د اولاد روزنې ۴ مهمې مشورې!

زمونږ یو خپل وه، د خپل ځوی روزنې ته سخت لیوال وه، په پاو غلطۍ به ورته من غوسه کیده، او خروار وهل به یې ورکول. هلک لا لس کلنۍ ته نه وه رسیدلی چې پلار څو امساګانې پرې ماتې کړلې. خو ځوی نه سمیده. تردې دې چې بله ورځ تقریبا د ۱۶ عمر کې یې خپل پلار وواهه او هډوکی یې په کې مات کړ. دا یوه اسانه بیلګه ده، د وطن هر کور کلي کې داسې په شل هاوو بیلګې شته.

زمونږ په ۱۰۰ کې ۹۹.۹۹ سلنه خلک کوښښ کوي په زور خپل بچیان لارې ته راولي، خو د بې لارۍ اسباب یې له مخې نه لرې کوي، او نه هم خدایي لارو چارو ته توجه کوي. کنه مشکل به اسانه حل شي او د هر یوه بچیان به لارې ته راشي.

ښه نو څه کول په کار دي؟

مخکې له دې چې اولاد بې لارې شي، په کار دی چې پلار خپل اولاد بې لارې کیدو ته ونه رسوي، ځکه انسان چې خام شي بیا نه پخیږي، خو بیا هم نا امیدي نه ده په کار، لاس په کار کیدل او کوښښ باید وشي چې ستونزه حل شي. د بې لارې اولاد سمولو لپاره باید دنیاوي اسباب او په الله توکل څنګ په څنګ سره وکارول شي. یو شمیر دنیاوي اسباب په دې طریقه دي:

۱- اول باید د اولاد د بې لاریتوب لاملونه وکتل شي، او کوښښ وشي په داسې طریقه دغه لاملونه له منځه یوړل شي چې د اولاد ورته بیخي پام هم نه شي، مثلا که اولاد د زیاتو پیسو لرلو له کبله ټوله ورځ په غلطو لارو پیسې لګوي نو په اولاد پیسې په داسې نرمه او غیرمستقیمه طریقه بندې یا کمې کړل شي چې اولاد دا ګومان ونه کړي چې په ما یې قصدي تنګلاسي راوستله، بلکې بهانې، قرضداري، او نور لاملونه ورته وښودل شي او تشویق شي چې په لږ پیسو خپله اړتیا پوره کړي.

دې طریقې ته «منفي» طریقه هم ویلی شي، ځکه د بې لارې کیدلو لاملونه منفي کیږي.

۲- بیا، مثبته طریقه: د اولاد وختونه باید په ښو او فایده لرونکو کارونو داسې ډک شي چې سر ګرولو ته وزګار نشي، او پلار باید متوجه اوسي چې د اولاد مهال ویش دومره ډک کړي چې باید په یوه ورځ کې ورته د ۲ ورځو کارونه رامخې ته کړي، مثلا: له سهار لمانځه وروسته مسجد ته د قرانکریم زده کړې لپاره ولیږل شي، بیا له چای خوړلو وروسته ښوونځي ته، بیا له غرمې وروسته د شروط الصلاة او دې په څیر د مانځه او دیني احکامو زده کولو کتابونو لوستلو ته واستول شي. له مازدیګر تر ماسخوتنه کورس ته، یا په کور کې د هغه مضامینو په تکراري زده کولو مصروف کړل شي چې ښوونځي کې یې لولي، دې سره به د ښوونځي سبقونو کې برلاسی شي او بیا په شوق ښوونځي ته هم ځي.

په دې ترتیب به اولاد شیطانت، او رذالت کې سوچ کولو ته وخت نشي موندلی، عملي کول خو لا لرې خبره ده، په یو وخت کې به پلار دوه ګټې وکړي، لومړی دا چې اولاد به یې لارې ته راشي، دویم دا چې ښه او روښان په دین او دنیا برابر راتلونکی به ولري.

۳- هڅول او تشویقول: باید پلرونه خپلو اولادونو سره د برابر سیال په څیر چلن ونه کړي، مطلب دا چې له کشر اولاده باید دا تمه ونه کوي چې په نیمه خبره پوه شي او دا تمه ونه کوي چې اولاد خپله ګټه او تاوان پیژني، بلکې باید اولاد ته د اولاد په سترګه وګوري، یاني دا چې اولاد په هیڅ خبر نه دی، په ګرم یخ خبر نه دی، په ګټه تاوان خبر نه دی، نو په کار دی چې د اولاد دغه حالت ته په کتو سره نیکو کړنو ته د اولاد د هڅونې او تشویق لارې چارې جوړې کړل شي، غوسې ونه کړل شي، وهل او ډبول باید آخري چانس وي، له هغه مخکې د تشویق ټولې طریقې وکارول شي.

د تشویق یو مثال دا دی چې کله اولاد یو سم کار وکړي نو باید وستایل شي، او په عیبونو یې سترګې پټې کړل شي، خو د دغو عیبونو له منځه وړلو لپاره باید د کیسې په ډول د کوم بل ماشوم واقعه خپل اولاد ته بیان کړل شي چې یو ماشوم وه، مثلا سبق یې نه زده کوه، د پلار خبره یې نه اوریدله، همداسې لوی شه، پلار ورته ښیرا وکړلې، کلي کور ورته ښیرا وکړلې، او نتیجه کې سړی خوار زار، غریب، معیوب، او په مصیبتونو ولړل شو.

اولاد چې خپل عیب بل کې وګوري او بیا یې بده نتیجه واوري نو له شرمه هم کوښښ کوي چې د خپل پلار په وړاندې خپل ګټلی صفت په بدردو وانه ړوي، په دې ترتیب هره ورځ باید اولاد په ښو کارونو دومره وستایل شي چې اولاد لا وهڅیږي او هره لحظه د پلار خبرو ته غوږ وي، که پلار کوم کار نه خوښوي هغه ونه کوي، او که په کوم باندې بچیان ستایي هغه کوي.

۴- څلورمه مشوره په الله توکل دی، مطلب دا چې باید د اولاد روزنې کې سړی دا یقین ولري چې که د الله له طرفه اولاد ته سمه لارښوونه ونشي نو د بنده هر کوښښ بې نتیجې دی. اوس څرنګه کولی شو د الله تعالی له طرفه خپل اولاد ته د هدایت لاره هواره کړو؟

څو خبرې دي چې باید د الله تعالی له طرفه خپل اولاد ته د هدایت غوښتنې لپاره پام کې ونیول شي:

الف- خپل اولاد ته دعا: باید پلار مور خپل اولاد ته دایم د نیکې لارې دعا په ژبه ولري، یو وار هم ښیرا ونه کړي، ځکه حدیث شریف کې راځي چې د الله پاک او د درې کسانو ترمنځ پرده نشته، یو پکې پلار مور دي چې خپل اولاد ته دعا یا ښیرا کوي نو الله تعالی یې سمدستي قبلوي. له دې کبله باید مور پلار د خپل اولاد لارې راوستو لپاره لوی الله ته لاس په دعا شي، زارۍ وکوي، ترڅو یې سم  کړي. که الله پاک یې سم نه کړي نو هیڅوک یې نشي سمولی. د نوح علیه السلا زوی کافر وه، د ابراهیم علیه السلام پلار کافر وه، د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دوه ترونه له دې دنیا کافران لاړل، دغو انبیاوو علیهم الصلاة والسلام ډیر کوښښونه وکړل چې خپل دغه خپلوان د الله لارې ته راولي، خو الله پاک په قرآن کریم کې خپل پیغمبر علیه السلام ته په واضحه ویلي چې: «[اې پیغمبره] ته چې چاته وغواړې او خوښ دې وي، هغه ته هدایت نشې ورکولای، خو الله چې چا ته وغواړي هدایت ورکوي، الله هغه خلک ښه پیژني چې د هدایت منونکي دي.» سورة القصص ۵۶آیت.

دعا په دوه ډوله ده، یوه هغه چې پکې سړی خپل لاسونه خپل رب ته لپه کړي او څه ترې وغواړي، دویم هغه چې لاسونه نه پورته کوي، عامې خبرې کوي، خو خپل اولاد ته یې دعا حسابیږي: داسې چې کله کله ځینې پلرونه له ډیرې خوشالۍ خپل اولاد ته ښیرا وکړي هم قبلیږي، مثلا یو کس خپل اولاد ته چې ماشوم وي« توتو» «کوتری» «داړور» «لوپر» او دیته ورته الفاظ استعمال کړي نو دا هم اولاد ته دعا ګرځي، او اولاد څخه ریښتیا انساني سپی، کوتری، داړونکی، او لوپر جوړیږي.

له دې وجې باید خلک خپلو اولادونو ته هیڅ وخت بد القاب ونه کاروي، ځکه هغه ورته دعا ګرځي او رنګ راوړي، بلکې تل خپل اولاد ته نیک القاب وکاروي، مثلا، د الله نیک بنده، د دین عالمه، مجاهده، زاهده، پرهیزګاره، متقي، او دېته ورته کلمات ورته وکاروي.

پای کې د دعا د اغیز په اړه د امام کرخي رحمة الله علیه یوه واقعه را اخلم:

امام کرخي رحمة الله علیه د بغداد له مشهورو متقیانو څخه ؤ، یو ځل د دجلې سیند په غاړه خپلو شاګردانو سره ناست وه او سبق یې وایه، دې منځ کې یوه ډله ځوانکیان په یوې وړې کښتۍ کې سپاره تیر شول چې سندرې ټنګ ټکور یې غږوه او شراب یې څښل.

دې حالت ته په کتو سره یوه ناست کس ورته ویل چې: آیا ته نه ګورې چې دا کسان د سیند په منځ کې داسې ګناه کوي؟ ښیرا ورته وکوه!

کرخي صیب لاسونه اسمان ته پورته کړل او د زړه له درده یې کړل چې «اې زما بادار او ربه… تا ته سوال کوم چې په جنت کې داسې خوشاله کړې لکه دنیا کې دې چې خوشاله کړي دي». حاضرین حیران شول چې دا څه کوي، نو یوه ویل: مونږ درنه ښیرا وغوښتله مونږ دعا ونه غوښتله!

نو کرخي صیب وفرمایل چې« که الله تعالی دغه بنده ګان په آخرت کې خوشاله کوي نو دنیا کې به توبه ور نصیب کوي، او تاسې ته یې هیڅ تاوان نه رسیږي!»

بل ځای راځي چې کرخي صیب د خپل بې سره ځوی په هلکه دعا کوله چې «اې الله! ما خو یې د سمولو کوښښ وکړ خو وس مې ونشو، نو ته یې راته سم کړې!» روایت وایي چې د الله په فضل سره ځوی یې لارې ته راغی تردې چې پرهیزګار، پاک نفسه او له الله ویریدونکی بنده ترې جوړ شو.

آخر کې الله ته سوال کوو چې په دې خبرو موږ ته لومړی د عمل کولو وس راکړي او بیا ټولو مسلمانانو ته، او الله تعالی دې د ټولو مسلمانانو اولادونه داسې نیک بنده ګان جوړ کړي چې د پلرونو د سترګو یخوالی او د الله تعالی د رحمت سبب وګرځيږي.

لیکوال: عبدالله «ویښ»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب