هر څه ليكل شوي، نو منډې د څه لپاره؟ (فتوى)

پوښتنه
زما یو څو پوښتنې دي شاید چي ما ته یې څواب راکړئ
۱-  د خیر او شر په باره کې: كله چې خیر او شر د الله پاک له خوا نه دي خو دلته د کولو په وخت کوم یو د انسان په لاس کې دی؟ د دې تشریح راته راکړئ.
۲- زما نه یو دوست پوښتنه وکړه چې د انسان د پیدایښت په وخت کې د هعه تقدیر کې چی څه وي همغه به کیږي نو بیا ولې انسان یو طرف او بل طرف کوششونه کوي کله ناروا پسې ځې او کله د خیر کارونه کوي .

ځواب

قدرمنه وروره وعليکم السلام ورحمة الله و برکاته
ستاسې د نيک احساس ډېر تقدير کوو، الله تعالى په ټولو مسلمانانو او افغانانو کې د دين مينه پيدا کړي.
د خير او شر په اړه به ووايم چې خير او شر دواړه د الله تعالى له لوري، يعنې الله تعالى د خير او شر دواړو پيدا کونکى او خالق دى او کاسب او کسب کونکى يې انسان او اجر او عذب په کسب باندې ورکول کېږي او دا خوا واضحه ده چې الله تعالى د هر څه پيداکونکى دى.

د محمد صلى الله عليه وسلم پيدا کونکى هم دى او د شيطان پيدا کونکى هم دى، په دې سره چې الله تعالى خراب شيان پيدا کړي، الله تعالى ته کوم عيب نه راجع کېږي، هر څوک چې د شر کسب کوي او په خپل ژوند کې عملي کوي دا د عيب خبره ده او په دې کې بله مسئله دا ده چې له خير سره د الله تعالى اراده او رضاء دواړه ملګري وي، يعنې کله چې څوک خير کوي د الله تعالى په اراده يې کوي او الله تعالى پرې خوشحاليږي هم، او شر د الله تعالى په اراده سرته رسيږي او د الله تعالى رضاء ورسره نه وي.
او ستاسې دويمه پوښتنه چې هر څه چې الله تعالى په تقدير کې ليکلي وي هغه کېږي نو د  خلکو منډو ترړو ته څه ضرورت دى.
په دې باندې بايد پوه شو چې د تقدير ليکل داسي دي چې الله تعالى په هر څه عالم دى او خپل علم يې په تقدير کې ليکلى دى يعنې په دې معنى چې الله تعالى په دې عالم و چې احمد به په دنيا کې په خپل اختيار سره نيک کارونه کوي نو دا الله تعالى په تقدير کې هم وليکل. د مثال په توګه زه په دې خبر يم چې سبا ته احمد ننګرهار ته ځي نو دا خبره له ځان سره په يوه کتابچه کې وليکم.

نو د تقدير معنى دا نه ده چې سړي به کوښښ او سعي نه کوي، بلکه هر څوک کوښښ او سعي کوي او الله تعالى د هر چا په سعي او کوښښ باندې نتيجه مرتبوي او دا هم څوک نشي بانه کولاى چې ما ته په تقدير کې هر څه چې ليکلي دي هغه کېږي نو زما عمل ته څه ضرورت دى، بلکه الله تعالى هر انسان مختار پيدا کړى يعنې اختيار لري که ښه کار کوي او که خراب کار کوي، ځکه کله چې انسان د يو کار  اراده وکړي، د انسان په داخل کې خو داسې يوه قوه نشته چې هغه منع کړي.
والله اعلم

ځواب وركونكى: مولوي مجيب الرحمن عاصم

اصلاح انلاین

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب