قباء کې تم کېدل | نبوي سيرت

قباء کې تم کېدل

د مدينې خلکو خبر تر لاسه کړ چې رسول الله صلی الله عليه وسلم   له مکې څخه را روان شوی دی، نو هره ورځ به له  مدينې بهر “حره”  نومې سيمې ته  وتل انتظار به يې کاوه، خو چې لمر به تود شو بېرته به  گرځېدل، يوه ورځ له ډېر انتظار وروسته كله چې بېرته کورونو ته ستانه شول،  يو يهودي د څه کار له پاره د خپلې کلا سرته ختلى و، چې ويې کتل څو تنه  را روان دي؛ نو نارې يې کړل : اى عربو! چې تاسو يې  انتظار  وئ  هغه  راغى، ټولو خلکو منډې کړې او له  وسلو سره هرکلي ته ور  ووتل، له روغبړ وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم  دگڼ شميرمسلمانانو په بدرگه  قباء کې د بنو عمرو بن عوف کلي ته ورغى، دا چې محمد صلی الله عليه وسلم  به غلی  و او ابوبکرصديق رضي الله عنه  به له خلکوسره خبرې کولې؛ نو نابلده خلک به ابوبکرصديق رضي الله عنه  ته ډير وړاندې کيدل؛ خو چې لږ وروسته پر رسول الله صلی الله عليه وسلم  لمر راغى او ابوبکرصديق  رضي الله عنه  پرې سيورى جوړ کړ ټول خلک پوه شول چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  خو دادى .

د مدينې ټولې کوڅې د هر کلي له امله شور او زوږ په سر اخيستې وې او دا د مدينې په تاريخ کې يوه بې سارې ورځ وه او له بلې خوا يهودانو هم د رسول الله  صلی الله عليه وسلم  په اړه اورېدلی زېری په خپلو سترگو وليدی بيا رسول الله  صلی الله عليه وسلم  په قباء کې د کلثوم بن هدم په کور کې واړول

قباء کې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  ټولې څلور ورځې ( دوشنبه ،سه شنبه ،چهارشنبه او پنجشنبه ) تېرې کړې د تم کېدلو پر مهال يې  هلته  دخپل نبوت نه وروسته تر ټولود لومړني  جومات (قباء) د بنسټ ډبره کېښوده .

درې ورځې وروسته علي رضي الله عنه  پلی  را ورسېد او قبا کې د کلثوم بن هدم په کور کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره يو ځای شو، نوموړی د دې لپاره مکه کې پاتې و چې د خلکو هغه امانتونه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره يې ايښي وو، بېرته هغوی ته وسپاري .

[irp][irp][irp]

د جمعې په ورځ د الله  جل جلاله  په امر په خپله سپرلۍ سپور شو ابوبکر  رضي الله عنه  يې شاته سپور شو خپلو ماماخيلو بنونجار ته يې خبر ورکړهغوی د توروسره راغلل او بيا ټول د مدينې په لور وخوځېدل چې بنوسالم بن عوف ته ورسېدل د جمعې د لمانځه وخت را ورسېد نو رسول الله  صلی الله عليه وسلم  د سلو کسانو په گډون په بطن وادي نومي ځای کې د جمعې لمونځ ور کړچېرې چې اوس مهال يوجومات شتون لري .

مدينې ته ننوتل

قباء کې له څلور ورځو تم کېدلو وروسته د ربيع الاول په ۱۲مه د جمعې په ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم مدينې ته روان شو، پر لاره يې “بنو سالم”  کلي کې د جمعې لمونځ  ادا کړ چې دا د محمد صلی الله عليه وسلم لومړنی د جمعې لمونځ و  او بيا د گڼ شمېر مسلمانانو په بدرگه په داسې حال کې مدينې ته ننوت چې له کوڅو او کورونو د الله د ستاينې او تکبير غږونه پورته کېدل او وړو نجونو درياوې په لاس په ډېره مينه د رسول الله صلی الله عليه وسلم په وړاندې دا شعرونه بدرگه کول:

طلـع البـــدر علينـا * من ثنيات الوداع
وجب الشـكر علينا * ما دعـــا لله داع
ايها المـبـعوث  فـينا * جئت بالأمر المطاع

ژباړه: د ”ثنية الوداع([1])“ نه پرمونږ د څوارلسمې سپوږمۍ راوخته او تر څو چې بلونکى د الله دين ته بلنه ورکوي پر موږ شکر واجب دى. اې موږ ته را لېږل شويې! تا منلې خبره راوړه.

د مدينې هر اوسېدونکي هيله لرله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  يې مېلمه شي؛ خو محمدصلی الله عليه وسلم وويل: د اوښې مخه پرېږدئ چې هر ځای کښېني، اوښه  مخ  په وړاندې روانه وه تر دې چې د محمدصلی الله عليه وسلم د ماماخېلو تر څنگ  په هغه ځای کې کښېناسته چې نن  پرې نبوي جومات ودان دی، ابوايوب انصاري رضي الله عنه په چټکۍ د رسول الله صلی الله عليه وسلم غوټه خپل کور ته يوړه او رسول الله صلی الله عليه وسلم د نوموړي مېلمه شو.

حضرت انس بن مالک  رضي الله عنه  وايي: هغه وخت زه وړوکى وم په مدينه کې اوازه وه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  راځي، ټول خلک انتظار وو مونږ -ماشومان- له کلي بهر را وتلي وو او له ډيرې خوښۍ مو يوې او بلې خواته منډې وهلې چې غږ شو وېل رسول الله صلی الله عليه وسلم  راغى! ټولوماشومانو ورمنډې کړې ماچې وکتل څوک مې ونه ليدل خولږ وروسته گورم چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  په اوښه سپور دى او ابوبکرصديق  رضي الله عنه  يې مخ ته راروان دى، لږ وړاندې چې راغلل په يو شاړځای کې کښيناستل او يوکوچى يې وليږه چې خلک خبر کړي، کليوال چې خبرشول ټول -چې شمير يې خواوشا پنځه سوه تنه وو- را ووتل او په ډيره مينه يې د رسول الله صلی الله عليه وسلم  تودهرکلى وکړ،  له روغبړ وروسته درانه او سپيڅلي ميلمانه د نږدې پنځه سوه کوربنو په بدرگه د مدينې خړ پړ کلي ته وخوځيدل او له رسيدو سره سم يې نر او ښځو دروند هرکلى وکړ، انس  رضي الله عنه  وايي: د مدينې خلکو له پاره داتر ټولو زياته د خوښۍ ورځ وه آن پيغلي نجوني هم پربامونو ولاړې وې او يو له بل نه يې پوښتنې کولې چې رسول الله  صلی الله عليه وسلم  کوم دى؟ رسول الله  صلی الله عليه وسلم  کوم دى؟ دى وايي: بيا هغه ورځ هم الله  پاک تيره کړه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  له همدې خلکو سره مخه ښه وکړه او د تل له پاره يې ددې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې .

دى وايي: دا دوه ورځې به -چې يوه له خوښيو او بله له غمونو ډکه وه- زه هيڅکله هيرې نه کړم ([2])


[1]  (ثنية الوداع دمکې پرلاره هغه غونډۍ وه چې د مدينې خلكو به له هغه ځايه ميلمنو سره مخه ښه كوله، پيغمبر صلی الله عليه وسلم  دهمدې غونډۍ په لاره مدينې ته راغى).

[2]:د صحابه وو ژوند، ليکوال: مولانامحمديوسف کاندهلوي/ژباړه: مولوي عبدالحق حماد

[irp][irp][irp]

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب