د رسول الله صلی الله علیه وسلم اولادونه

د رسول الله صلی الله علیه وسلم اوه اولادونه سوي دي دابراهيم پرته چي دماريې رضی الله عنها څخه زېږېدلى دئ نور ټول دخديجې رضی الله عنها څخه زېږېدلي دي او نومه يې په لاندي ډول دي:
1. قاسم : درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه زوى ترټولو مشر وو دده نوم رسول الله صلی الله علیه وسلم دخپل کنيه نوم په توګه استعمال کړى دئ او درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه زوى تر دوو کالو ژوند کولو وروسته وفات سوى دئ.
2. عبدالله : درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه دوهم نارينه اولاد دئ چي درسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کي په ماشوموالي کي وفات سوى دئ.
3. زينب : دا درسول الله صلی الله علیه وسلم مشره لور ده چي ابوالعاص ته يې په نکاح ورکړې وه.
4. رقيه : رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه لور عثمان  رضی الله عنه ته په نکاح ورکړې وه.
5. ام کلثوم : درسول الله صلی الله علیه وسلم درقيې تروفات يو کال وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم وعثمان رضی الله عنه ته په نکاح ورکړه.
6. فاطمة الزهراء : رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله دغه لوروعلي رضی الله عنه ته په نکاح ورکړې وه چي ددې مبارکي څخه دنبوي اولادې سلسله پيل سوې ده . درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول اولادونه دده مبارک تر نبوت وړاندي پيدا سوي دي پرته دفاطمې رضی الله عنها او ابراهيم څخه چي تر نبوت يو کال وروسته پيدا سوي دي.
7. ابراهيم : درسول الله صلی الله علیه وسلم دغه زوى دماريې رضی الله عنها څخه پيدا سوى دئ البته کله چي خديجه رضی الله عنها وفات سوه رسول الله صلی الله علیه وسلم ددې سره نکاح کړې ده . درسول الله صلی الله علیه وسلم ټول اولادونه دده په ژوند کي وفات سوي دي يوازي فاطمة رضی الله عنها دده مبارک تر رحلت شپږ مياشتي وروسته وفات سوې ده.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب