نبوي سیرت (۸) – شام ته د رسول الله ﷺ دویم سفر او د خدیجې رضي الله عنها سره واده

 

شام ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم دویم سفر او د خدیجې رضي الله عنها سره واده:

لوې مؤرخ ابن إسحاق وایي: خدیجة بنت خویلد رضي الله عنها یوه تاجره، شریفه او مالداره مېرمن وه، سړو ته به یې خپل مال په مضاربت[۱] ورکولو، او قریش یو تاجر ټبر وو، کله چې خدیجة رضي الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صداقت، امانت او نیکو اخلاقو څخه خبره شوه، سملاسه یې هغه صلی الله علیه وسلم ته یو استازی ور واستاوه تر څو د ده مال شام ته د تجارت لپاره یوسي، او ده ته له نورو تاجرانو ښه مزد ورکړي، همدا وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ور سره موافقه وکړه او د خدیجې رضي الله عنها د مریي (میسره) سره شام ته روان شو، کله چې دوې د بُصْرا[۲] سیمې ته ورسېده، هلته د صومعې سره نږدې یوې وني ته تم شول، د صومعې[۳] راهب (نسطورا)[۴] د میسره څخه وپوښته چې دغه سړی څوک دی چې د دغه ونې لاندې ښکته شو؟ میسره ورته وویلې: دغه شخص د قریشو له قبیلې څخه یو تن دی، (نسطورا) راهب وویل: د دغه ونې لاندې پرته له نبي څخه بل څوک نه کښېني[۵].

رسول الله صلی الله علیه وسلم شام کې د تجارت توکي وپلورل، نور توکي یې واخیسته او بېرته مکې ته ستون شو، د خدیجې رضي الله عنها مریی میسره وايي: د سفر په اوږدو کې، د ټکنده غرمې په مهال به رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل اوښ سپور روان وو او دوې ملایکو به پر رسول الله صلی الله علیه وسلم سیوری کولو، کله چې مکې ته را ورسېده، او ګټه یې هم د نورو تاجرانو په پرتله ډېره کړې وه، همدا راز میسره د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول هغه کرامات او نا آشنا پېښې چې له ده سره د لارې په اوږدو کې پېښې شوې وې؛ خدیجې رضي الله عنها ته بیانې کړې، نو د خدیجې رضي الله عنها زړه ته دا پرېوته چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره واده وکړي؛ نو هماغه وو چې خپل ځان یې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته پېش کړ تر څو له ده سره واده وکړي، خدیجې رضي الله عنها هغه صلی الله علیه وسلم ته یوه ملګرې ور واستوله او هغه ته یې د دغه خبرو سپارښتنه وکړه[۶]: ای د کاکا زویه! لکه څرنګه چې ته یو شریف، با نسبه، صادق، امین او زمونږ له خپلوانو څخه یې؛ غواړم له تاسره واده وکړم، خدیجه هم دغه مهال د قریشو د اوچتو نسبونو څخه یوه شریفه، عاقله او مالداره مېرمن وه[۷]، همدا وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو کاکا ګانو سره پدې اړه خبرې وکړې، کاکا ګانو یې سملاسه د خدیجې رضي الله عنها کاکا ته د نوموړې خطبې پسې ولاړل، همدا وو چې پرېکون وشو، او د خدیجې رضي الله عنها مهر شل اوښان وټاکل شول او نوموړې بي بي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته واده شوه، د نوموړې عمر دغه وخت څلوېښت کاله وه[۸] او د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمر دغه وخت پنځه ویشت کاله وو[۹]، رسول الله صلی الله علیه وسلم پر خدیجې رضي الله عنها بله مېرمن ونه کړه تر دې چې مړه شوه..[۱۰]

د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول بچي په استثنا د ابراهیم له خدیجې رضي الله عنها څخه وو، لومړی القاسم وزېږېد (چې همدا د نبي علیه السلام کنیه هم وه)، بیا زینب، بیا رقیة، بیا ام کلثوم، بیا فاطمة او بیا عبد الله وزېږېدل، عبد الله په طیب او طاهر لقبونو نومول کېده، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټول زامن په وړکتوب کې وفات شوي دي، خو لوڼو یې ټولو اسلام راوړی او هجرت یې کړی دی، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ټولې لوڼې د فاطمې په استثنا د هغه صلی الله علیه وسلم په ژوند کې وفات شوې وې، خو فاطمه رضي الله عنها د پلار له وفات څخه شپږ میاشتې وروسته وفات شوه[۱۱].

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[۱] – مضاربت: داسې شراکت دی چې د دوو لورو ټاکل کېږي، د یوې لورې څخه مال اخیستل کېږي او بل لورې پر هغه مال تجارت کوي.

[۲] – بصرا د شام ته نږدې سیمه ده

[۳] – صومعه د نصاراوو عبادت خانې ته وايي.

[۴]  – لکه څرنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په لومړي سفر کې د بصرا د سیمې په یوه صومعه ( د نصاراوو عبادت خانه) کې تم شوی وو او هلته یې د هغه وخت راهب بحیرا سره لیده کاته کړي وو، او هغه د ده د نبوت نښې نښانې په ګوته کړې يې، خو شام ته په دویم سفر کې نومړی راهب (بحیرا) وفات شوی وو او بل راهب (نسطورا) قرار درلود.

[۵] – سیرة ابن اسحاق، صـ ۸۱.

[۶] – دغه مېرمن (نفيسة بنت منية) نومېده. الرحیق المختوم، تاليف: صفي الرحمن المباركفوري (المتوفى: ۱۴۲۷هـ)، لومړی چاپ، ناشر: دار الهلال بيروت.

[۷] – سيرة ابن إسحاق صـ ۸۲

[۸] – الرحیق المختوم، صفي الرحمن مبارکفوري، صـ ۵۱.

[۹] – سيرة ابن هشام جـ ۱، صـ ۱۸۷.

[۱۰] – الرحیق المختوم، صفي الرحمن مبارکفورية صـ ۵۱.

[۱۱] – مخکنۍ مرجع

لیکوال: عماد الدين سعيد

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب