نورمال وزن د ماشوم د روغتیا نښه ده

په ماشومانو کې د روغتیا تر تولو ښه نښه د هغوی نورمال وزن دی؛ چاغښت په ماشومانو کې له درې کلنۍ وروسته شروع کېږي چې د میندو او پلرونو اندېښنه هم له همدغه ځایه پیلېږي.
په ماشومانو کې د چاغښت د مخنیوي لپاره باید د هغوی په غذایي رژیم کې بدلون راوستل شي. په غذایي رژیم کې بدلون په دې مانا نه دی چې کمښت پکې را وستل شي.
ماشوم د خوراکي توکو له ترکیب څخه بې خبره وي، نو له همدې کبله د یوه منظم غذایي رژیم لپاره د هغوی مجبورول یو څه ستونزمنه خبره ده او بله دا چې ماشوم کولی شي په پټه هم له خپل غذایي رژیم څخه سرغړونه وکړي او ورځ تر بلې یې وزن زیات شي.

هره میاشت مو د خپل ماشوم وزن او قد سره پرتله کړئ او غذایي رژیم ته یې پاملرنه وکړئ. تر ټولو ښه خبره دا ده چې ماشوم د تغذیې د برخې متخصص ته ورولی څو ورته منظم غذایي مهالوېش جوړ کړي او په سم ډول یې عملي کړئ.
ماشوم باید په ورځني ډول له ټولو غذایي وعدو څخه برخمن شي. اجازه مه ورکوئ چې ماشوم د ټلوېزیون کتلو پر مهال خواړه وخوري.

ژباړه: حمیدالله حمیدي

 

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب