ورځني عادتونه چې د چاغوالي لامل کیږي

ډیر عادتونه او لاملونه شته چې د وزن د زیاتیدو لامل کیږي؛ خو دلته موږ ۵ ورځني عادتونه ذکر کوو چې په لوړه کچه وزن زیاتوي.

۱ـ غټې کپلې (ګولې) وهل: باور دی، هغه خلک چې غټې ګولې وهي، نسبت هغوی ته چې وړې ګولې وهي ډيره کالوري مصرفوي. نو کله چې غذا خورئ نو کوچنۍ ګولې ووهئ او ښه يې وژوئ تر څو ښه هضمه شي.

۲ـ کمې اوبه څښل: هغه خلک چې د ورځې له مخې لږې اوبه څښي، ډیر احتمال دی، چې وزن يې زیات شي.

۳ـ په غټو پلیټونو کې خورراک: هغه څوک چې په غټ پلیټ کې خوراک کوي، تر نورو ډیر خواړه هم مصرفوي، چې پایله يې د زیات وزن اخیستل دي.

۴ـ کم خوب: هغه څوک چې له مناسبې اندازې کم خوب کوي، چاغیږي. نو ددې لپاره چې خپل وزن کنترول وساتو، باید په منظمه توګه استراحت وکړو.

۵ـ د خیټورو ملګرو سره راشه درشه: هغه ملګري، چې ډیر خوراکي وي، د هغوی سره زیاته ناسته پاسته هم د وزن د زیاتیدو باعث کیږي. ځکه کله چې هم دوی بهر وځي، نو حتمن د خوراک لپاره څه اخلي.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
Back to top button
واسع ویب