ننداره ده نندار ـ منظوم نکل

د شاګردانو امتحان ؤ په سالون کي
څوک ؤ له يخه څوک له بيري په لړزون کي

سرمعلم وويل پنځه دقيقې وخت سته
تکليف که کوم د پوهاوي درسره سخت سته
خپلي پوښتني اوس لا وکړئ اوس لا وخت دی
بيا خاموشي غواړم او نور نو ستاسو بخت دی
يو ګوډ شاګرد سو را روان له ليري کونجه
بل ګوډ معلم سو ور روان له بله کونجه
هلک سوال درلودی غواړي جوابونه
جوابول غواړي معلم څو نور سوالونه
پر لور د يوبل دوی کاږه کاږه روان ول
په عاجله کي د دوی لوی لوی قدمان ول
غوڼي(۱) معلم چي کله وکتل و دوی ته
چپه رسته څرخونه يې ورکړل قرقلۍ ته
وکړه په زوره يې په غوڼي اواز نعره
ويې ويل واه واه ڼڼډاړه ده ڼڼډاړه(۲)
په غوسه سو غوڼي معلم ته سرمعلم
ول خاوري ور به کړې و نورو ته تعليم
خاندي پر بل چي خپل ادب ورڅخه غيب دی
بنده عاجز دی صرف الله بېله کوم عيب دی
……………..
(۱) گوڼ گوڼی، گڼگڼی، څوک چې په پوزه کې خبرې کوي
(۲) ننداره ده ننداره

احمدولي اڅکزی، د ۲۰۱۶ م کال د جنورۍ ۲۱مه نېټه

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب