قرآن ولې د خوګ غوښه حرامه کړې ده؟

قرآن کريم، ټول هغه خواړه، چې د انسان روغتیا، بدن او روح ته ګټور دي، او ښه خوند ولري، حلال ګرځولي، او پر انسان يې مضر پليت خواړه حرام کړي دي. غیرصحي او کرکجن خواړه خلکو ښوول د خدايي دين له وجیبو او خدمتونو څخه دی چې انسانان یې ترې خبر کړي، ځکه چې هغه مهال چې میکروب او جراثیم لا نه وو کشف شوي، او د انسانانو په بدنونو کې د پلیتو او مضرو خوړو اثار لا نه وو روښانه شوي، اسلام دا ټول پلیت خواړه حرام وګرځول، چې دا ټول د انسان په ګټه تمام شول.
یو له هغو حیواناتو څخه چې غوښه يې د حرامو حیواناتو په لیست کې راځي، خوګ دی، چې په قرآن کې د (لحم الخنزیر) یا د خوګ د غوښې خطاب ورته شوی: {إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِیرِ وَ…} ؛ بې شکه الله تعالی د مردارې غوښه، وینه، او د خوګ غوښه او هره هغه ذبحه پر تاسو حرامه کړې ده، چې د حلالولو پرمهال پرې د الله له نامه پرته بل څه ويل شوي وي. د دې ایت مضمون د قرآن په څلورو سورتونو کې راغلی. او لامل يې هم دا دی چې قرآن کریم ټينګار کوي چې د دې موضوع خطر او پر بدن او روح یې ناوړه اغېز په ډاګه کړي، خو له بده مرغه د نړۍ يو شمېر هېوادونه له دې چټلې غوښې ګټه اخلي، په تېره بیا په امریکا او اروپايي هېوادونو کې خو د نورو حیواناتو له غوښې د خوګ غوښه ډېره خوړه کېږي، چې دا يې له رسمي خوړو څخه ګڼل کېږي.
اوس غواړم د خوګ د غوښې د حراموالي پر حکمت رڼا واچوم: ځينې د نظر څښتنان د خوګ د غوښې د حرمت په اړه د قرآن کریم ځينو حکمتونو ته اشاره کړې ده، چې ځينې يې دلته راوړم، او په دې اړه ګرانو لوستونو ته ښايي ګټور تمام شي.
د خوګ د غوښې د حراموالي د فلسفې په اړه پر دوو برخو غږېدی شو:
الف: د خوګ د غوښې روحي او رواني اغېز ان د اروپايانو په نزد – چې د خوګ غوښه هم خوري – خوګ د بې غيرتۍ نښه او یو چټل حیوان دی. خوګ په جنسي چارو کې فوق العاده بې پروا او لا أبالي حیوان دی او سربېره پر دې، او علم ثابته کړې، هرڅوک چې د خوګ غوښه ډېره خوري، له جنسي پلوه يې هر څه ختمېږي، یانې جنسي قوت یې له منځه ځي. یو لیکوال ليکي: خوګ د ناموس ساتنې غیرت نه لري، او خپله خوګه ښځه د نورو نارینه وو خوګانو په منځ کې پرېږدي، چې هغوی هرڅه ورباندې کوي، دی په سپينو سترګو ورته ګوري، او ان ځينې وخت خوند هم ترې اخلي، چې دا خصلت د خوګ په غوښه کې پروت دی ، له همدې امله هغه کسان چې د خوګ غوښه ډېره خوري، همدغه رذیل او پلیت اخلاق تر ژوند تر پایه ورسره مل وي.
ب: د خوګ د غوښې روحي او رواني اغېز صحي ضررونه او هغه ناروغۍ چې د خوګ له لارې انسانانو ته انتقالېږي: داسې ګڼې ناروغۍ شته ، چې اصلي لامل او سبب یې د خوګ غوښه ګرځېږي، او د دغو ناروغیو په رامنځته کېدو کې د خوګ غوښه زیات رول لري:
1. وینه لرونکی اسهال؛
2. عفوي ژيړی؛
3. انتاميب هيسټولټيک، هغه چې انسان په اميبي اسهال اخته کوي؛
4. هغه ناروغۍ، چې له امله يې پر انسان سرې نونکۍ راخېږي، او سخت بخار او درد لري، چې زیاتره پر مخ او لاسونه راپورته کېږي؛
5. د شریانونو سختېدل، د مفصلونو دردونه او مسمومیت، چې لامل يې د خوګ په غوښه کې د زیاتو غوړو او اسيداوریک موجودیت په ګوته شوی دی؛
6. خوګ د پليتو او ان د خپلې کورنۍ د نژدې غړو د غوښې په خوړلو هم سرپه نه کوي؛ له همدې امله يې معده له چټلو میکروبونو ډکه وي، چې له هماغه ځایه یې نور بدن، غوښې، وينې او شیدو ته سرایت کوي.
خو د ځينو ناروغیو لامل بیا يوازې د خوګ د غوښې خوړل په ګوته شوي، چې ځينې يې دا دي:
1. (د خوګ کدو)، دا هغه راز خواړه دي، چې د خوګ په غضلو او مغز کې پيدا کېږي، چې انسان د غوږونو لپاره بېلابېلې ناروغۍ راپيدا کوي .
2. (تري شینوز)، دا هم د خوګ په پوستي کې يو بل ډول پوستکی دی، چې د معدې د ديوالونو د التهاب او سولولو لامل ګرځي، د معدې جوش ترې رامنځته کيږي، په ټول بدن او په تېهر بیا په عضلاتو کې د سخت درد لامل ګرځي، د ساه لنډۍ سبب ګرځي، سړی خبرې په سمه توګه نه شي کولی او نه هم خواړه سم ژوولی شي…. چې لا تراوسه د دغو ناروغیو درملنه نه ده شوې.
3. د خوګ له غوښتې ګټه اخیستل، دا چې غوښه يې ډېره سخته ده، معده يې نشي هضمولی. باید ووایو چې په اسلامي هېوادونو کې د اسلام د جدي مبارزې په لړ کې، د دغه چټل حیوان غوښه ډېره نه مصرفېږي، له همدې امله یادې شوې ناروغۍ هم په دې هېوادونو کې لږې لیدل کېږي، خو په لويديځو هېوادونو، اروپا او امریکا کې بیا پرې بنديز نشته، خو بیا هم هلته زیات خلک د خوګ له غوښې ځانونه په څنګ تېروي؛ د روسيې په ځينو برخو کې د خوګ د غوښې له امله د ځينو ناروغیو د رامنځته کېدو په لړ کې د خوګ د غوښې پر خوړلو بندیز ولګېده.

 

مینه هوسۍ

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب