د علي بن ابی طالب رضی الله عنه ژوندلیک

لنډ ژوند يې

–    لومړنی کس وو چې په کوچنيوالي کې مسلمان شو او له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره يې يو ځای لمونځ وکړ.
–    رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت په شپه هغه په خپل کور کې پريښود تر څو له رسول الله سره د مشرکينو ايښي امانتونه بيرته ور وسپاري.
–    رسول الله صلی الله عليه وسلم د هجرت په دوهم کال خپله لور فاطمه ور ته په نکاح کړه.
–    حضرت علي رضی الله عنه په لس کلنۍ کې ايمان راوړ او په ۲۳ کلنۍ کې يې هجرت وکړ. د رسول الله د وفات پر وخت ۳۳ کلن وو او د ۶۳ کلونو په عمر شهيد کړای شو.
–    د ۳۵ هجري کال د لوی اختر مياشت کې خليفه وټاکل شو. د خلافت موده يې څلور کاله او اته مياشتې وه.
–    د ۴۰ هجري کال د روژې په مياشت کې په شهادت ورسيد.
نوم او نسب يې
نوم يې علي او د پلار نوم يې ابی طالب وو. ابی طالب د عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف زوی وو چې قريشي هاشمي وو. نسب يې په لومړي نيکه (عبدالمطلب) کې له رسول الله سره يو ځای کيږي.
کُنيه يې ابوالحسن او ابوتراب وو. رسول الله صلی الله عليه وسلم به ور ته د ابوتراب نوم اخيست. حضرت علي رضی الله عنه هم دا خوښوله چې د ابوتراب په نوم وبلل شي.

پيدايښت او کوچنيتوب يې

د رسول الله صلی الله عليه وسلم له سپيڅلې زوکړې ۳۲ کاله وروسته يې نړۍ ته سترګې وغړولې.
پلار يې، ابوطالب، د قريشو له مشرانو څخه وو چې د رسول الله د پيغمبرۍ د پيل په وختونو کې له هغه څخه د دفاع او د مشرکانو له خوا د هغه د ازارولو د مخنيوي په وسيله يې د مسلمانانو په ملاتړ کې اغيزناکه ونډه درلوده.
له هغه ځايه چې ابوطالب د ګڼې کورنۍ څښتن او بې وسه وو، له بعثت څخه وړاندې رسول الله او د هغه تره حضرت حمزه په دې پرېکړه وکړه چې له هغه سره د هغه د ځينې کورنۍ لګښتونه په غاړه واخلي. علي د رسول الله په برخه شو او د بعثت تر وخته د هغه په کور کې اوسيده.

ځانګړتياوې يې

د سر په مخکنۍ برخه يې ويښتان نه درلودل، څيره يې غنم رنګه او ويښتان يې سپين وو. د غښتلو مټو، لږې راوتلې ګيډې او غټې تنې خاوند وو.

مسلمانيدل يې

د جهالت د وخت په عادتونو او چټليو بيخي نه دی ککړ شوی ځکه چې په لس کلنۍ کې په اسلام مشرف شوی او لومړنی کس دی چې په دې عمر کې مسلمان شوی.
يوه ورځ دی خپل پلار ابوطالب د مکې په يوه دره کې له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره په لمانځه وليده، ور ته يې وويل: زويه! دا څه دين دی چې تا غوره کړی؟ ويې ويل: پلاره! د خدای د رسول په دين مې ايمان راوړی او هغه څه مې منلي چې هغه د الله له لوري راوړي. له ده سره د خدای له پاره لمونځ کوم او د ده پيروي کوم.
ابوطالب وويل: زويه محمد (صلی الله عليه وسلم) دې له خير پرته بلې لارې ته نه رابلي، له ده سره اوسه او هيڅکله هم مه ترې جلا کيږه.

له رسول الله سره

د خپلو سرښندنو او سرتيريدنو له برکته يې د مسلمانۍ له هماغه پيل څخه د رسول الله په زړه کې ځای ونيو او د هغه د نږدې دوستانو د ډلې برخه شو.
په ټولو غزاګانو کې يې ګډون کړی، پرته له تبوک غزا څخه چې رسول الله په خپل ځای په مدينه کې پريښود.
د هجرت په نهم کال چې د برائت سورت نازل شو، علي رضی الله عنه د رسول الله له خوا په دې وګومارل شو چې دا سورت خلکو ته ورسوي.
هو، له رسول الله سره د علي سرښندنه او ملګرتوب د رسول الله تر وفاته دوام وکړ. رسول الله ور ته خپله لور فاطمه په نکاح ورکړه، په ژوند يې د جنت زيری ورکړ او په دې توګه د لسو زيري ورکړل شويو صحابه وو (عشره مبشره) د ډلې برخه وګرځيد.

your ads

د رسول الله له وفاته وروسته

علي رضی الله عنه د ابوبکر د خلافت پر مهال د هغه غوره سلاکار او وزير وو چې تل يې د مسلمانانو د سرلوړۍ او بريا له پاره په ريښتينولۍ او سوچه زړه کار کړی.
د حضرت عمر د خلافت پر وخت هم د دولت له لوړپوړو څخه وو او چې عمر به له مدينې بيرون په سفر ووت، دی به يې پر خپل ځای پريښود.
د حضرت عثمان د خلافت وار چې راورسيد، د نورو اصحابو په څير يې ور سره بيعت وکړ او تل د هغه سلاکار او ملاتړ وو.

د حضرت علي رضی الله عنه خلافت

د عثمان له شهادت څخه وروسته د مسلمانانو خليفه وټاکل شو او خلکو ور سره بيعت وکړ. مګر هغه اسلامي سوبې چې د ابوبکر صديق رضی الله عنه د خلافت پر مهال پيل شوې وې، د کورنيو جنجالونو له کبله د څه وخت له پاره ودريدې.
که ژوند ور سره وفا کړې وای او د خلافت په موده کې يې کورني جنجالونه نه وای، خلافت به يې د مسلمانانو له پاره د عدالت، استقامت او برکت له پلوه د تاريخ له ځلانده دورونو څخه وو.

شهادت يې

د خوارجو ډلې د يوه تن له خوا چې ابن ملجم نوميده، په شهادت ورسيد، داسې چې علي رضی الله عنه ته پټ ناست وو او د سهار لمانځه ته د وتلو پر وخت يې پرې د تورې وار وکړ او پر ځمکه ولويد. خلک پر حضرت علي راټول شول، ابن ملجم يې هم ونيو او حضرت علي رضی الله عنه ته يې چې ټپي وو، ور ووست. هغه وويل: د نفس قصاص نفس دی. که مړ شوم، هماغه ډول چې وژلی يې يم ويې وژنئ، او که ژوندی پاتې شوم، په اړه به يې په خپله پريکړه وکړم.
حضرت علي کرم الله وجهه له ټپي کيدو دوه يا درې ورځې وروسته د هجرت په څلويښتم کال له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
حضرت علي د پوهو، عالمانو او فقهاوو اصحابو له ډلې څخه وو.
علي زړور، نيک او زاهد سړی وو. د دومره برترۍ څښتن وو چې امام احمد بن حنبل يې په اړه ويلي:
هومره فضيلتونه چې د حضرت علي په هکله په روايتونو کې راغلي د رسول الله د اصحابو له ډلې د بل هيچا په باره کې نه دي راغلي.

رضی الله عنهم

ليکنه: استاذ مصطفی سباعي
ژباړه: ډاکټر غنچه ګل ارمان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب