ملا امامانو يې درس په غاړه درلوده په دې ولایت کې رسمي ښوونځي ځکه پرانیستل شوي وو، چې ددې ځای اوسیدونکې نوي په اسلام باندې مشرف شوي وه او په ښوونځیو کې زیاتره د دینیاتو تدریس کیده. همدارنګه د امیر حبیب الله خان په ¬¬¬دوره کې یو دارالمعلمین هم پرانیستل شو چې د ابتدايې دارالمعلمین په نامه یادیده په دې دارالمعلمین کې ۸۰ تنه شاګردان وو چې هرو دریو کلونو وروسته به يې ۳۰ تنه فارغان ورکول سربیره پر دې د نوموړي امیر په وخت کې حربي ښوونځی هم په ۱۹۰۹م کال کابل کې پرانیستل شو چې درې اعدادي او درې حربي ټولګي يې لرل .
کله چې امیرحبیب الله خان په ۱۹۱۹م کال کې د لغمان د کله ګوش په ښکار ځای کې د شپې لخوا په خپلې خیمې کې ووژل شو ساتونکو عسکرو په داسې حال کې شجاع الدوله ونیو چې د شاه له خیمې نه راووتو، خو د وژنې ځای ته د نادرخان په را رسیدو سره هغه پريښودل شو. ویل کیږي چې دده په وژنې کې د شاهي کورنۍ غړو او د نادرخان په شمول ځینو درباریانو لاس درلود د شاه له وژنې نه وروسته سردار نصرالله خان په لغمان کې او امان الله خان په کابل کې د پاچاهۍ دعوه وکړه په جلال آباد کې میشت دولتي قطعاتو لومړی د سردار نصرالله خان د پاچاهۍ ملاتړ وکړو خو درې ورځې وروسته يې د پاچا زوی امان الله خان ملاتړ وکړو او سردار عنایت الله خان معین السطنة اونصرالله نایب السطنة يې د نادرخان په شمول ونیول او لاس تړلي يې د کابل په لورې وخوځول.

ثناءالله صالحي‍

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب