د شخصیت وژنه

له شخصیت وژنې، تحقیرونې او له ننګونې مې کرکه راځي، هیڅ راته معقول عمل ښکاري نه.
هر انسان په خپل درون کې یو منله شخصیت دی او ځان ته په ډېر احترام قایل دی.
هېڅوک نه غواړي چې خپل شخصیت خپله وننګوي، نو چې د ځان لپاره دا چاره دومره بده ګڼې، ولې د نورو په شخصیت وژنې خپل افکار پنځوې.
د سوشل میډیا تر ټولو لوی زیان چې موږ ته رسېدلی، همدا دی او دلته یو څوک په مستقیم ډول د نورو په شخصیت وژنې بوخت دي.
موږ تمثیلګر او د ځان ښودنې وګړي ډېر ښه پېژنو، هغوی چې دا چاره دلته په سوشل میډیا اجراء کوي، ورته وایم: لږ زره سر خپل اصلي ژوند او تېر بګراونډ ته هم ښکاره کړه، تر څو چې دلته په تمثیلي بڼه خلکو ته ځان تعریفوې، باید اصلي ژوند دې هم جوړ اوسي.
موږ ډېری وخت د نورو پېژندنې کې تېروتنه کړې او د هغه اصلي ژوند مو په فیسبوک تعبیر کړی دی؛ خو اصلي ژوند به یې داسې وي چې د کور غړی به ترې هم ښه خاطره نه لري.
شخصیت په ځان ثابتولو نه جوړیږي، بلکې ته داسې اوسه چې شخصیت تا نورو ته ثابت کړي.
خوش باوري او پرته له تحقیق د یو چا منل او افکارو ته یې معقولیت ورکول لویه تېروتنه ده، چې بیا یې جبران ممکن سخت اوسي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب