څوک چي لمونځ نه کوي د هغه لپاره پیغام

 

نبي کریم صل الله علیه و سلم فرمايلي دي
هغه څوک چې د لمونځ خیال نه ساتي نو الله پاک به يې په (15) ډوله سزاګانو او مصيبتونو اخته کړي ، چي شپږ یې په دنيا کې دي او درې د مرګ په وخت كي ، درې په قبرکې ، او درې سزاګانې یې د قيامت په ورځ

د دنيا شپږ سزاګانې يا مصيبتونه
1- په عمر کې يې برکت له منځه ځي،
2- الله تبارک و تعالی يې دعاګانې نه قبلوي،
3- الله پاک به يې د مخ نور واخلي،
4- له هغه څخه به د دنيا ټول مخلوقات کرکه او نفرت کوي،
5- الله پاک د هغې د هيڅ نېک عمل ثواب او اجر نه ورکوي،
6- او هيڅکله د نېکو خلکو په دعاګانو کې نه شامليږي،

د مرګ پر مهال درې سزاګانې
1- په ډېرې سختۍ سره مړ کېږي،
2- د ولوږې په حالت کې مړ کېږي،
3- د تندې په حالت کې مړ کېږي، اګر که د بحرونو ټولې اوبه هم وڅښې،

د قبر درې سزاګانې
1- الله پاک به يې قبر دومره تنګ کړي چې د ښې او چپې خوا پښتۍ به يې یو په بلې کې ننوځي،
2- الله پاک به يې له سکرو سره يو ځاى په اور کې واچوي،
3- الله پاک به پرې د زړه ور په نامه يو مار مقرر کړي چې له سهار څخه تر ماسپښينه ، له ماسپښين څڅه تر مازيګره او په دغه ترتيب د ټولو لمونځونو د پرېښودلو له امله به يې ټوله ورځ چيچي، او د هغه مار په هر ځل چيچلو سره به بېلمانځه اويا ځله د ځمکې لاندې ننوځي ، ( نعوذ بالله )

او ځوک چې پنځه وخته لمونځ نه کوي
د سهـــار لمونځ: د مخ ځلا او نور به يې ورک شي،
د ماسپښين لمونځ: په عايداتو کې به يې برکت له منځه ولاړ شي،
د مازيـــګر لمونځ: د بدن قوت يې په قرار قرارا کميږي،
د ماښـــــام لمونځ: له خپلو بچو څخه به هيڅ خير ونه ګوري،
د مـاخستن لمونځ: د خوب ارام به يې له منځه ولاړ شي،
ماخذ:د لمانځه ادبونه
الله جل جلاله دي هر مسلمان ورڅخه وساتي امین یارب العلمین

لیکنه:تپانــد زُهـــاد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب