د رضاعي خورګانو سره نکاح روا ده؟

سوال:

اسلام عليکم ورحمت الله و برکاته
محترم وروره زما سوال دادي،يو هلک دخپلي خاله شيدي خورلي په ماشومتوپ کي همدا راز ددي دهما غي خاله زوي ددي دمور شيدي خورلي نو په دي دوارو ددي خاله لوريانو نکاح حرام شوه ايا ددي نور خويندي او ورونه د يو بل سره نکاح

ځواب:

وعليکم السلام
قدرمنه وروره سوال دى لږ مجمل دى که دې لږ په تفصيل سره پوښتنه کړې واى نوښه به وه په هرصورت زه به دالله متعال په مرسته يوصورت جوړکړم اوحکم به يې هم وليکم نوبياتاسې ترې ګټه پورته کړئ
دمسئلې صورت اوبيادې هغې حکم:

يوهلک چې فرض يې کړه خالد نوميږې دخپلې خاله چې  فاطمه نوميږي په ماشوم توب ( درضاع) په موده کې چې دامام صاحب ابوحنيفة (رح) په وړاندې دونيم کيږي  شدې خوړلي دي اوپه همدې توګه د فاطمې زوى چې احمد نوميږي دخالد دمور چې فرض يې کړه زينب نوميږي شدې رودلي دي
اوس د فاطمې چې څومره اولادونه دى د خالد خويندې او وروڼه شول خالد نشي کولاى چې د فاطمې له لورګانو سره نکاح وکړي

اوپه همدې توګه احمد هم دې نشي کولاى دزينبې له لورګانوسره نکاح وکړي
البته دخالد نور وروڼه کولاى شي چې د فاطمې له لورګانو سره نکاح وکړي اوپه همدې توګه د احمد نور وروڼه کولاى شي چې دزينبي له لورګانوسره نکاح وکړي.

والله اعلم

مولوي امين الله ازره وال

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب