هغه کسان چې کمپيوټر اوموبايل ته ډیرګوري دامطلب هرومرو ولولئ!

۲۰ – ۲۰ – ۲۰ – ۲۰ د کمپيوټراو موبايل کارونکو د سترګو لپاره ډېر مهم دي!

د کمپيوټراو موبايل کارونکي کولای شي، دخپلو سترګو ستړيا د يوه اسانه ورزش په ترڅ کې ورکه او ارامه کړي .

د څیړونکو د خبر له مخې دا ساده ورزش دادی چې هر کمپيوټر کارونکی بايد په ۲۰ دقيقو کې ۲۰ ثانيې پرلپسې سترګې رپول او همدارنګه د کمپيوټر له ښیښي ۲۰ فوټه (شپږمتره) لرې يوه شي ته د شلو ثانيو لپاره کتل او پر هغه د خپلو سترګو د نظر تمرکز کول.

د ۲۰ – ۲۰ – ۲۰ – ۲۰ (چې په شلو دقيقو کې شل ځلې پرلپسې سترګې رپول او د شلوثانيو لپاره شل فوټه لرې شي ته کتل او د نظر تمرکز پرې کول معنا لري) د کمپيوټر د کارونکو لپاره هغه اسانه لار ده چې په نړۍ کې په سلهاوو ميلونه کسان کمپيوټر ته د کتلو له امله د سترګو د ستړيا په مشکل اخته دي.

د کمپيوټر کارونکي چې هر وخت د سترګو د خشکي، او ستړيا ، سردرد، د غاړې او بندونو درد ولري، که چېرته دا مشکل روزانه وي، نو بیا دې ډاکټر ته مراجعه وکړي

هغه کسان چې له پورته يادوو ستونزو کړیږي زياتره هغه کسان دي، هر ورځ دری يا تر دې ډیر ساعتونه د کمپيوټر ته کیني،چې کیدای شي د سترګو درد او طبي عينکو په سترګو کولو ته يې مجبور کړي.

د امريکا د تکزاس پوهنتون د سوت ویسټرن طبي مرکز څیړونکی ډاکټر ايډوارډ منډلسن پر دې تاکيد کوي،چې په هرو شلو دقيفو کې بايد شل ثانيې سترګې په مسلسل ډول ورپول شي ، چې دا د سترګو د ستړيا، خارښ، سوي او خشکي له ورک کولو سره کومک کوي.

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب