د لمونځ نه کولو پنځه ډوله عذابونه

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي :څوک چي په لمونځ کي سُستي کوي الله جل جلاله به ورته پنځلس ډوله عذاب ورکړي، پنځه په دنيا کي، درې د مرګ په وخت کي، درې په قبر کي، درې د قبر څخه د راوتلو پر وخت.

اول قِسم عذاب: د دنيا د عذابو څخه پنځه عذابه:

اول عذاب : د عمر څخه به یې برکت ختم سي.
دوهـم: د مخ څخه به یې د نېکانو علامه ختمه سي.
دريــم : نېکي به یې هيڅ اجر نه لري.
څلـورم: دعاء به یې نه قبليږي.
پنـځم : د نېکانو خلقو ( خلګو ) په دعاء کي به دده هيڅ حق نه وي یعني هغه به دده په حق کي نه قبليږي.

دوهم قِسم عذاب: د مرګ په وخت کي درې عذابه:

اول : مرګ به یې د ذلت مرګ وي.
دوهم : په لوږه کي به مړ شي.
دریم : د مرګ په وخت کي به دومره تږی وي چي د دنيا ټوله اوبه دده په نس کي واچول سي تنده به يې ماته نه سي.

دریم قِسم عذاب: د قبر درې عذابه :

اول : د قبر د تنګ والي له وجهي به يې د بدن پوښتۍ يو د بله سره ور تیري شي.
دوهم : قبر به پرده باندي اور بل کړي، سهار و ماښام به دی پر سکروټو اوړي را اوړي.
دريـم : پر دغه کس به مار مسلط سي، ددغه مار نوم به شُجَاع اَقْرَعْ ( پک مار ) چي سترګي به يې د اور وي، نوکان به يې د اوسپني وي، دومره به اوږد وي چي یوه ورځ مزل به سړی پر وکړي خو ختم به لا نه سي، دا مار به دده سره خبري کوي ورته وايي به:
زما رب زه پر تا مسلط کړی یم، د سهار د لمانځه په وجه چي تا ضایع کړی دی تر ماپښينه به دي وهم، د ماپښين د لمانځه په وجه به دي تر ماځيګر پوري وهم، د ماځيګر د لمانځه په وجه به دي تر ماښامه وهم، د ماښام د لمانځه په وجه به دي تر ماخُستنه وهم، د ماخُستن د لمانځه په وجه به دي تر سهاره وهم، او دغه مار چي یو وار انسان ووهي ۷۰ ګزه به په مځکه ننوځي، تر قیامته به ددې انسان دغسي عذاب وي.

څلورم قِسم عذاب: د قبر څخه د راوتلو پر وخت درې عذابه :

اول : ډېر سخت حساب ورسره کیږي.
دوهم : الله جل جلاله به ورته په قهر وي.
دريم : جهنم ته به يې داخل کړي.

your ads

پنځم قِسم عذاب: په يو بل روايت کي داسي راغلي دي چي دده پر مخ به درې ليکي وي :

اوله لیکه به دا وي : اې د الله د حق ضایع کونکې !
دوهمه لیکه به دا وي : اې د الله په قهر سره مخصوصه !
دریمه لیکه به دا وي : څنګه چي په دنیا کي تا د الله حق ضایع کوی نن ته د الله د رحمت څخه نا اميده يې. ماخذ : [ سراج الخطباء / ص ۴۱ ]

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب