د اعتکاف لنډ مفصل بیان

د اعتکاف تعريف

اعتکاف په لغت کې په کوم ځای کې بنديدلو او يا کوم مقام کې دريدلو ته وايي ، او دشريعت په اصطلاح کې په جومات يا کور کې د اطاعت او عبادت په قصد سره پاتې کيدلو ته اعتکاف وايي .

د اعتکاف حکم

کوم اعتکاف چې د رمضان المبارک په آخري لسو ورځو کې تر سره کيږي حکم يې سنت مؤکده کفايه دی چې خپله رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوند تر ورستي وخته پورې کړي دی او صحابه کرامو به هم ورسره ادا کولو .

عَنْ عَائِشَةَ رَضِي اللَّه عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم : أَنَّ النَّبِيَّ صلی الله عليه وسلم كَانَ يَعْتَكِفُ الْعَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ. (بخارى )

ژباړه : عايشه رضي الله عنهادرسول الله صلی الله علیه وسلم مبارکه بی بی وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم د مرګ تر وخته د رمضان په آخرو لسو وروځو کې په اعتکاف کې کيناستلو-وروسته له هغې دده مبارکی بيبيانی هم په اعتکاف کې کيناستلی .

که په کوم کلي کې بالکل اعتکاف ونه شي نو د کلي ټول خلک ګنهکاريږي .

your ads

د اطرافو په ځنو سيمو کې دغه سنت بالکل ترک شوي دي چه د هغه را ژوندي کول سخت ضرور دي .

د اعتکاف شرطونه :

۱- له جنابت ،حيض او نفاس څخه پاکوالی .

۲- د اعتکاف نيت کول

۳- د سړو د پاره په جومات کې او دښځو د پاره په کور کې د لسو ورځو د پاره حصاريدل .

د رمضان نه علاوه د نفل اعتکاف اجازت هم شته د هغې د پاره روژه نيول ضرور نه دي ،هدارنګه واجب اعتکاف وي چې د هغه د پاره روژه نيول ضروري وي .

واجب اعتکاف هغه دی چې کوم چا په خپل ځان نذر منلی وي .

د ښځو اعتکاف :

د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد لکه څنګه چې د ښځو د پاره په کور کې لمونځ کول غوره دی همداسې د ښځو د پاره په کور کې اعتکاف غوره دی .

د کور په کوم ځای چې لمونځ کوي په همغه ځای کې دې د اعتکاف د پاره خيمه ووهي .

هغه کارونه چې په اعتکاف کې حرام دي .

دوه ډوله کارونه په اعتکاف کې حرام دي :

لومړی قسم بې ضرورته د اعتکاف له ځای څخه وتل حرام دي .

ضرورتونه دوه قسمه دي طبعي ضرورتونه لکه : خوړل ،چښل ،جنابت ، قضايې حاجت او نور .

دوهم قسم شرعي ضرورتونه مثلاً د جُمعي د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلل او نور .

د ضرورياتو لنډ تفصيل :

۱- په جومات کې د رفع حاجت ځای نه وي نوخپل کور ته د رفع حاجت د پاره تلای شي د رفع حاجت وروسته به فوراً جومات ته ځي هلته به وخت نه تيروي .

۲- د فرض غسل د پاره چې احتلام ورته شوی وي که په جومات کې ځای نه وي بهر تلای شي مګر د بدن د پاکوالی غسل د پاره نشي تللای .

۳- که نوموړی جومات جامع نه وي د جُمعی د لمانځه د پاره جامع جومات ته تلای شي خو سنت به همدلته کوي د فرض لمونځ او خطبي وروسته به بيرته راځي نور سنت به هم په خپل ځای کې ادا کوي .

۴- که د خواراک او چښاک يا د اوداسه د ابو راوړلو څوک نه لري نو دهغه د پاره کور ته تلای شي .

۵- د کوم ضرورت د پاره چې د باندې وځي د هغه د کولو وروسته به فوراً بيرته راځي او بهر به نه تم کيږي او نه به بې ضرورته د چا سره خبرې کوي .

۶- د جومات نه د باندې وتلو مطلب دادی چې په څومره ځای کې چې په عام طور لمونځ ادا کيږي هغه حصه په جومات کې شامله ده نور د جومات تشنابونه ، احاطه وغيره په جومات کې شامل نه دي که بې ضرورته ووتلو نو اعتکاف يې ماتيږي .

په اعتکاف کې حرام يا مکره تحريمي کارونه :

۱- مباشرت کول که قصداً وي يا سهواً په جومات کې د ننه وي يا بهر اعتکاف ماتوي .

۲- د ښځې مچي کول يا ور تر غاړه کيدل مکروه تحريمي دي .

۳- په اعتکاف كې بالکل چوپ پاتيدل مکروه تحريمي دي يعنی دی به څه ناڅه خپل وخت په تلاوت ،نفلو،ذکر،ديني مطالعه او ديني کتابت تيروي .

۴- كوم دينوي کار تر سره كول که په کور کې څوک نه وي نو بيا د ضرورت رفع کول باک نه لري .

د اعتکاف وخت :

د روژې په شلم تاريخ چې کله د مازيګر لمونځ وکړي نو اعتکاف به شروع کړي ، هر کله چې د اختر مياشت وليدل شي نو اعتکاف به ختم شي .

اسلامي لارښود

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب