د کورنۍ تربیت او دیندارۍ ته پاملرنه کول

 

 

ګرانو لوستونکو! کله ناکله  داسې کلیات یا غټ موضوعات وي چي د انسان بلکل ورته فکر نه وي، نن مونږ په دینا کې ژوند کوو، رب العالمین جل جلاله مونږ پر دې خبر کړي یو چې د دنیا له ژوند څخه پس یوه بله زندګي هم لرو، چې هغه د آخرت ژوند دی، له دې وجې دا زمونږ مسؤلیت دی چې لکه څرنګه د کورنۍ د دنیوي ژوند اسبابو برابرولو په فکر کې یاستو، د آخرت د ښایسته کولو فکر هم باید مونږ سره وي.

ګرانو لوستونکو! رب العلمین جل جلاله په مونږ باندې ډېر احسانونه کړي ، ډېر نعمتونه يې راکړي، دې ټولو نعمتونه شکر اداء کول پر مونږ لازم او واجب دي، په دې اړه باید فکر وکړو چې دا دومره ډېر نعمتونه چا را کړي دي، د دې ټولو نعمتونو تر څنګ په انسان باندې د الله جل جلاله لخوا د اولاد پیرزوینه هم یو لوي نعمت دی، د دې شکر اداء کول پر مونږ واجب دی، رب العالمین جل جلاله اولاد د انسان د دنیا او آخرت د ګټې دپاره پیدا کړی، په دنیا کې اولاد د انسان مټ او بازو یادېږي، چې کوم انسان اولاد ونه لري هغه په ځان او کور کې ډېر د کمۍ احساس کوي، هغه ځان پوره نه بولي، هغه وايي چې زما نسل نور ختمیدو والا دی، همدارنګه اولاد د مور او پلار لپاره د آخرت زریعه ده، د نبي اکرم صلی الله علیه وسلم حدیث دی: «إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَمَلُهُ إِلا مِنْ ثَلاثٍ : صَدَقَة جَارِيَة ، أَوْ عِلْم يُنْتَفَعُ بِهِ ، أَوْ وَلَد صَالِح يَدْعُو لَهُ» رواه مسلم.

ژباړه: کله چې انسان مړ شي، د اعمالو ثواب يې قطعه او بند شي، مګر د درې شیانو ثواب به پس له مرګه هم ورکولی کېږي، اول صدقه جاریه، دوهم علم نافع، دریم نېک اولاد دی.

نېک اولاد پس له مرګه  خپل مور او پلار ته دعاء کوي، چې یا الله! زما مور او پلار وبښې، جنتونه ورکړې، درجات يي لوړ کړې او داسي نور…

نو د داسې نعمت شکر اداء کول چې پس له مرګه يې انسان ته ګټه یا ثواب رسېږي لازم او واجب دي، د دومره لوی نعمت شکر اداء کول دا دي چې ته د اولاد هغه حقوق اداء کړې چې الله جل جلاله درباندې لازم ګرځولي دي، نو اولاد ته داسې تربیه ورکړه کوم ډول چې الله  جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم تاته هدایت کړی دی، او په داسې اعمالو او کارونو باندې يې عادت کړې چې دوي ته هم فایده مند وي او تاته يې هم فایده ورسېږي، له داسې کارونو څخه يې منعه کړې چې اولاد ته ضرر رسوي بیا چې ترڅو د انسان نسل باقي وي اولادونه نوسیان کړوسیان … چې سلسله په سلسله علمي او ښه تربیه ورکړل شوي وي، تاته به اجر او ثواب درکول کېږي، ر ب العالمین جل جلاله فرمايې: ﴿ وَالَّذِينَ آمَنُوا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّيَّتُهُم بِإِيمَانٍ أَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّيَّتَهُمْ  ﴾ الآية [الطور: ۲‍۱].

ژباړه: او هغه کسان چې ایمان يې راوړی دی، اومتابعت کړی وي د دوی اولادونو د دوي په ایمان سره نو پیوست به کړو مونږ په دوي پوري اولادونه د دوي .

يعنې د کاملانو او د دوی متعلقین که په ایمان باندي قائم وي او د خپلو کاملو اسلافو په لاره باندې لاړ شي او هغه خدمتونه چې اسلافو يې کړي دوي هم د هغه په انجام او تکمیل کې سعيه وکړي نو د الله تعالی په فضل او کرم به دوی له هغوي سره په جنت کې یو ځاي کېږي.

په هر انسان باندې د خپلو اولادونو ضروري او لازمي حق دا دی چې خپله کورنۍ د دوزخ له اور څخه  وساتي لکه چې رب العالمین جل جلاله فرمايي: ﴿ يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا ﴾ الآیة [التحريم: ۶].

ژباړه:  ای هغو کسان چې ایمان يې راوړی یعني ای مؤمنا نو وساتئ تاسې ځانونه خپل او کورنۍ خپله  (دالله په بندګۍ سره) د دوزخ  له اور څخه.

يعنې هر مسلمان ته لازم دي چې د خپلو ملګرو او کورنۍ په دیندارۍ او مسلمانۍ کې هم توجه وکړي او د هغوی په سمون او لارښونه کې کوشش وکړي، د هغو په ډارولو، پاللو، روزلو، مینه، محبت، عبادت ته تشویقولو، وهلو او نورو وسېلو سره چې هغوی ته د دين لارې ور وښايي، که سره له دې هم هغوی په لاره برابر نه شول بیا نو د دوی کمبختی ده ( تفسیر کابلی دوهم جلد ۱۴۸۲).

حضرت قتاده رضی الله عنه د دې آیت په مورد کې وايې: اولاد ته به په بندګۍ سره امر کوي او له ګناهونو څخه به یې منعه کوي، کله چې عبادت ترې پاته کېږي یا ګناه کوي، له هغه څخه دې منعه کړي او سزا دې ورکړي.

همدارنګه نبي اکرم صلی الله علیه وسلم ته هم دا رنګه حکم شوی چې ﴿ وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ ﴾  [الشعراء: ۲۱۴].  یعني خپل نږدې خپلوان له اور د دوزخ څخه وډار کړه.

له دې امله علماء لیکي چې اولادونو ته په ديني تربيت، لمونځ، زکاة، روزې حج وغیره امر کول لازم دي، بلکې دا یو عظیم مسؤلیت ده.

په دې مورد  کې به ان شاء الله مهم مسؤلیتونه او حکمونه سلسله په سلسله ذکر کړو، امید دی چې په عملی کولو سره به يې د اولاد د نجات زریعه وګرځېدی شي.

لیکوال: مولوي حمد الله آخونزاده

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب