ام المؤمنين حضرت سودة (رض) ژوندلیک

ام المؤمنين حضرت سودة رضی الله تعالی عنها(متوفيه ۲۲هجري)

دابي بي رضی الله تعالی عنها هغه ښځه ده چي دبي بي خديجي رضي الله تعالی عنهادوفات څخه وروسته یې دنبي کريم صلی الله تعالی علیه وسلم دبچيانودحفاظت کارپه غاړه اخيستي وو،اودې ته په خوب کښي زېري ورکول شوی ؤوچي دابه دنبي کريم صلی الله تعالی علیه وسلم مايندينه جوړيږي،اوددې سوارلي دنبي کريم صلی الله تعالی دوفات څخه وروسته بيانده راوتلي.

زوکړه نوم اونسب:

حضرت سودة رضی الله تعالی عنها په مکه مکرمه کښي زېږېدلې ده اونوم یې حضرت سودة بنت زمعه بن قيس بن عبدشمس بن عبدودبن نضربن مالک بن حصل بن عامربن لوئي.اسلام راوړل: دابي بي په ابتداء کښي ايمان راوړی وو. له دې وجهي داقديم الإسلام زنانه ده. دحبشې په هجرت کښي دا اوددې خاوند حضرت سکران بن عمرو رضي الله تعالی عنه موجود وو.

دنبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم سره نکاح:

حضرت امام ابن سعدرحمه الله عليه فرمايي چي نبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم دحضرت خديجې رضي الله تعالی عنهادوفات څخه وروسته په 10م نبوي کال کښي دحضرت سودة رضي الله تعالی عنهاسره واده وکړی ،اوپه مکه کښي يې دنبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم کورته راغله ،ددې بي بي دنبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم سره په هغه وخت کښي کومک وکړچي نبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم په کورکښي يوازي پاتي وو، ددې بي بي نکاح ددې پلارماجدوويله اوڅلورسوه درهمه مهرئي مقررکړی اودابي بي دامت مورشوه.

زهد، تقوی اوسخاوت:

۔زمونږمورحضرت سودة رضي الله تعالی عنهاپه عبادت رياضت اوپه زهدوتقوی کښي دډېرلوړې مرتبې خاونده وه ، حضرت بي بي عائشة رضي الله تعالي عنهافرمایي چي “دحضرت سودة رضي الله تعالی عنهاڅخه علاوه وبلې ښځې ته چي زه وګورم ماته داپه فکرکښي نه راځي چي ددې په قالب کښي دې زماروح وای،(بلکه که داخواهش وای نوصرف به ددې په صورت کښي به مافکرکړی وای) په دې کښي صرف يوه خبره داوه چي ددې مزاج ډېرتيزؤوچي کله به یې هم په طبعيت کښي تيزي راتله نوهم دومره به ژرتله”په حجة الوداع کښي نبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم وخپلو ازاوجو(ببیانو)مطهراتوته وويل چي زماڅخه وروسته به تاسي پرکورباندي کښينئ، ددې نه وروسته حضرت سودة رضي الله تعالی عنهاپردې خبره باندي دومره ټينګه ودرېده چي بياهيڅ کله حج ته لانه ولاړه،دې به ويل چي ماحج اوعمره دنبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم سره اداکړي دي اوس زه دنبي کريم صلي الله تعالی عليه وسلم دحکم په مطابق په کورکښي کښينم.

بي بي سودة رضي الله تعالی عنهادعبادت اوتقوی دشوق سره سره په بې اندازه ډول باندي سخي ښځه وه. ددې مبارکي سخاوت اوپراخ زړتیا په خاص طورباندي ډيرمشهور وو. حضرت عائشة رضي الله تعالی عنهافرمایي چي حضرت سودة رضي الله تعالی عنهادطائف څخه راتلونکي پوستونه په خپل لاس باندي جوړول اودهغه څخه چي کومه ګټه راتله هغه به دې په ډيره فياضي(سخاوت)سره په نيکو کارونو کښي استعمالول.

دحجاب حکم:

دبي بي سودې رضي الله تعالی عنهاله وجهي څخه دامت پرښځوباندي دپردې حکم نازل شو. په عربوکښي دا دود ووچي عربوبه په کوروکښي دننه بيت الخلاء نه جوړولې(لکه نن ورځ چي هم په بعض کليوکښي رواج شته)نوله دې امله به ښځي دقضاء حاجت لپاره دباندي وتلې.حضرت عمرفاروق رضي الله تعالي عنه پرښځوباندي دپردې دنازليدوډيرليواله وو.

دامت مندې هم لکه نورې مېرمنې دقضاء حاجت لپاره دباندي وتلې. يوه ورځ ام المؤمنين حضرت سودة رضي الله تعالی عنهادباندي راوتلې وه دقضاء حاجت لپاره چي په لاره کښي دحضرت عمرفاروق رضي الله تعالی عنه سره مخامخ شوه،څرنګه دابي بي رضي الله تعالی عنها ددراز قدلرونکې وه، نوحضرت عمرفاروق رضي الله تعالی عنه هغه وپېژندله که څه هم داپه پوره ډول باندي په کالوکښي پېچلي وه،دحضرت عمرفاروق رضي الله تعالی عنه دپردې خواهش له اوله څخه وو، نوداځای یې غنيمت وګڼی، او په زوره یې آوازوکړ ای سودې(رضي الله تعالی عنها)مونږته وپيژندلې،هم دلته دده مبارک دخواهش په مطابق دپردې حکم نازل شو.

وفات:

دبي بي سودې رضي الله تعالی عنهادوفات په هکله دعلماؤاختلاف دی ،علامه واقدي په قول دحضرت اميرمعاويه رضي الله تعالی عنه په زمانه کښي په 54م هجري کښي دا مبارکه وفات شوې ده ، ليکن امام بخاري رحمه الله تعالی عليه په صحيح روايت کښي وايي چي دبي بي سودې رضي الله تعالی عنهاوفات دحضرت عمرفاروق رضي الله تعالی عنه په زمانه کښي شوی دی. اودحضرت عمرفاروق رضي الله تعالی عنه شهادت په کال 23م هجري کښي شوی دی، نوغالب ګمان دادی چي ددې مبارکې وفات دې په کال 22م هجري کښي شوی وي.په تاريخ خميس کښي هم دغه روايت صحيح بلل شوی دی.الله تعالي دي دمسلمانانودمورحضرت سودة رضي الله تعالی عنهاڅخه راضي شي۔آمين.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب