د مطالعې لپاره شل زرينې کرښې

زده كړه او مطالعه يو له بل سره جوختې اړيكې لري، د خپلې زدكړې د كچې د اچتولو په موخه لازمه ده چې اغيزمنه مطالعه وكړو.

ژباړه: وحيدالله بهرام

دا هغه جملې دي چې په وار وار مو ويلې او يا مو هم له نورو څخه اوريدلې دي، ( د كتاب د لوستلو حوصله نلرم) (ستړى شوى يم) (دوه كرته مې ولوست، خو بيا مې هم زده نكړ) او…
ايا د زدكړې لپاره واقعاً لازمه ده چې يو مطلب په لس ګونو كرته ولوستل شي او په پرلپسې توګه تكرار شي؟ كه داسې وي نو ايا مطالعه واقعاً يو ستونزمن چار دى؟
زدكړه او مطالعه يو له بل سره جوختې اړيكې لري، د خپلې زدكړې د كچې د اچتولو په موخه لازمه ده چې اغيزمنه مطالعه وكړو. هيره د نشي چې مطالعه بيلابيل ډولونه لري، چې د موخې پربنسټ مطالعه ټاكل كيږي: لكه تفريحي مطالعه، زدكړيزه مطالعه، څيړنيزه مطالعه او …
د دې لپاره چې له مطالعې نه مو زياته ګټه اخيستې وي، لاندې ټكي په ياد ولرئ.
1.    د مطالعې لپاره مهالويش جوړكړئ او په خپل مهالويش باندې ټينګ واوسئ.
2.    د هر مطلب د مطالعې لپاره وخت وټاكئ، دغه ټاكنه تاسې په خپلو چارو كې ګړندي كوي.
3.     د مطالعې لپاره ټاكلى اطاق چې د مناسبې رڼا او هوا لرونكى وي غوره كړئ
4.     په عامه توګه د شپې ناوخته او سهار وختي ښه مطالعه كيږي، خو بيا هم دا په مطالعه كوونكي پورې اړه لري چې كوم وخت د ده لپاره مناسب دى.
5.    هر مطلب مو چې حافظې ته سپارلو وروسته تر هغې بايد (۱۰) دقيقې دمه وكړئ.
6.    يو بل ته ورته موضوعګانې پرلپسې مه لولئ.
7.    پدې موخه چې مغز مو ښه كار وكړي، بايد خوب مو كم نكړئ.
8.    مناسب خواړه وخورئ، په ياد ولرئ چې مخكې له مطالعې بايد له غوړو او درندو خوړو نه ځان وساتل شي.
9.    په مينه او انګيزه سره مطالعه وكړئ نه په جبري ډول.
10.    په ځان باور ولرئ او دغه جمله تل د خپل ځان سره تكرار وى.( زه كولاى شم)
11.    په تمرين سره خپله حافظه پياوړې كړئ.
12.    د مطالعې له مهمو توكو څخه قلم دى. ( تل د ځان سره ياداشت اخلئ)
13.    بس ده چې هر درس يو ځل، مګر په دقيقه توګه ولولى. ( ښه ولولى نه زيات)
14.    درسونه په منظمو فصلونو كې په پرلپسې ډول تكرار كړئ.
15.    كومه موضوع مو چې مطالعه كوله په ښه پاملرنه سره يې مطالعه كوئ، او له ذهني ناارامتيا نه ځانونه وساتى.
16.     پداسې توګه مطالعه وكړئ لكه چې د خپل ګران ملګري سره خبرې كوى.
17.    له ياده ونه باسئ چې په درس بايد ځانونه پوه كړو، نه دا چې حفظ يې كړو.
18.    كله چې خوشحاله وى او ذهن مو ارامه وو مطالعه وكړى، او كله چې ستړي شوى مطالعه بس كړئ.
19.    د خپلې پوهې پربنسټ مهم ټكي په نښه كوى.
20.    پر ځان اعتماد او د كاميابۍ هيله تاسې ته قوت دركوي ترڅو په ښه توګه مطالعه وكړى..

وحيد الله بهرام

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب