ترڅو چې رزق ختم نه شي مرګ نه راځي! | کیسه

یو سړی په کوهي کې ولوید، شاوخوا خلکو ور منډې کړ او سړی یې له کوهي نه را وویست. کله چې د کوهي په غاړه ودرید، نو یو ملګري یې یو ګیلاس شیدې ورکړې چې دا وڅښه ډیر به تږی شوی وې. سړي شیدې وڅښلې او د خلکو نه یې مننه وکړه چې پر وخت را ورسیدئ او زه مو د مرګ څخه بچ کړم. سړي خلکو ته کیسه شروع کړه چې څنګه کوهي کې ولویدم، ټول ورته غوږ شول بالآخره سړی د کوهي غاړې ته را نیژدې شو او خلکو ته یې هغه ځایونه ښودل چې لاسونه او پښې یې ورباندې تکیه کړل. همدا کیسه روانه وه چې سړي د کوهي څنډه باندې یوه تیږه باندې پښه کیښوده چې په دغه تیږه مې پښه ولګیده، د سړي پښه وښویده او یو ځل بیا کوهي ته ولوید او په حق ورسید.

په خلکو کې یو عالم هم موجود و، کله یې چې دا پیښه په خپلو سترګو ولیده، نو خلک یې مخاطب کړل چې د دغه سړي رزق تراوسه نه و ختم شوی، دا یو ګیلاس شیدې یې نصیب کې وې او د همدې لپاره الله تعالی اول ځل په کوهي کې د مرګ نه بچ کړ، مګر کله یې چې رزق ختم شو، شیدې یې وڅښلې نو دوهم ځل بیا کوهي کې ولوید او بالآخره په حق ورسید.

عبرت: مسلمان باید د تل لپاره په الله تعالی باور وکړي، هر څه په نیټه دي، مرګ او ژوند د الله له لوري تقدیر کې ورته لیکل شوي دي.

ترڅو چې انسان خپله روزي د ځمکې پر مخ ختم کړې نه وي، تر هغه وخته به هیڅکله ونه مري.

فضل الهي

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب